د يږو له امله به مو د بېړني حالت اعلانول نه وي اورېدلي؟

۲۲ دلو , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۲:۱۱ ب.ظ -

داسې به مو ډېر اورېدلي دي وي چې کوم هېواد يو خونړۍ پېښه وشي، يا کوم ناورين رامنځته شي، يا د هېواد ولسمشر ووژل / مړ شي نو له امله يې بېړنی حالت اعلانيږي.

خو تر اوسه به مو نه وي اورېدلي چې د يږو له امله يو حکومت بېړنی حالت اعلان کړي؟ راځئ دې مطلب کې به مو ترې موږ خبر کړو.

د روسيې حکومت د دغه هېواد يوې ليرې پرتې سيمې ته د يږو په تګ بېړنی حالت اعلان کړی دی.

په نووایا زملیا ټاپوګانو کې چارواکي وايي، دغه سیمه کې چې وګړي یې څو زره کسان دي یږو پر خلکو برید کړی او هم استوګنځيو او حکومتي ودانیو ته ننوتلې دي.

د اقلیمي بدلون له امله قطبي یږې له بل هر وخت اوس وچې ته ځي.

روسیه کې دا یږې د ورکېدونکو ژوو ډلبندي کې راغلې او ښکار یې بند دی.

د روسیې د چاپېریال ساتنې فدرالي اداره د دې یږو د وژلو اجازه هم نه ور کوي.

اوس یږې له نه پولیسو او نه هم له هغو نښو وېرېږي چې مخکې ترې تښتېدلې او چارواکي وايي اړتیا ده چې نوي تدابیر ونیول شي.

۱۱۶ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed