د ولسي جرګې د لوري په تذکرو کي د افغان او اسلام د کليمې ردول څه ډول ارزوئ؟

۱۴ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۴۰ ق.ظ -

انورالحق يرغل – ليکوال او شنونکی

د يو افغان ځوان په حيث په تذکره کي د هويت په خلاف د ولسي جرګې د پلورل شويو وکيلانو رايه ورکول، د افغان ملت د ارادې او اساسي قانون خلاف او د پرديو په لمسون عمل بولم.

انورالحق يرغل - ليکوال او شنونکی

انورالحق يرغل – ليکوال او شنونکی

د افغانستان اساسي قانون له مخي، د افغانستان اوسېدونکي افغانان او دين يې مبارک اسلام دى. زما په نظر، کوم مسايل چي اساسي قانون تائيد کړي په هغه اړه رايه اچونه د قانون او اصولو خلاف کار دى، ډېر د تاسف ځاى دى چي زموږ د دولت هغه مرجع چي بايد سل سلنه په قوانينو پوه واوسي او پلى يې کړي، نو هغوى په قانون نه پوهېږي، قوانين تر پښو لاندي کوي او تل دا ډول قانون ضد اعمال ترسره کوي. په پاى کي يادونه کوم چي انشاءالله په خپلو ځوانانو او افغان ملت باور لرم چي د خرڅ شويو وکيلانو د پرېکړي خلاف به په مېړانه ودرېږي، پرېکړه به يې ردوي او تور مخ به پاتي کېږي.

حافظ احمد نصرت – د پوهنتون استاد

د تېرو څو کلونو راهیسي چي کله د الکترونيکي تذکرو د وېش او توزېع خبري پيل سوي دا مسئله له جنجال او ستونزو نه ده خلاصه سوې. کله پارلمان، سياسيون، د ګوندونو یا احزابو مشران او حتا د حکومت یو شمېر لوړپوړي چارواکي هم پکي لاس وهنه کوي.

حافظ احمد نصرت - د پوهنتون استاد

حافظ احمد نصرت – د پوهنتون استاد

څوک وایي افغانیت او اسلاميت کليمو ته دي ځاى ورکړل سي او څوک بيا وايي، چي د تجزيې او بېلوالي په معنا ده، بايد دا کليمې ترې لېري سي. زه د ولسي جرګې د یو شمېر وکيلانو اوسنۍ دريځ چي وايي، په تذکرو کي دي د افغانيت او اسلاميت کليمې وليکل سي ستايم چي هر وخت یې د هيواد د ملي ارزښتونو لپاره آواز پورته کړى او خپل ورسپارل سوى مسؤليت یې په ښه توګه ترسره کړى دی، خو د هغه وکيلانو د دريځ سخت مخالف يم چي د ولسمشر هغه فرمان يې رد کړ چي پکي راغلي وه، چي په برېښنايي پېژندپاڼو کي دي د اسلام او افغان کليمې ور ډېري شي. پر ټولو افغانانو هم دا ږغ کوم چي د خپل اسلاميت او افغانيت ننګه او ملاتړ وکړئ! پردیو جاسوسانو او لاسپوڅو ته اجازه مه ورکوئ چي زموږ د وياړلي تاريخ، فرهنګ او ملي ارزښتونو سپکاوى وکړي.

سردارمحمد صديقي – د ځوانانو فعال

د ولسي جرګې له خوا (د ثبت احوال نفوس) د تعديل په اړه د ولسمشر فرمان ردول او د هیوادوالو سخت غبرګونونه ښودل دا هغه موضوع ده، چي تر اوسه یې زما په شمول د ډېرو هیوادوالو په ګټه او تاوان چنداني سر هم نه خلاصېږي، خو ولي بیا هم ټینګار کوي، چي باید په پېژندپاڼو کي د افغانیت او اسلامیت کليمه ذکر سي.

سردارمحمد صديقي - د ځوانانو فعال

سردارمحمد صديقي – د ځوانانو فعال

اصلاً د ملي وحدت حکومت او اساسي قانون د خلکو په رایه او غوښتنه جوړ سوی دی، یعني غوښتنه د افرادو له خوا کېږي او دولت باید ورته د قناعت وړ ځواب ورکړي. خو دلته برعکس د زیاتي مودې راهیسي د پېژندپاڼو پر سر راولاړ کش مکش ورځ تر بلي ډېرېږي، خو کمېږي نه، هغه داسي خلک غوښتنه کوي، چي ولسمشر یې ږغ اوري، فرمان صادروي، خو په پارلمان کي يې بیرته همدا د خلکو استازي ردوي، چي په نتیجه کي د خلکو غوصه او احساسات راپاروي، چي آخر د دې لوبي اصلي کرکټر څوک دی او د کومي موخي لپاره داسي توده روانه ده؟ که په پېژندپاڼو کي د تاجک او پښتون قومونو موضوع مطرح کېږي بیا خو په دې مخالفت کي پښتون ګټور دی، هغه ځکه چي امکان لري په دې وېشنه کي د پښتنو ښاخونه سره جلا سي غلجي او دراني سره بېل سي، پښتانه بېلابېل ښاخونه وکړي، په نورزي، بارکزي او … به ووېشل سي او تاجک به همداسي پر خپل حال یعني پر کومه پښه ونه وېشل سي، چي دلته بیا د پښتنو د ګټي خلاف اکثریت تاجک کېږي او حساب هم پر اکثریت کېږي، نو ځکه ځیني پښتانه استازي د دې کلیمې د لیکلو سره مجبوراً خپل مخالفت ښيي. او که د بله اړخه ورته وګورو پر پېژندپاڼي سربېره لیکل سوي چي (د افغانستان اسلامي جمهوریت) دا د افغانانو پر ټول هویت دلالت کوي، خو دا چي ولي نه دولت د خلکو غوښتنه مني او نه خلک د دولت پرېکړه مني دلته نور سوالونه هم پیدا کېږي چي آخر دلته د پردې تر شا د نړیوالو لوبه روانه ده، که د همسایه هیوادونو؟

روح الله حکيمي – محلي خبريال

افغانستان یو اسلامي ملک دى باید ټولي چاري د اسلام او اساسي قانون په رڼا کي ترسره شي. د ولسی جرګې له خوا چي په تذکرو کي د افغان او اسلام د کلیمو د لیکلو قانون رد شوی دا د ټول ملت په زیان ده، ځکه افغانستان د افغانانو کور دى، ټول قومونه چي د افغانستان په هر ځای کي اوسېږي دا ټول د افغانانو په نوم یادېږي، نو باید په تذکرو کي د افغان کلیمه وليکل شي. افغانستان یو اسلامي هیواد دى ټول قوانین د اسلامي اصولو او قوانینو په چو کاټ کي ترسره کېږي، نو باید چي په تذکرو کي هم د اسلام کلیمه ولیکل شي.

روح الله حکيمي - محلي خبريال

روح الله حکيمي – محلي خبريال

ولسي جرګه چي د افغانستان د ټول ولس نمایندګي کوي او د ولسي جرګې غړي د افغانستان د ۳۴ ولایتونو او ۳۶۵ ولسوالیو د خلکو په رايه پارلمان ته تللي باید داسي پرېکړي وکړي، چي د ولس ورسره خوښه وي او ولسي جرګه باید په هیواد کي د قومونو د یووالي لپاره کار وکړي، ځکه همدغه ولسي جرګه ده چي د هیواد قوانین جوړوي او د تطبیق لپاره یې حکومتي ادارو ته سپاري، نو هغه قوانین چي د هیواد په ګټه وي باید هغه قوانین رد نه کړي. که چېري ولسي جرګه دغسي قوانین رد کړي چي د هیواد په ګټه وي او د ملي ارزښتونو سره په ټکر کي نه وي، ولسی جرګه به خپل مشروعیت دلاسه ورکړي او د خلکو باور به پرې کم شي. زما د یو ځوان په حیث دا غوشتنه ده، د ولسي جرګې له مشرتابه او غړو څخه چي دوی دي د ملت پر سر د لوبو کولو څخه لاس واخلي او د افغانستان د ټولو قومونو د یووالي او د سولي لپاره دي کار وکړي، تر څو د افغانستان جګړه ځپلي خلک پر دوى لا زیات باور وکړي. د افغانستان ټول ولس به انشاءالله هیڅکله هم هغه تذکرې وانه خلي چي د اسلام او افغان کلیمه پکښي ذکر شوې نه وي، ځکه اسلامیت او افغانیت زموږ ملي شعار دى او هر افغان باید هم د افغانیت او هم د اسلامیت څخه دفاع وکړي. هغه څوک چي په تذکره کي د اسلام او افغان کلیمې نغواړی مهربانی دی وکړی له افغانستان څخه دی ووزی او بیا دی دافغانستان تابعت نه اخلی موږ افغانان به دخپل سره په بیه سره په تذکرو کی دافغان اواسلام کلیمو د لیکلو څخه دفاع کوو، ځکه موږ په اسلامیت او افغانیت افتخار کوو او د دې خاوري بچیان یو. که د افغانستان ولسي جرګه د دوهم ځل دپاره هم دغه قانون رد کړي او د افغان او اسلام د کلیمې سره مخالفت وښیي، موږ ټول افغانان به یې پر ضد مدني حرکتونه وکړو او د ولسي جرګې هیڅ پرېکړه بیا موږ ته د منلو وړ نه ده او موږ د مشرانو جرګې له مشرتابه او غړو څخه مننه کوو چي په تذکرو کي یې د افغان او اسلام د کلیمې د لیکلو ننګه وکړه او خپل ایماني او وجداني مسؤلیت یې ادا کړ.

سباوون ځواک -مدني فعال

د برېښنايي پېژندپاڼو په اړه د ولسي جرګې وروستۍ پرېکړه د افغانستان اساسي قانون او د ولس د ارادې سره په ټکر کي ده. د ولسي جرګې وکيلانو يو ځل بيا دا ثابته کړه چي دوى د ولس نماينده ګان نه دي، شخصي ګټو ته پر ملي ګټو ترجيح ورکوي. ولس به هيڅکله اجازه ورنکړي چي د دوى د هويت په سر معامله وشي.

سباوون ځواک -مدني فعال

سباوون ځواک -مدني فعال

وطنفروشان او د هويت منکرين به تل مخ توري وي. افغانيت او اسلاميت د افغانانو سرې کرښي دي. ولس په اسلام قرباني ورکړې يو نيم ميليون شهيدان يې ورکړي، هیڅکله به د خپلو ملي او اسلامي ارزښتونو څخه تېر نه شي. وکيلان بايد پخپلې شرمونکي کړنې پښېمانتيا ښکاره کړي او د افغان ملت نه بښنه وغواړي. د حکومت نه جدي غوښتنه کوو چي د اساسي قانون د څلورمې مادې مطابق “هر هغه څوک چي د افغانستان تابعيت ولري افغان کليمه ورباندې اطلاق کيږي” د اساسي قانون دا ماده تطبيق او په پېژند پاڼو کي د افغان کليمه وليکي او ژر تر ژره د پېژند پاڼو د ويش لړۍ پيل کړي.

پاڅون کاکړ – يو تن زده کوونکی

دا چي دا موضوع فعلا د هيواد په کچه يو جنجالي مسله ده او د خلکو تر منځ ورباندي ناندرۍ دي، زموږ د هيواد اکثريت وګړي په تذکره کي د افغان او اسلام کليمې غوښتونکي دي، اما فعلا يو شمېر د پارلمان وکيلان چي د خپل هيواد تر ګټو د لږو امتيازاتو په مقابل کي د پرديو هيوادونو ګټو ته اوليت ورکوي مخالفت کوي، چى دا کړنه يې د ولس زړه ماتوي او دا تاريخي نامه به د وخت په تېرېدو سره له بينه ځي،

پاڅون کاکړ – يو تن زده کوونکی

پاڅون کاکړ – يو تن زده کوونکی

اوس که هر رنګه وي زموږ د اکثريت هيوادوالو همدا غوښتنه ده چي د افغان کليمه دي په تذکره کي ذکر شي او ځيني مغرز اشخاص دي چي د بېګانه هيوادونو په لمسون راولاړېږي او دا خبره راميدان ته کوي چي د افغان کليمه پښتون ته اطلاقېږي، نو بنآ د افغان کليمه دي له مينځه لاړه شي، په عين وخت کي د پارلمان ځيني وکيلان هم خپل وجدان د څو پيسو په مقابل کي تر پښو لاندي کوي او د اسلام او افغان د کليمې د ذکر مخالفت يې وکړ. زموږ د درانه ولس لپاره دا تجربه د راتلونکي وخت لپاره ځکه ښه ده، چي د بې علمه، زورواکو او فاسدو کسانو مخنيوى وکړو، تر څو زموږ د هيواد د قانون جوړوني مرکز نور له همدې کثيفو څېرو پاک کړو، باسواده، درانه، پاک او باوجدانه نمايندګان ولرو، تر څو مو هيواد له همداسي نورو بدو اوناورين جوړوونکو پېښو سره مخ نه شي او هره پرېکړه يې د هيواد او خلکو لپاره د علميت پر اساس رامنځ ته شوې وي.

حزب الله خاموش – د پوهنتون محصل

د نن څخه کلونه مخکي زموږ په هېواد کي د لوموړي ولسمشر دشهادت نه وروسته کورنۍ جګړه دهمدې اسلام او افغان ترنوم لاندي جهاد پیل او په ميلیونو شهیدان ، ټپیان ، معیوبین او بېکوره کړه خو اوس دهغه ټولو قربانیو وروسته دا دواړه په لوی لاس دپردو په لږ مرسته دلاسه ورکوو. اوس به بيا د ملي هویت نارې دقومي ټېکه دار ، وکيل ، زورواکو او نورو هغه مافیایې کړیو د زور ازمایلو يوه ښه وسیله سي چي کلونه کلونه یې ددې ډول موضوعاتو څخه په خپله ګټه کار اخيستی دی،  ددې ترڅنګ زیات ګاونډي هېوادونه او نوري استخباراتي کړۍ خو بيخي داسي موضوعاتو باندي پیسې لګوي ترڅونفاق ،

حزب الله خاموش - د پوهنتون محصل

حزب الله خاموش – د پوهنتون محصل

بېلوالی او د خپل منځي شخړو اور بل وساتي. زموږ وکیلان ولایتي په کچه دي او که د ټول هيواد په کچه، خپلو شخصي ګټوته حساب کوي، ستاسي یاد دي چي کله ددوی دامتیازاتو خبره سوه هغه وخت دوی په خورا تودو رایو سره خپله حاضري ور او تاید کړه چي دوی ته باید ښه امتیازات ورکول سي مګر کله چي دمشرانو جرګې ته خبره ورسیده او پارلمان ترفشار لاندي راغلی هغه وخت بيا تر تيرسوه نو اوس هم ملي موضوع ده دوی په ملي موضوع کي هر وخت داسي حرکت کړی دی چي بدبختي یې زيږه ولې ده او ستونزي یې رامنځت کړي. ولی ددوی لپاره پکار داده چي خپل ملي مسؤلیت ادا کړي داسلام او افغان کلمه باید په هويت پاڼوکي ذکرسي.

 

 

(0)

به اشتراک بگذارید :

۱ کامنت

  • Shabir Ahmad nasrat

    پیژندپاڼي(تذکرې) زموږ هویت دي ددې پر اساس موږ نړیوال پیژني چي څوک یو او د کوم هیواد یو.
    دا چي د یو شمیر غلامانو وکیلانو د خپل د بادارانو په ایشاره داسي یوه کړنه ترسره کوی چي هغه د اسلامیت او افغانیت ضد او خلاف کار دي،دوي د پردیو په لمسون نه غواړي چي د افغانیت او اسلامیت کلیمي په پيژندپاڼو کي ولیکل سي،ځکه د هغوي باداران غواړي چي تل افغان بي هویته او ځوریدلي پاته سي.
    موږ داسي پيژندپاڼي هیڅکله نه غواړو،چي په هغه کي دي د افغان او اسلام کلیمي لیکل سوي نه وي.
    موږ افغانان یو او افغانان به اوسو او تل په دې خبره ویاړ کوو،خو هغوي چي د افغان او اسلام کلیمي لیکل نه غواړي دا معلومه خبره ده چي یا دوي افغانان نه دي او یا هم د بادارانو کړونو ته وفاداره دي او د افغانیته ځان ایستل غواړي.
    زه پر ټولو شریفه او دینداره ولسونو ږغ کوم،چي مه پریږدي، تر څو د څو غلامانو وکیلانو له امله زموږ پر ملی مسایلو تیري وسي.


  • کامنت

    نوم (مهم)
    ایمیل (مهم)
    ستاسو څرګندونې (مهم)
    برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .