د ياران ادبي دېرې ۴۲مه غونډه

۹ اسد , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۵۸ ق.ظ -

پښتاته ځکه زما د غم اندازه نه شي

تا د خدای مینه لیدلې نه ده خدایه

2-255

د دېرې ۴۲ غونډه د پروفیسور راز محمد راز پینځم تلین ته ځانګړې شوي وه چې سعید راز په کې د پروفیسور راز محمد راز په ژوند او کړنو هر اړخیز لیکچر وړاندې کړ .

ددېرې دوه څلویښتمه غونډه چې د تېري شنبې په ورځ ماسپښين مهال د لینکین ښوونیز مرکز په عامه کتابتون کې ترتیب شوي وه ښاغلي سعید راز په کې د پروفیسور راز په لیکوالي او شاعري سربېره د هغه په ژوند هم هر اړخیز مالومات ورکړل ،سعید وویل ، راز محمد راز ۱۹۹۲ میلادي کال کې د کويټې د ملک محمد دین ترین په کاله کې زېږېدلی ، زده کړې يې د کراچۍ په پوهنتون کې د تاریخ په څانګه کې د ماسټرۍ تر کچې کړې دي ، کويټې ته ترتګ وروسته يې له پښتو لیک او شاعرۍ سره اشنايي پيدا شوه پروفېسر راز د پښتو، اردو او انګرېزي ادب ژوره مطالعه درلوده. نوموړي د مينې او فلسفې په ګډ امتزاج سره د شعر او ناول نړۍ په ارزښتناکه مرغلرو بډايه کړه.

سعید زیاته کړه ، نوموړي پښتو شعر له نوو فلسفيانه افکارو او ترکيباتو سره د آشنا کولو سربېره په پښتو او اردو ژبه ناولونه هم ليکلي وو چې ځيني يې چاپ، ځيني يې تر چاپ لاندي او ځيني يې نيمګړي پاتې شول.

د نوموړي تر اوسه (د صليب په دايرو کې مات وزرې زاڼې ژاړي او خزان زما په اوښکو ژاړي) په نوم د پښتو شعرونو ټولګې، ( دي هولي سينرز) په نوم د اردو ناول، (عاشو، لمر او باران اوري) او (کابل ړنګ دى مينې ژاړي) په نوم د پښتو دوه ناولونه، (اوشنيک ګاډيس) په نوم د آزاد نظمونو ټولګه او د (کاسميک سېکسوليزم) په نوم يې په پښتو ژبه د فلسفې، تصوف او جمالياتو په اړه کتاب چاپ شوی دی.

راز د ۲۰۱۳م کال د جون پر ۲۳مه نېټه له دې فاني نړۍ سترګې پټي کړې. روح دې ښاد وي.

څوک د چا له غمه نه مري دروغ وایې

ماته ګورئ ستاسې وړاندې یو ثبوت یم

 د غونډې په دویمه برخه کې ازاده مشاعره ترسره شوه چې ګډونوالو په کې خپل شاعرانه احساسات شریک کړل .

 په پای کې اکبر راحل دریځ ته راغی او د غونډې په ارزونه يې خپل نظر شریک کړ هغه وویل ، دا ډول ناستې ډېري مهمې او ګټوري وبللې او همدارنګه په راتلونکې کې يې د دا ډول نورو غونډو هیله وکړه .

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .