د ولسي جرګې دويم مرستيال وټاکل شو خو د منشي لپاره ټاکنې پنځم پړاو ته ولاړې

۲۲ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۷:۲۴ ب.ظ -

اميرخان يار د ولسي جرګې دويم مرستيال وټاکل شو، خو د جرګې د منشي څوکۍ ته ولاړو نوماندانو ونه شو کولای د بریا رايې ترلاسه کړي.

د ملي شورا د دواړو جرګو مشران د يوې تقنيني دورې لپاره ټاکل کېږي، خو د دواړو جرګو د اداري پلاوي نور غړي د دې شورا د کلنۍ ناستې په پيل کې ټاکل کېږي.

د ملي شورا د شپاړسمې دورې د اتم کال لومړۍ ناسته له ٤٥ ورځې ژمنۍ رخصتۍ وروسته د کب په ١٦مه د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري پرانيستل شوه.

د ولسي جرګې د اداري پلاوي د تېر پړاو ټاکنو کې همايون همايون د لومړي مرستيال او عرفان الله عرفان د مرستيال منشي په توګه وټاکل شول، خو د دويم مرستيال او منشي څوکيو ټاکنې درېيم پړاو ته ولاړې.

د ټاکنو د درېيم پړاو لپاره اميرخان يار، دلاور ايماق، نعمت الله غفاري او اکبر ستانکزي د دويم مرستيال څوکۍ، صالح محمد سلجوقي، نواب منګل او هيلۍ ارشاد د منشي څوکۍ لپاره ځانونه نومولي وو.

خو اميرخان يار د ٨٦ تاييدي رايو، نعمت الله غفاري د ٦٠ تاييدي رايو، ايماق د ٢١ تاييدي رايو او ستانکزي د ١٤ تاييدي رايو په اخيستلو سره د دويم مرستيال څوکۍ ته لار ونه مونده.

د تېرې ورځې په ټاکنو کې صالح محمد سلجوقي د ٨٣ تاييدي رايو، ميردادخان منګل د ٣٦ تاييدي رايو او هيلۍ ارشاد د ٥٤ تاييدي رايو په اخيستلو سره ونه توانېدل چې د منشي څوکۍ ته بریالي شي.

د ولسي جرګې د پرېکړې له مخې، نن (د کب ٢٢مه) د دوو مخکښو نوماندانو (اميرخان يار او نعمت الله غفاري) تر منځ د دويم مرستيال څوکۍ او د منشي څوکۍ لپاره د دوو مخکښو نوماندانو (سلجوقي او هيلۍ ارشاد) تر منځ ټاکنې وشوې.

د جرګې په نننۍ ناسته کې ٢٠٢ غړي حاضر وو او هر  نوماند د برياليتوب لپاره ١٠٢ تاييدي رايو ته اړتيا درلوده.

د ټاکنو په څلورم پړاو کې اميرخان يار وتوانېد چې د ولسي جرګې د دويم مرستيال څوکۍ ته ١٢٥ رايې ترلاسه کړي، خو د جرګې د منشي څوکۍ لپاره دواړو نوماندانو هر يوه صالح محمد سلجوقي د ٨٣ تاييدي رايو او هيلۍ ارشاد د ٤٧ تاييدي رايو په اخيستلو سره ونه توانېدل چې د دې څوکۍ لپاره اړينې رايې ترلاسه کړي.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال همايون همايون چې د جرګې د نننۍ ناستې مشري يې کوله، وويل چې ټاکل شوې سبا ته د جرګې د منشي څوکۍ ته د نوو نوماندانو تر منځ ټاکنې ترسره شي.

تېر کال هم همايون همايون د جرګې د لومړي مرستيال، محمد نذير احمدزي د دويم مرستيال، عبدالقادر ځاځی د منشي او عرفان الله عرفان د دويم منشي په توګه ټاکل شوي وو.

د مشرانو جرګې د اداري پلاوي ټاکنې د کب په شپاړسمه نېټه ترسره شوې چې له مخې يې علم ايزديار د لومړي مرستيال، اصف صديقي د دويم مرستيال، طيب عطا د منشي او محمد فيصل سيمع د مرستيال منشي په توګه ټاکل شوي او د دې تر څنګ يې د جرګې د کمېسيونونو مشران هم ټاکلي دي.

امیرخان یار

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .