د ټاکنو خپلواک کمیسیون ولسمشريزو ټاکنو ته پوره چمتووالی وښود

۱۶ عقرب , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۴۴ ب.ظ -

د ټاکنو کمیسیون وایي د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ټول تیاری نیول شوی دی او هېڅ راز لوی خنډ په دې برخه کې نشته دی.

 د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي ویلي، چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې دغه کمیسیون پراخې تجربې خپلې کړې دي او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په برخه کې به له دې تجربو ګټه پورته کړي.

 ولسمشر هم پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به په خپل وخت ترسره شي. دغه ټاکنې د راتلونکي کال د حمل یا وري د میاشتې په ۳۱مه نېټه ترسره کېږي.

 تر یادې نېټې پوره پنځه نیم میاشتې وخت پاتې دی، خو کمیسیون وایي چې هر ډول تیاری ددغه ټاکنو ترسره کولو ته لري.

دغه کمیسیون داسې مهال یادې څرګندونې کوي چې پر چارو یې پراخې نیوکې موجودې دي.

45558704_2094890433865884_9040987771048558592_n

سیاسي ګوندونه، مدني فعالان او د ټاکنو په برخه کې فعال بنسټونه وايي چې ددغه کمیسیون چارې غیر معیاري وې او په ډېرو برخو کې یې فعالیتونه له ستونزو ډک وو.

 دوی وایي که ولسمشریزو ټاکنو ته هم ستونزې همداسې پر خپل ځای وي نو ددې تمه نه کېږي چې شفافې او عادلانه ټاکنې دې ترسره شي.

(2)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .