د ياران ادبي دېرې څلور دېرشمه غونډه

۲۰ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۵:۳۴ ب.ظ -

د یاران ادبي دېرې څلور دېرشمه غونډه د تل په څېر د شنبې په ورځ د ماسپښین په دوه بجې د روزي خان ارغوان له لوري د قرانکریم په مبارکو ایاتونو پیل سوه .

2-254

د غونډي په دوهمه برخه کښي الیاس وحدت “د اسلام له نظره په شعر او شاعري هر اړخیز لیکچر وړاندي کړ هغه وویل: کوم کار چي صحابه کرامو کړی وي مستحب ګڼل کېږي، اسلام هغه شاعري چې د انسانیت په زیان وي ردوي.

هغه زیاته کړه، کامله شاعري هغه ده چي ولس ویښ او فکر یې بدل کړي، لکه څرنګه چي شهیداحمدغني مسکنیار په شاعري څومره مبارزه د قام او وطن لپاره کړې ده زما په فکر کوم بل عالم به نه وي کړې.

همدارنګه ده وویل: شعر په خلکو ژر تاثر کوي او فکر یي بدلولی سي د منظور پښتین جلسه کي د “داڅنګه ازادي ده” سندره هم د یو ښه شعر زېږنده ده چي ولسونه یې سر یو او د انقلاب په جزبه راټول کړي دي.

د حسن خان احسان د پوښتنې په ځواب کښي وحدت وویل: په اسلام کښي هم مینې ته شاعري سوي ده خو کومه شاعري چي له اسلام مخکې وه هغه تقریباً ټوله د سکس په بنیاد وه، خو د اسلام له راتګ وروسته هغه شعر ښه شعر بلل کېده چي د الهي مینې او خلکو ته د نیکې لار تبلیغ یې کاوه.

د پوښتنو په لړ کښي الیاس وحدت دسعید راز د پوښتنې په ځواب کښي چې (ایا عایشه رض شاعري کوله؟ ) وویل:  روایتونه بدل دي، دعایشې رض د شاعري په اړه قوي روایت نسته خو هغې ته منسوب ډېر شعرونه شته دي.

د غونډې په دریم قدم کښي ظریف فقیریار د تیري غونډې راپور ګډونوالو ته ورواوراوه، ورپسې ازاده مشاعره پیل سوه چې پکښي ډېرو شاعرانو او مینوالو خپل او انتخاب سوي شعرونه شریک کړل.

غونډه د ماځیګر په وخت له ازان سره سم پای ته ورسیده.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .