د ټاپي پروژې تطبيق به افغانستان ته څومره ګټور وي؟

۹ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۲:۵۵ ب.ظ -

سردارمحمد همدرد – د فراه مرستیال والي

hamdard

د ټاپي نوم مي له ډېر پخوا او یوازي مي یې کیسې اورېدلې. زه د دې پروژې پر اقتصادي او تخنیکي برخه بحث کول نه غواړم، خو په ډاډ سره وایم، چي دا پروژه افغانستان په اقتصادي لحاظ د ځان بسيایني پر لور بیایي. د (۱۳۹۶/کب/۴) نېټه د هرات په تاریخي ښار کي د افغان ولسمشر محمداشرف غني، د ترکمنستان ولسمشر قربان علي بردي محمدوف، د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي او د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر مبشر جاوید اکبر له خوا یې په رسمي ډول افتتاح وسوه، چي یو شمېر نورو بهرنیو او کورنیو چارواکو هم په کي ګډون درلود. ولسمشر غني پخوا لا دا پروژه یو تاریخي کار بللی و. د دې تر څنګ د نړۍ نورو مشرانو هم دا پرژوه په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو کي یو نوښتګر ګام یاد کړ. که رښتیا سي، د تلوېزیون پر سکرین مي یاد مراسم کتل، چي له خوښۍ مي سترګي له اوښکو ډکي سوې. د هلمند والي حیات الله حیات هم، چي د دې مراسمو ګډونوال و، پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي وو، چي د دې مراسمو په لیدو یې په سترګو کي اوښکي راغلي وې. واقعیت خبره همدا ده، چي د ډېرو با ضمیره افغانانو به د دې مراسمو په لیدلو له خوښۍ زړونه تپېدلي وي او د دې خاوري دښمنانو به د ډېري مایوسۍ احساس کړی وي. دا تاریخي ورځ له ځان سره لوی امیدونه لري. د ولسمشر په خبره، چي د هر افغان کور ته ډوډۍ ورکوي. نو کله چي ولس ته د ډوډۍ ورکولو منبع سوه، جګړه ورسره پای مومي. زموږ د جګړې یو اړخ بې روزګاري او بې وزلي ده. تر ټولو مهمه خبره دا ده، چي په تېرو پنځلسو کلونو کي دا لومړی ځل و، چي وسله والو طالبانو د ملي او افغاني ګټو په ننګه فیصله وکړه. ښه خبره دا ده، چي داسي هيوادونه لکه پاکستان، هندوستان او افغانستان، چي یو پر بل د دښمنۍ دعوه لري، ټول پر یوه دریځ د مشترکي ګټي خبره کوي. د ټاپي یوازي اقتصادي اړخ به په نظر کي نه نیسو، بلکي په سیمه کي د یو ګډ کار او مشترکو ګټو د رامنځ ته کولو منبع ده. موږ افغانانو لویه غمیزه تېره کړې ده. نور را ته یوه ورځ هم د جګړې زغم نه دی پاتي او ټول افغانان په خپلو پښو ولاړ او له جګړې خلاص افغانستان غواړي. دا چي جګړه څوک څنګه او څوک څنګه تعریفوي، بېله خبره ده، خو زه دا جګړه د ګټو جګړه بولم، ځکه موږ او ټول افغانان یې د بېلګو شاهدان یو. له اوږدې جګړې څخه وروسته هم نړیوال او هم افغانان دې نتیجې ته رسېدلي دي، چي پر خپلو پښو ولاړ او خپلواک افغانستان هم د نړۍ په ګټه دی، هم د ګاونډیانو. افغانان خپله هم اوس پوه سوي دي، چي په جګړه کي تاوان کوو، سوله یيز او پر ولسواکۍ ولاړ افغانستان د ټولو په ګټه دی. د دې پروژې په اړه بېلابېلي تبصرې کېږي. طالبان وايي، چي د دې پروژې لاسلیک د دوی د وخت وزیر وکیل احمد متوکل کړی دی. د کرزي صیب ملګري وایي، چي دا چاري یې د ښاغلي حامد کرزي په وخت کي ترسره سوي دي. زه د دوی دا خبري هم نه ردوم، چي دوی به پر خپل وخت څه ناڅه هڅي کړی وي، خو د ولسمشر اشرف غني لېونۍ مینه وه، چي د عملي کار د پیل کولو لپاره یې نهايي هڅي وکړي، ځکه چي ولسمشر اشرف غني د خپل نور سیاست تر څنګ په هيواد کي د ملي پروژو او ځان بسيایني لپاره سخت او قوي هوډ لري او پوهېږي، چي بنيادي پروژې دا هيواد هم له جګړې خلاصولای سي او هم یې له متداومي سولي څخه برخمن کولای سي.

دې پروژې د متضادو هيوادونو ګټي سره خوندي کړي. دا پروژه په هيواد کي د یوې تلپاتي سولي زېری ورکولای سي. زیاتي خبري کول نه غواړم، خو په لنډ ډول وایم، چي دا په منځنۍ اسیا کي یو تاریخي ګام دی.

په پای کي ولسمشر، اجرایه رئیس، د کابینې وزیرانو، ټولو والیانو او د افغانستان فرد-فرد نارينه او ښځینه ته د دې ستر ګام مبارکي وایم او هغو افغانانو ته، چي د سولي او پیاوړي افغانستان ارمانجن دي، زېری ورکوم، چي دا وطن د سولي او پرمختګ پر لور روان دی. له خپل وطن سره رښتینې مینه او ملي ګټو ته پاملرنه کولای سي، چي موږ خپل سپېڅلي هدف ته ورسېږو.

خوشحال آصفي لیکوال

khoshal

کابو له پنځه ويشتو کلونو وروسته د افغانانو يو پخوانی خوب په حقيقت بدل سو. سره د دې چي کورنيو داړه مارانو يې د تخريب او د مخنيوي هڅه کوله، خو بيا هم د ټاپي پروژه په برياليتوب پرانيستل سوه. دغه پروژه د دې تر څنګ چي افغانستان ته اقتصادي اهميت لري، د سياسي ارزښت درلودونکې هم ده. د دغي پروژې په پلي کولو سره د افغانستان نږدې دښمن پاکستان وتړل سو. په دې مانا، چي اوس د پاکستان هغه مداخلې چي په افغانستان کي يې کولې، د ټاپي پروژې سره وتړل سوې. پاکستان تل د افغانستان په جګړه کي خپلي ګټي ترلاسه کړي دي، خو د ټاپي پروژه به چي پاکستان يې هم يوه برخه ده، وکولای سي چي د افغانستان په اړه د پاکستان جنګي سياست په اقتصادي سياست بدل کړي.

د ټاپي پروژې اوس پاکستان داسي وتړلو چي مداخلې يې له اقتصادي ګټو سره وتړل سوې، اوس که پاکستان دلته په جګړه کي خپلي ګټي ګوري، نو د اقتصادي ګټو د نزول په قيمت به ورته تمامېږي. پاکستان اوس ګوزار نه سي کولای، پاکستان اوس وتړل سو، پاکستان که دلته افغانستان کي مداخله کوي، نو مستقيماً د دوی اقتصادي ګټي به هم ګواښل کېږي او همدا راز له بل لوري به د ټاپي د شريکو هيوادونو له ډاره خپل ځان اصلاح کوي، ځکه که پاکستان له افغانستان سره بيا هم د خپل بد نيت د ښودلو نيت وکړي او د ټاپي د تخريب لپاره ګوزار کولو ته زړه وکړي، نو دا به د ټاپي شريکو هيوادونو باندي ګوزار وي او پاکستان نه سي کولای چي هم مهاله هم له افغانستان او هم د ټاپي د نورو شريکو هيوادونو سره ټانټې وژووي.

بل لور ته مهم او د پام وړ ټکی له دغي پروژې د وسله والو طالبانو ملاتړ يادولای سو. طالبان هم د ټاپي پروژه د هيواد د اقتصادي بنسټ مهم عنصر بولي او وايي، تر خپل کنټرول لاندي سيمو کي د دې پروژې له پلي کولو سره همکاري کوي. د طالبانو دا اعلان که د هر چا په خوښه او آمر سوی وي، خو له دريځه يې معلومېږي چي اوس وسله والو مخالفين هم د جګړې تر څنګ سياسي مبارزې ته هم پاملرنه کوي.

اوس که پاکستان هر څومره او په هره لاره، يا د طالبانو په وسيله او يا د هر بل عامل په وسيله د ټاپي د تخريب هڅه کوي، نو د افغانستان په شمول به د هندوستان او ترکمنستان له غبرګون سره مخامخ کېږي. هر هيواد به د خپلو ګټو د تامين لپاره هم له دغي پروژې څخه کلکه ساتنه کوي.

دويم، د ټاپي اقتصادي ارزښت:

د ټاپي ګازو نللیکه چي د افغانستان له هرات، فراه، نیمرزو، هلمند او کندهار ولایتونو تېرېږي او له پاکستان نه په تېرېدو د هند فاضلیکا ښار ته رسېږي، ټول اوږدوالی يې ۱۸۱۴ کيلومټره دی، چي لويه برخه ۸۱۶ کيلومټره يې د افغانستان له خاوري تېرېږي. دغه ستره ملي پروژه به په افغانستان کي په زرګونو خلکو ته د کار زمينه برابره کړي. دغه پروژه د افغانستان لپاره د سياسي ارزښت تر څنګ ستر اقتصادي ارزښت هم لري.

سربېره پر دې چي افغانستان به په کلني ډول د ټاپي له پروژې د حق العبور له درکه ۴۰۰ میلیونه ډالره لاس ته راوړي، د دغې پروژې په پلي کېدلو سره به د هغه ولايتونو چې دغه نلليکه پکي تېريږي، زرګونو خلکو ته د کار زمينه برابره سي، د سويلي او مرکزي آسيا په تړل کېدو سره به افغانستان کي کورنيو او بهرنيو پانګوالو ته د پانګوني زمينه برابره سي، د برېښنا سب سټېشنونه به جوړ سي او د افغانستان کورني عوايد به لوړ سي.

پر دې ټولو سربېره به په کابل او ټول افغانستان کي د ګازو بيه راټيټه او خلکو ته به اساني برابره سي. په ټوله کي ويلای سو چي د ټاپي پروژه د سيمي د اقتصادي پراختيا، امنيتي وضعيت ښه والي او په سيمه یيزه کچه د ترهګرۍ پر وړاندي به په ګډ دريځ رامنځ ته کولو کي پراخه ونډه ولري.

اذرخش حافظي – اقتصادي شنونکی

hafiz

ټاپي پروژه چي د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لاري پاکستان او هند ته رسوي، په ترکمنستان کي یې کار بشپړ سوی او اوس یې په افغانستان کي کار پیل سوی دی. وسله والو طالبانو هم د دې پروژې ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چي د ټاپي لومړني کارونه د دوی د واکمنۍ پر مهال سوي وو. د ټاپي پروژې د عملي کېدو شونتیا څومره ده او پر وړاندي یې خنډونه څه دي او څنګه د دغو خنډونو د له منځه وړلو لپاره کار کېدای سي؟ ټاپي د افغانستان لپاره له هره اړخه ګټوره ده. له اقتصادي، امنیتي او سیاسي اړخه افغانستان ته ستره ګټه لري. دا یوه ملي پروژه ده او ښه والی یې هم دا دی، چي د حکومت او ولس تر څنګ یې وسله وال مخالفین هم ملاتړ کوي. د هر افغان دنده ده چې د دې پروژې ملاتړ وکړي، ځکه دا له شک پرته یوه ستره لاسته راوړنه ده. خو د ټاپي په برخه کي ځیني ستونزي او ننګوني باید هېري نه سي. پر دې ستونزو او ننګونو بحث ځکه مهم دی، چي باید پرې پوه سو او د حللارو لپاره یې کار وکړو. له بده مرغه حکومتي چارواکي د بلي هري پروژې په څېر له دې پروژې هم سیاسي ګټه اخلي او هڅه کوي، چي هر څه خپله لاسته راوړنه وګڼي. دوی غواړي په دې کي خپله ناکامي پټه کړي. که دا پروژه عملي سي، له شک پرته د حکومت لاسته راوړنه ده او خلک به حکومتي چارواکو ته د دې کريډيټ ورکړي. اوس چي حکومت په دې چاره کي هيڅ هم نه دي کړي، نو د څه شي کريډيټ اخلي!؟ توافق پخوا سوی و، کار د ترکمنستان په خاوره کي تکمیل سوی او په افغانستان کي به اوس پيلېږي. کله چي د افغانستان په خاوره کي کار بشپړ سي یا لږ تر لږه یو څه پرمختګ وسي، بیا د حکومت لاسته راوړنه ورته ویلای سو. بیا چارواکي حق لري، چي د بریا ادعا وکړي او له خلکو وغواړي چي بیا رایه ورکړي. اوس حکومت ته پکار ده، چي د پروژې پر وړاندی ننګونو ته پام وکړي. که څه هم طالبانو د پروژې ملاتړ کړی، خو دا چي د ټاپي لویه برخه د طالبانو تر کنټرول یا نفوذ لاندي سیمو څخه تېرېږي، نو د ستونزو احتمال سته. حکومت باید دغو ستونزو ته پام وکړي. دغه راز ایران د دې پروژې سخت مخالف دی، حکومت باید ډېر کار وکړي، چي د ایران لخوا په دې برخه کي د تخریبي فعالیتونو مخه ونیسي. له بله اړخه، لا هم پر پاکستان ډېر باور نه سي کېدای. دا پروژه پخوا هم د پاکستان د بې میلۍ له امله ځنډېدلې وه او اوس هم وېره سته چي پاکستان دي بیا ستونزي جوړي کړي. پاکستان له یوه اړخه د افغانستان لپاره دا لاسته راوړنه نه غواړي، له بله اړخه نه غواړي چي له خاوري یې هند ته ګاز تېر سي. که څه هم اوس خپلو مجبوریتونو اړ کړی چي همکاري وکړي، خو پر پاکستان باور بیا هم سخت دی. له همدې امله حکومت باید د پروژې د عملي کېدو لپاره پیاوړي ګامونه واخلي. په کور دننه د هڅو تر څنګ له ترکمنستان، هند او امریکا سره ګډ کار مرسته کولای سي چي پاکستان بیا ستونزي جوړي نه کړي. کله چي پروژه د افغانستان په خاوره کي عملي سوه، بیا نو د حکومت لاسته راوړنه ده او کريډيټ به یې دوی اخلي. حکومت دي اوس د سیاسي ګټي اخیستني پر ځای د پروژې د عملي کېدو لپاره کار وکړي او هغه وخت بیا خپله سیاسي ګټه کوي.

سید مسعود – اقتصادي کارپوه

mashud

ټاپي نللیکه له ترکمنستان څخه افغانستان ته رسېدلې او څو ورځي وړاندي یې په هرات کي د افغانستان د برخي کار د پیل پرانیسته په پراخو مراسمو کېږي. د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني، د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف، د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي او د هند د بهرنیو چارو وزیر هرات کي د دې پروژې پرانیستنه کوي. دا نللیکه به تر بشپړېدو وروسته د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لاري پاکستان او هندوستان ته انتقالوي. دا نللیکه چي له کلونو راهیسي یوه ناندريیزه مسئله او کار یې ځنډېدلی و، د افغانستان او سیمي لپاره ګڼي ګټي لري. څو یې په دې توګه درسره شریکوو: لومړی، ټاپي به د سیمي هیوادونه داسي سره وتړي، ګټي به یې دومره سره نژدې سي چي له اوسني تقابل څخه به د یو بل تحمل ته مخه کړي. دوهم، د منطقوي همپالني او سیمه يیز اتصال لپاره یو تر ټولو پیاوړی اقدام دی.درېيم، تر لس زورو زیاتو افغانانو ته به د ټاپي په پروژه کي په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه کاري فرصتونه برابري سي، چي د بې وزلۍ او بېکارۍ په کمولو کي به مهم رول ولوبوي.څلورم، افغانستان به له دې نللیکې په کلنۍ توګه د ټرانزيټ او حق العبور له درکه شاوخوا ۴۰۰ ميليونه ډالره عوايد ترلاسه کړي، چي ورسره به د دولت ملي عواید لوړ سي.پنځم، افغانستان به هر کال له دې درکه (صفراعشاريه شپږ) میلیارده متره مکعبه ګاز ترلاسه کوي، چي تر ډېره به هیواد کي د انرژۍ او سون د موادو په برخه کي شته ستونزي راکمي کړي.شپږم، د شمال څخه سويل ته د ګازو د نلليکې پروژې تر څنګ به د برېښنا، رېل پټلۍ او نوري فايبر د غزولو په شمول به ګڼي نوري غټي او وړې پروژې هم عملي سي.اووم، د رېل کرښي د ملي شبکې په واسطه به منځنۍ اسيا، سويلي اسيا او اروپا سره د هرات، نيمروز، فراه، هلمند، کندهار او نورو ولايتونه وصل سي. اتم، د سيمي هيوادونو سره به د ټرانزيټ او سوداګرۍ په برخه کي اسانتياوي زیاتي، صادارت به اسانه او د واردېدونکو توکو بیي به ارزاني سي. نهم، د داخلي او بهرنيو پانګوالو لپاره به په افغانستان او سيمه کي د پانګي اچوني نوي او بېلابېل فرصتونه برابر سي. لسم، افغانستان به د سيمي هيوادونو په څلور لاري بدل سي. يوولسم، افغان کارګرو ته به د عصري او مسلکي زده کړو آسانتياوي برابري سي. دوولسم، د سيمه ييزي همکارۍ لپاره به د سیمي د هیوادونو تر منځ یو ګډ لیدلوری رامنځ ته سي. ديارلسم، د دې پروژې له پلي کېدو سره به سيمي او نړۍ ته د افغانستان د ستراتيژيک موقعيت ثابت او وځلېږي. څوارلسم، د سيمي هيوادونو او ملتونو سره به اړيکي نږدې او پياوړي سي او د ګډو اقتصادي اړیکو هڅي به وده وکړي. پنځلسم، د ګران هيواد او سيمي د سياسي، اقتصادي او ټولنيز پرمختګ، سولي او ټيکاو سره به مرسته وکړي. شپاړسم، د افغانستان له لاري به منځنۍ او سويلي اسيا هیوادونه له یو بل سره وصل سي او د هيوادونو تر منځ به د باور فضا رامنځ ته سي، چي دا کار به نه یوازي افغانستان، بلکي په ټوله سیمه کي به د سولي له ټینګښت سره مرسته وکړي. اوولسم، په سيمه کي به کاروبارونه وغوړېږي او د سيمي پرمختګ او انکشاف لپاره به نوي هیلي پیدا سي.

 

انورالحق يرغل شاعر او مدني فعال

yargal

د ټاپي پروژه يوه خورا مهمه او د وطن په ګټه پروژه ده، چي د عملي کار د پيل موضوع يې له کلونو راهيسي يوازي يو خوب ښکارې دی، خو له ښه مرغه ولسمشر غني او حکومت يې په عمل د دغه خوب په بدلولو بريالي سول او که خدای ج کول دا لويه سيمه ييزه پروژه به بريالۍ کېږي هم. د برياليتوب دلايل يې دا دي، چي زموږ حکومت تر ډېره اقتصاد محوره دی او په دې اساس د افغانستان د بحران عوامل په واقعيت سره درک کوي. دا عوامل روښانه خبره ده، چي تر ډېره حده پوري په افغانستان کي د سيمي د هيوادونو او هم د نړيوالو هيوادونو د ګټو له تقابل څخه سرچينه اخلي، په ټاپي پروژه او نورو کي د ولسمشر غني د حکومت ډېره پاملرنه د ګټو د دغه تقابل پر مديريت راڅرخي، له همدې امله ده، چي دا پروژه پر اقتصادي ګټو سربېره افغانستان ته په هر اړخيز ډول د ثبات د تامين لپاره په خير تمامېږي، ځکه طالبان چي د پاکستان په واک کي دي، د دې پروژې د امنيت ډاډ ورکوي. همدا ډول حکومت ويلي، چي له ترکمنستان څخه افغانستان ته د غځېدلي برېښنا لاينونه له دې پروژې سره يو ځای کوي، چي دا هم يوه بله ګټه ده .

يعقوب شاه اتل ليکوال او ژورناليست

atal

 د ټاپي پروژې په اړه په افغانستان کي څو لویي ستونزي یادولای سو، د ځوانانو بېکاري، ناامني او د افغانستان له ګانډیو سره جنجالي مسایل دا هغه څه دي، چي د ټاپي پروژې د بشپړېدو وروسته په دې ستونزو کي کموالی راځي. د ټاپي پروژې د کار په پیلېدا سره به زرګونه ځوانانو ته د کار فرصتونه برابر سي، له دې سره به هغه ځوانان، چي اروپایي هیوادونو ته د تګ نیت لري، یو څه یې دلته مصروف سي او د جنګ په لیکو کي هم شاید اکثره ځوانان د ټاپي پروژې په پیلېدا سره همدلته مصروف سي، چي له دې سره په افغانستان کي د جنګ کچه ټیټېږي. د ټاپي پروژې له درکه افغانستان د کال ۵۰۰ میلیون عاید ترلاسه کوي. که چېري دومره میلیونه پیسې د هیواد په بیارغونه کي دقیقي ولګول سي، لېري نه ده، چي په راتلونکي کي د ټاپي پروژې ته ورته د نورو پروژو کارونه پیل کړي. افغان دولت کولای سي نور کاري او اقتصادي فرصتونه پرې برابر کړي. افغانستان له ګاونډیو هیوادونو سره کولای سي، چي د ټاپي پروژې له لاري خرابي او ډیپلوماټیکي اړیکي ورغوي، پر دې هیوادونو د ټاپي پروژې له درکه په دوی فشار زیاتېږي، چي د افغانستان په کورني او بهرني سیاست کي مداخله ونه کوي، په افغانستان کي یې اکثره د طالب او داعش په نامه جنګي ډلي د پاکستان او اکثره یې د ایران له لوري همایه کېږي. که افغان دولت وغواړي له دې وروسته په دوی فشار راوړي، کولای سي په افغانستان کي د حکومت او دولت مخالفي ډلي له منځه لاړي سي. لنډه دا چي ټاپي پروژه د افغانستان د حکومت او خلکو لپاره د پرمختګ او سولي یوه نوې لار او فرصت دی.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .