د وینې څکه (لنډه کیسه) عبدالوکیل سوله مل

۲۲ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۷:۰۶ ب.ظ -

په درانه خوب ویده وه . خوب ویني چې د هدیرې څنګ ته روانه ده .ناببره ټول مړي له قبرونو راووځي . په لیدلو ېې ویره ونیسي . وریږدي ، منډه واخلي . په دې پسې مړي هم منډې کړي . له خولې ېې لویه کړیکه وخیژي . نیغه له خوبه راکښیني :

ـ یالله خیر!

میړه ېې هم له درانه خوبه راکښیني .خورا وارخطا او هک پک شي. په خوبولي غږ ووایی:

ـ څه خبره ده؟

ښځه چې لا هم تروره او له ویرې ریږدي په ورو ځواب ورکړي:

ـ هسې خوب کې وبیریدم .

سړی له غوسې شین راواوړي:

ـ د سپي لور ما ویل څه ټکه راولویده :

ښځه په لړزیدلی غږ ورغبرګه کړي:

ـ که داسې خوب تا هم لیدلی وای له ما لا زیا ت ډاریدې.

سړی له کټه راولټید ، پرتوګ ېې واغوست .څراغ ېې روښا نه کړ. په ملنډو ېې وویل :

ـ ته چې په خوب کې له مړو ویریږي که په ویښه دې څوک په وړاندې ومري .څه به کوې؟

ښځې  چې لا ېې هم زړه درزیده ځواب ورکړ:

ـ خدای دې نه راښا يي .

په دیوال کې را ځوړندټوپک کې ېې سترګې ښخې کړې :

ـ له هغې ورځې چې دې دا میراتمړی څنګ ته اچولی دا څوم ځل دئ چې مړی په خوب کې وینم .

سړی اوږې پورته ونیوې هیښ پیښ شو:

ـکوم میراتمړی ؟

ښځې په دیوال کې راځوړند ټوپک ته لاس ونیو :

ـ دا د غم غړکه

سړی هم  ټوپک ته ځیر شو .

ـ هغه خو برکت دئ . له هغې ورځې چې دا کور ته راغلی ، د څه شی کمی دربا ندې راغلی .

سړی د ټوبک په لور روان او ودرید. هغه یی له دیوال راواخیست . او لکه کوم سپیڅلی کتا ب خولی ته ورنږدې او په خوندېې مچ کړ:

ـ دا خو اوس زما شو ق دئ.

د ښځې سترګې رډې راووتې .اوږې ېې پورته واچولې :

ـ شوق

سړی وخندل

ـ نه یوازې شوق ـ کسب .

د ښځې تندی ګونځې او نور هم تریو شو:

ـ نو ته خو نه عسکر یی او نه د چا بدی درپه غاړه ده !

سړی وخندل :

ـ ولې یوازې عسکر او بدیدارن ټوپک ګرځوی ؟

ښځې چې په ریښتیا یی یوازې دعسکرو او په کلیو کې د بدیدارانو په غاړو کې ټوپک لیدلی وو ، ځواب ورکړ:

ـ خود ، د ټو پک مې لا کسبیان نه وو لیدلي!

سړی لربر سر وښوراوه :

ـ تا لا نه دی اوریدلی چې داسې کسان هم شته چې په پیسو نورو ته د هغوی دښمنا ن وژني .

ښځه له ویرې وریږدیده . ټوپ ېې کړ:

ـ د خلکو د وژلو کسبیان هم شته .

سړی سترګې پورته ونیوې :

ولې تا د خوني نوم نه دی اوریدلی ؟

ښځې دواړه غوږونه په لاسو کې ونیول:

ـ نه خدای دې نه راباندې اوری.

سړی غلی شو ، سر ېې ځوړند ونیو . بیرته یی د ښځې په لور چې داوبو په ګرمولو بوخته وه سترګې ونیوې:

ـ که  داسې یو خونکار دې په خپل کور او درنږدې کس وي؟

ښځې په بیړه ورغبرګه کړه :

ـ یوه شپه به په هغه کور کې ونه کړم .

سړی موسکی شو او ځا نته ېې په غرور ګوته ونیوه :

ـ که دا کس زه هم اوسم؟

ښځې ته غوسه ورغله :

ـ  ته څه چې پلار مې هم شي لاړې به ورتو کړم .

د سړي تندی تریو ، ښځې ته ورنږدې شود هغې له زنې لاندې ېې لاس ونیو اوراپورته یی کړه .

ـ نو ته خره لا په دې نه پوهیږې چې په دا یوه کال کې ما دا دومره پیسې په څه وګټلې ؟

ښځه له میړه لږ څه شا ته راغله :

ـ ټوکې مه کوه …

ـ ټوکې نه کوم  زه خونی یم او وژل مې کسب وکار ګرځیدلی دی.

ښځې لکه چت چې پرې راونړیږي. او یا یی کور اور واخلی چیغه کړ

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .