د ولسي جرګې د مرستيالانو او منشي ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې

۲۰ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۲۳ ق.ظ -

 د ولسي جرګې د اداري پلاوي ټاکنو کې د لومړي مرستيال، دويم مرستيال او منشي څوکۍ ته يوه نوماند هم پوره رايې ترلاسه نه کړې او ټاکل شوې چې د دې څوکيو لپاره يو ځل بيا رايه اخيستنه وشي.

د ملي شورا د دواړو جرګو غړي د يوې تقنيني دورې لپاره ټاکل کېږي، خو د دواړو جرګو د اداري پلاوي نور غړي د دې شورا د کلنۍ ناستې په پيل کې ټاکل کېږي.

د ملي شورا د شپاړسمې دورې د اتم کال لومړۍ ناسته له ٤٥ ورځنۍ ژمنۍ رخصتۍ وروسته د کب په ١٦مه نېټه د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري پرانيستل شوه.

تېره ورځ د ولسي جرګې د اداري پلاوي ټاکنې ترسره شوې.

د کندهار استازي عبدالرحيم ايوبي، د خوست استازي همايون همايون او د کوچيانو استازي محمد نذير احمدزي د لومړۍ مرستيال څوکۍ، سيد علي کاظمي او غلام فاروق مجروح د دويم مرستيال څوکۍ، عبدالقادر ځاځي وطندوست او عبدالرووف انعامي د منشي څوکۍ او د هرات استازې سمين بارکزۍ او د کابل استازي عرفان الله عرفان د مرستيال منشي څوکۍ ته نوماندان وو.

عرفان الله عرفان د علني رايو په اخيستلو سره مرستيال منشي شو؛ ځکه سيمين بارکزۍ له خپلې نوماندۍ تېره شوه، خو عبدالرحيم ايوبي د يوې رايې په اخيستلو، همايون د ١٠٨ تاييدي رايو او محمد نذير احمدزي د ٧٩ تاييدي رايو په اخيستلو سره د جرګې د ټولو رايو پنځوس جمعه يو رايې پوره نه کړې او پرېکړه وشوه چې سبا به د دوو مخکښو نوماندانو (همايون او احمدزي) تر منځ يو ځل بيا ټاکنې وشي.

په پرونۍ ناسته کې د جرګې ٢٢١ غړي حاضر وو او هر نوماند د بريا لپاره ١١١ رايو ته اړتيا درلوده.

په همدې ډول سيد علي کاظمي د ٧٦ او غلام فاروق مجروح د ٧٧ تاييد رايو په اخيستلو سره ونه توانېدل چې د جرګې دويم مرستيال څوکۍ ته بريالي شي.

په همدې ترتيب عبدالقادر ځاځى د ٩٩ او عبدالرووف انعامي د ٨١ تاييدي رايو په اخيستلو سره د جرګې د منشي څوکۍ ته بريالي نه شول.

د جرګې په ناسته کې پرېکړه وشوه چې سبا به د ولسي جرګې د دويم مرستيال او منشي څوکيو لپاره نوو نوماندانو ته د رايو صندوقونه کېښودل شي.

 تېر کال د ولسي جرګې د اداري پلاوي په ټاکنو کې همايون همايون د لومړي مرستيال، محمد نذير احمدزى د دويم مرستيال، عبدالقادر ځاځى د منشي او عرفان الله عرفان د مرستيال منشي په توګه ټاکل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي شورا د اتم کال د شپاړسمې دورې لومړۍ ناسته کې چې د کب به ١٦مه نېټه تر سره شوه،  د مشرانو جرګې د اداري پلاوي ټاکنو کې محمد علم ايزديار د لومړي مرستيال، محمد اصف صديقي د دويم مرستيال، طيب عطا د منشي او محمد فيصل سميع د مرستيال منشي په توګه وټاکل شول.

ولسي جر

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .