د ولسمشر له لوري د زورواکانو نيول څنګه ارزوی؟

۱۵ اسد , ۱۳۹۷ ,ساعت ۳:۳۴ ب.ظ -
 

اصف بکتاش سياسي شنونکی

بکتاش

په شمال کي د ازبک زورواکي (قیصاري) نیونه، چي په بشري سرغړونو تورن دی او پر خلکو یې ظلمونه کړي دي، اوس د افغان حکومت په ولکه کي دی، چي د حساب او کتاب لپاره ترې څېړني کېږي. په ولسي جرګه کي د فوزې کوفي ورور، چي په ناقانونه قاچاق کي ښکېل دی، په لومړي ځل د پلټونو لاندي راغی. له دې وروسته باور لرم، چي په ارزګان کي د حکیم شجاعي په اړه هم یوه پرېکړه وسي، چي کابل ته یې لاس نیولی راولي. له دې وروسته ښایي، د هغو سیاسي څېرو په اړه هم اقدامات وسي، چي د اصلاحاتو په پلمه ملي ګټي له ننګونو سره مخ کوي. دا ټول اوچت سوي ګامونه ټول هیله بښونکي دي، چي افغانان په کي خپله راتلونکې ښه لیدلای سي. اوس چي پر زورواکانو او مافیایي کړيو ولکه راتنګه سوې او حکومت د ولس د پراخ ملاتړ څخه برخمن سوی، په نسبي توګه د امن احساس کېږي، لاقل خلک پوه سوي، چي د هر کار لپاره له دې وروسته حساب شتون لری. دا په تېرو ۱۷ کلونو کي افغانانو ته د خوښۍ ښه زېري و، چي حکومت د زورواکو نیونه او له هغوی سره حساب خپل لومړیتوب ګرځولی دی. له حکومت تمه دا ده، چي د زورواکو شاه پرې نه ږدي او هغه کسان چي نیول سوي په بشري سرغړونو کي ښکېل دي او بايد حکومت يې تر کلک فشار لاندي راولي او د کلونو حساب کتاب ورسره وکړي. دا لار د قانون حاکمیت لپاره په ګټه ده او بله لور ته به د حکومت باور هم په خلکو کي پراخ سي. خو دا کار هغه وخت لا شونی دی، چي خلک د حکومت په خوا کي ودرېږي او حکومت د ولس غوښتنو ته غاړه کښېږدي. دا پرمختګونه په داسي حال کي راروان دي، چي له یو اړخه اوس نړیوالي ټولني درک کړې، چي د دوی میليونونه پیسې په افغانستان کي سمي نه دي لګول سوي او له دې وروسته به دوی له حکومت پرته په اشخاصو او ډلو باور هم ونه کړي. د نړیوالو هیله او تمه دا ده، چي د زورواکو د نیوني په برخه کي د غني له حکومت سره خپل سیاسي ملاتړ ډېر کړي، چي په دې سره به يې له يوه پلوه د قانون په ټینګښت کي مرسته کړې وي او بل پلو به یې خپله دا ادعا‌ء عملي ثابته کړې وې، چي دوی افغانستان ته د ثبات او قانون حاکمیت لپاره راغلي او د افغانانو سره مرسته کوي. په همدې هیله!

 

محمداکبر لودین ژورنالیست

لودین

 د نظام الدین قیصاري د نیول کېدو په غبرګون کي لاریونونه پراخ سوي او د حکومت سیاسي اپوزسیون هڅه کوي، چي دې لاریونونو ته لا پراختیا او دوام ورکړي، سیاسي اپوزسیون دا کار د دې لپاره کوي، چي حکومت تر فشار لاندي ونیسي او نامشروع غوښتني ترې پوره کړي. له فاریاب وروسته په بغلان او سمنګانو کي له تاوتریخوالي ډک لاریونونو کي سوداګرو او دوکاندارانو ته زیات زیانونه اوښتي او هيواد دښمنه کړۍ کار کوي، چي دا لاریونونه لا ډېر په تاوتریخوالي بدل کړي، چي خلک وقهرېږي او لا ډېر د حکومت ضد راپورته سي. که لاریونونه سوله ییز وي، هيواد دښمنه کړۍ باور لري، چي پر افغان حکومت فشارونه نه راځي، نو د همدې لپاره کار کوي، چي لاریون کوونکي تاوتریخوالي ته وهڅوي، تر څو په اخ ډب واوړي او حکومت تر نیوکو او فشارونو لاندي راسي. لاریون کوونکو ته سیاسي اوپوزسیون (د افغانستان ژغورني ایتلاف) ایتلاف لمسون ورکوي، چي اوس یواځي د قیصاري د خوشي کېدو غوښتنه ونه کړي، بلکي د جنرال دوستم د راتګ غوښتنه دي هم مطرح کوي. اوس په شمال کي لاریونونه داسي ځای ته رسېدلي، چي هغه وایي (په مرګ یې ونیسه، په تبه به راضي سي) قومي او سیاسي ټېکداران، چي له کلونو راهیسي د دې ولس په مرۍ ناست دي، لا ډېر کار کوي چي ولسونه په قومي، سمتي او ژبني تعصباتو باندي راخپل کړي. سیاسي ټېکدارانو لاریون کوونکو ته لمسون ورکړی، چي ولسمشر محمداشرف غني قومي سیاست کوي او د یو پلان له مخي ځیني قومونه حذف کوي او نور قومونه واک ته رسوي. په داسي حال کي چي اوس د ملي یووالي حکومت کي ټول قومونه شتون لري او هره برخه کي یې خپله ونډه مالومه ده. د افغان ولسمشر محمداشرف غني دا تګلاره او دريځ له هرکلي سره مخ دی، چي د زورواکو پر وړاندي یې ګام پورته کړی او ولسمشر ډاډ ښودلی چي ټول هغه زورواکي به قانون ته سپاري، چي کلونه یې په خلکو ژوند تنګ کړی او د ناامنیو او جګړې له درکه یې ځانونو ته قصرونه جوړ کړي دي.

 

جمیل وقار د لوی افغانستان تحریک مشر

وقار

‎له تېرو څو ورځو راهیسي د افغان پوځ کومانډیانو د هيواد له څو ولایتونو څخه سیمه ییز زورواکي، چي په بشري جنایتونو، فساد او قاچاق تورن دي، نیولي او پلازمېني کابل ته یې انتقال کړي. د دوی په منځ کي د نظام الدین قیصاري په څېر با نفوذه کسان هم شته، چي زرګونه خپل سري ناقانونه وسله وال لري او د جنرال دوستم له ښې لاس کسانو څخه شمېر کېږي. ولسمشر په سېلاب قول اردو کي د پوځ یو شمېر سرتېرو ته په وینا کي وویل، چي خپل سري وسله وال ورته د منلو نه دي او په هر صورت چي کېږي، د بې وسلې کولو پروسه یې بشپړوي. د ولس په منځ کي د افغان دولت د محبوبیت کچه ځکه مخ په ځوړ روانه ده، چي په سیمه ییزو حوزو کي د دولت استازیتوب زورواکي کوي او هغوی خپل رفتارونه هغسي چي د دوی شخصي ګټي تامین کړي عیاروي. دې چاري د حکومت او په ټوله کي د دولت اعتبار ته سخت زیان اړولی او د وسله والو طالبانو او نورو مخالفو وسله والو لیکي یې ځواکمني کړي دي. د ولسمشر غني له لوري د زورواکو پر وړاندي وروستي اقدامات به د ولس په منځ کي د حکومت اعتبار زیات کړي او د ولس له اړخه به د همکارۍ فضاء ته زمینه برابره کړي. د دې تر څنګ هغه خراب تصویر چي وسله وال مخالفین یې د نظام په اړه عامه افکارو ته ورکوي له منځه ولاړ سي. دا فکټورونه له وسله والو طالبانو سره د سولي په خبرو هم مثبت تاثیرات لري او د حکومتولۍ د ښه والي په صورت کي د مخالفینو په اړخ ولسي فشار هم زیاتولای سي.‎

 

خالد سنګر لیکوال او ژورنالیست

سنګر

مافیا او زورواکي افغانستان ته د نړیوالي ټولني له راتګ او بې درېغه مرستو سره د وخت د محافظه کاره حکومت له خوا د خپل موقف ساتلو لپاره دومره وپړسېدل، چي اوسني حکومت ته په ستر سرخوږي بدل سوي، ځکه په هر ډول بې قانونۍ، چورچپاول، غلا، قتل، اختطاف، د ترهګرو مرسته او ملګرتیا او … کي په لوړه کچه لاس لري. د افغانستان هر ولایت په خپله غېږه کي لسګونه داسي زورواکي لري، چي سلګونه غیرقانوني ساتونکي او وسلې لري او د سیمي په ناارامۍ کي د پام وړ رول لوبوي. دا زورواکي د حکومت په نظامي او ملکي ادارو کي مداخله کوي او د ټوپک په زور یې خپل سلګونه بې سواده ملاتړي په لوړو بستونو ګمارلي. دا زورواکي او قانون ماتوونکي د سیمه ییز نسبي ولسي ملاتړ تر څنګ د بهرنیو هيوادونو بشپړ مالي ملاتړ هم لري او دغو مسایلو حکومت ته د دوی نیول په یوه ستره ننګونه بدل کړي، چي ښه بېلګه یې په فاریاب کي د نظام الدین قیصاري نیونه ده، چي پلویانو یې پر حکومت د فشار واردولو لپاره د ولایت مقام وسوزه، لویي لاري یې وتړلې او نورو دولتي تاسیساتو ته یې هم زیانونه واړول. سیمه ییزه ناامني تر ډېره د همدغو زورواکو له امله ده او دوی پکي پراخ لاس لري، ځکه وسلې، ډلي ټپلي، د بهرنیو هيوادنو ملاتړ او ټول امکانات ورسره دي. څه موده وړاندي احمدضیا مسعود په یوه خبري کنفرانس کي وویل، چي په شمال کي طالب او داعش جګړه نه کوي، بلکي د دوو ګوندونو قوماندانانو دا جګړه ګرمه ساتلې، دا خبره هغه مهال په ثبوت ورسېده کله چي افغان کمانډو ځواکونو د قیصاري له نیولو وروسته د هغه کور تالاشي کړ او ډېره غیرقانوني سپکه او درنه وسله یې ترې راوایستله. زورواکو د حکومت له خاموشۍ ناوړه استفاده کوله او داسي یې ګڼله چي پر دوی یې وس بر نه دی، دې خاموشۍ د ولس هیلي هم ځپلي وې، خو د کمانډو ځواکونو په وروستیو عملیاتو کي د زورواکو نیولو د خلکو هیلي یو څه وغوړولې او پر نورو زورواکو د حکومت د فشار سیوری خپور سو. د زورواکو نیول او محاکمه له پخوا د ولس غوښتنه وه، ځکه ډېر زیان یې همدوی ته رسېده، اوس هم ناوخته نه دی، ولس یې په دې برخه کي ملاتړ کوي، خو حکومت ته پکار ده چي د زورواکو په نیولو کي تعادل وساتي، تر څو د زورواکو نسبي ولسي ملاتړ په تدریجي توګه له منځه لاړ سي او خلک دا نیوني سمتي او قومي ونه ګڼي. په ټوله کي د افغان ګمانډو ځواکونو له لوري د زورواکو نیول او د قانون منګلو ته سپارل پر ځای اقدام دی او تر ډېره د حکومت قوت او د جنګسالارانو پر وړاندي پیاوړې اراده څرګندوي. هیله ده، دا نیوني په خورا پام او تدبیر سره پراختیا ومومي او د افغانستان په ټولو ولایتونو کي د هر قانون ماتوونکي زورواکي لاسونه وتړي.

سردارمحمد صديقي د ځوانانو فعال

صدیقي

دا چي په دې وروستیو وختونو کي ولسمشر د زورواکو د نیولو آمر کړی دی زما په نظر، دا ډېر پر ځای اقدام دی، ځکه همدا زورواکي دي چي په مافیا، قاچاق، غصب او د قانون په ماتولو کي پراخ رول لري. دا یو حقیقت دی، چي افغان دولت به مخالفي وسلوالي ډلي لري او د افغان دولت سره به جنګېږي، خو فکر نکوم چي دا وسله والي مخالفي ډلي دي د افغان دولت لپاره دومره خطرناکه وي لکه همدا په دولت کي دننه او بهر زورواکي. زه باور لرم که د زورواکو مخنیوی وسي، تر ډېره به په امنیت کي مثبت بدلون راسي، ځکه همدا زورواکي دي چي په غیرقانوني کړنو او وژنو کي لاس لري، ولي پړه یې د دولت پر مخالفو وسله والو ډلو وراچوي.

 

نثاراحمد احمدي لیکوال

احمدي

حکومت له درې ډوله ستونزو رنځېږي: يوه جګړه ده چي د سر په زيان ورته ولاړ دي. دويم واکمني څوکۍ دي، چي نامسلکه کسانو خېټه پر اچولې. درېيم سيمه ييز زورواکي او چورواکي دي، چي د حکومت په رګونو ورننوتلي دي. ولسمشر غني دا ځل د نظام له وجوده د دغو ابليسي څېرو په راکاږلو او له منځه وړلو لاس پوري کړی دی. دغو څېرو د قانون په حاکميت کي د حکومت پر وړاندي غټ خنډونه جوړ کړي. نه يواځي دا چي حکومت ته يې بنده وراچولې، ولس يې پر ډلو وېشلی، ټولنه يې په فساد روږدي کړې ده. دا کسان په سيمه ييزه کچه زورواکي دي. هغه زورواکي چي کلونه – کلونه يې د بيت المال پيسې وخوړې. له ځانونو يې ميليونران او وطن خوره ښاماران جوړ کړل. دا د کرزي صاحب د حکومت ثمرې دي، چي په هر ولايت کي ځالي لري. د هيواد هر ولايت کي په خپله اندازه زورواکي او ښکرور لري. دوی د مځکو له غصبه، د څوکيو تر قبضې، له دې تر چور وچپاوله، قاچاق او پرديو استخباراتو پوري په ټولو کي شريکان دي. بې ګناه خلک يې وژني. له بهرنيانو يې په ناقانونه توګه په لکونه ډالر موټ کړي. هر يوه يې تر خپله توانه، وسلوالي ډلي جوړي کړي، حکومت د قانون حاکميت ته نه پرېږدي، خيالي پوليس لري، پر محلي چارواکو يې د باج په ډول د غلا پيسې حواله دي، غلاوي کوي، ملي شتمنۍ لوټي، د پاکستان ايران او نورو په شمول د هيواد له دښمنانو سره د خپل وطن پر ضد اړيکي پالي، چيري چي حکومت د قانون د پليکېدو خبره راغبرګه کړې، دوی ټولو يووالی کړی او حکومت ته يې په ګواښونو لاس پوري کړی. له وزارتونو، تر ولايتونو، او ولسواليو پوري په ټولو کي غله او فاسدين ګومارل سوي دي. پارلمان، خو يو مخ له دوی ډک دی. شپه و ورځ يې د بيان د آزادۍ په نوم پر مطبوعاتو د حکومت پر ضد زهرجني خولې وازي کړي. تاسي ګورئ د دغو ښکرورو پر ضد د ولسمشر په آمر د غښتلو کومانډو ځواکونو چټک اقدمات يو په بل پسي د ولس له لوري بدرګه کېږي، هڅېږي او هرکلی يې کوي. د دې مانا دا ده، چي ولس نور له دوی تر پزی راغلی دی. نور يې موجوديت د زغملو نه دی. پر ټولنه د دوی حاکميت د قانون ملا نوره هم ماتوي. نوره هم د حکومت اراده کمزوري کوي. ولس ته ور ږغ کوو چي د ولسمشر په ننګه د دغو بدمعاشانو د ګرفتارۍ لپاره په تظاهراتو لاس پوري کړي. دوی د رواني جګړې نيم قوت دی. که دوی مات سول، د جګړې نيم قوت ورسره ماتېږي. د دوی په ماتېدو سره پر ملا ماتی بې وسه قانون رابرسېره کېږي، د پليکېدو انګېزه يې ژوندۍ کېږي، ټولنه له فساده ژغورل کېږي. دوی بايد نه يواځي بې واکه سي، بلکي حساب وکتاب ورسره وسي، د پيداکړي فاسدي شتمنۍ پوښتنه ترې وسي، د بيت المال غضب سوي مځکي ترې واخيستل سي. که پر چا قتل وقتال تثبيت سو، بايد اعدام سي او نور زندانون ته واچول سي. که حکومت وتوانېد چي له دغه وايروسه ټولنه پاکه کړي، ولس به د ژوند په خوند پوه سي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .