د ولسي جرګې انګړ کې د تېرې ورځې ډزې د وکيلانو له سخت غبرګون سره مخ شوې

۲۱ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۸:۰۶ ب.ظ -

د ولسي جرګې ځينو غړو تېره ورځ د اداري پلاوي له ټاکنو وروسته د جرګې په انګړ کې پر هوايي ډزو سختې نيوکې وکړې او له عاملينو سره يې د قانوني چلند غوښتنه وکړه.

تېره ورځ همايون همايون او محمد نذير احمدزى د جرګې د لومړي مرستيال څوکۍ ته نوماندان وو او د همايون پر بريا د جرګې په انګړې هوايي ډزې وشوې.

همايون د جرګې په نننۍ ناسته کې وويل چې دغه ډزې د احمدزي ساتونکو کړې، خو احمدزي بيا وويل چې دغه کار د همايون ساتونکو کړى دى.

د جرګې لومړي مرستيال وويل: ((که چېرې زما افرادو ډزې کړې وي، نو ټول دې عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي، تر کومه چې زه معلومات لرم دغه ډزې د احمدزي ساتونکو کړې دي.))

خو محمد نذیر حمدزي وويل چې دغه ډزې د همايون د کسانو له لوري وروسته له هغه وشوې چې نوموړى ګټونکى اعلان شو.

هغه زياته کړه: ((څوکۍ ته لا نه دى رسېدلى چې بدمعاشي يې پيل کړې ده.))

 احمدزي وويل که دا موضوع ونه څېړل شي، قوم او ملت ته به مراجعه وکړي.

د کابل د خلکو استازي الله ګل مجاهد د تېرې ورځې د ډزو په اړه وويل: ((د ډزو غږ د تالار منځ کې نه اورېدل کېده، زه بهر وم، تر دوو زرو ډېرې مرمۍ فير شوې، د شورا منځ ته د وسلې را وړل غير قانوني دي، که چېرې يې مخنيوى ونه شي، بيا نو موږ خپل راکټ او پيکا هم راوړو.))

نوموړي د شورا پر امنيتي چارواکو ټينګار وکړ او ویې ويل چې بايد منفک شي.

هغه زياته کړه: ((کله چې د شورا امنيتي مسوولين د وکيلانو د ساتونکو مخنيوى نه شي کولى، نو ځانمرګي بريدګر خو په ډېره اسانۍ را ننوځي.))

د پکتيا د خلکو استازي ګل پادشاه مجيدي هم وويل چې د ملي شورا انګړ ته دې د درنو او سپکو وسلو د راوړلو مخنيوى وشي؛ ځکه چې د شورا په داخل کې د وسلې شتون د وکيلانو امنيت ګواښي.

هغه زياته کړه چې که بيا د جرګې داخل ته وسله راوړل شي، دى به د جرګې په ناستو کې ګډون ونه کړي.

په جرګه کې د پروان د خلکو استازي حاجي الماس زاهد وويل: ((وسلې دې د شورا انګړ ته نه راوړل کېږي، اداري پلاوى مو د زور وهلو لپاره نه دى ټاکلى.))

هغه زياته کړه چې قانون دې په ټولو يو ډول پلى شي.

د ولسي جرګې مشرعبدالرووف ابراهيمي هم د ملي شورا په انګړ کې د تېرې ورځې په ډزو اندېښنه څرګنده کړه او هغه يې د تاسف وړ وبللې.

ابراهيمي د ملي شورا له غړو په ځانګړي ډول د ولسي جرګې له غړو وغوښتل چې د ملي شورا د غوره امنيت لپاره دې د شورا انګړ ته د وسلې له را وړلو دډه وکړي.

هغه زياته کړه چې د ملي شورا په انګړ کې د شورا د غړو امنيتي مسووليت د شورا د امنيتي چارواکو په غاړه دى او بايد د غړو وسله والو ساتونکو ته د ننه ورتلو اجازه ور نه کړل شي.

ابراهيمي د وکيلانو د خونديتوب او امتيازاتو کمېسيون ته دنده وسپارله چې د تېرې ورځې د هوايي ډزو موضوع وڅېړي او خپل راپور له جرګې سره شريک کړي.

د ولسي جرګې مشر وويل چې د جرګې د غړو ترمنځ تقابل او ناندرۍ د افغان ملت په خير نه دي او بايد د ملي شورا کړې او د دندې د قانون سره برابرې وي.

ولسي جرګه

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .