د ٢٩ کتابونو ليکوال بمي چاودني وواژه

ليكوال: ټاټوبی ۲۹ ثور , ۱۳۹۴ ,ساعت ۱۱:۱۳ ق.ظ -

د اروزگان ولايت د چورې ولسواالۍ امنيه قومندان عبدالقوي وايي، چي نن د مى ١٩ مه سهار شاوخوا ۰۷:۱۵ دقيقې د کيتو سيمي نوموتی شاعر او تکړه ليکوال دارو خان خاکسار په يوه ځای پر ځای سوي ماين چاودنه کي وژل سوى دى. هغه وايي، چې ماين د ارواښاد خاکسار د کور مخي ته ايښودل سوي وو او نوموړي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. امنيه قومندان عبدالقوي وايي، چي نوموړي هيڅ ډول دولتي دنده نه لرل، بلکي هغه په ياده ولسوالي کي يې يو درملتون درلودى. د مالوماتو پر اساس د دارو خان خاکسار گڼ اثار، شعري ټولگي او ليکني چاپ سوي دي او ددې ولايت اوسېدونکو ورځني گټه اخيستې ده. د اروزگان ولايـــت د نامتـــو ليکوال، شاعر، سياسي او ټولنــــيز شخصيــــت داروخان خاکسار وروستی کتاب (د ارزگان نوميالي) تر عنوان لانـــدي په (۲۸۱) مخونو کښي د چاپــــــه راوتلي وو.

د خاکسار گڼ اثار، شعري ټولگي او ليکني چاپ سوي دي

د خاکسار گڼ اثار، شعري ټولگي او ليکني چاپ سوي دي

په دغه کتاب کښي د اروزگان د مهمو سياسي، جهادي، ديني، علمي او آدبي شخصيتونو ژوندليکونه، ددوی د عکسونو سره چاپ سوي. پاته دي نه وي چي د دارو خان خاکسار لاندي کتابــــونه مخکي چاپ ســــوي دي:

۱- د ارزگان نـــــــاوې

۲-گران وطن جانـــــان وطن

۳-د چورې ولسوالي

۴-ملي نغمـــــې او ملي تــــــرانې

دده (۲۵) نور نا چاپه اثار لا پاته وه، چي نوموړي يې د چاپولو په موخه هلي ځلې کولې، خو ژوند يې ورسره وفا ونه کړه.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .