د ټاکنو کمېسيون د درغلۍ کوونکو کسانو له موجوديت څخه پاکوو

۲۴ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۲۷ ق.ظ -

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشرتابه د عادلانه او رڼو ټاکنو پر ترسره کولو د ټينګار ترڅنګ ويلي، د خلکو باور ترلاسه کولو لپاره به په دغه کمېسيون کې ټول هغه کسان له دندو ګوښه کړي چې په تېرو ټاکنو کې يې درغلي کړې ده.

د ملي او جهادي شورا د مطبوعاتي خبرپاڼې پر بنسټ چې يوه کاپي يې رسنیو هم ترلاسه کړې ده، په هغه ناسته کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون غړو او د يادې شورا د چارواکو او مشرانو ترمنځ ترسره شوې؛ په کې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنو په اړه خبرې اترې وشوې.

د افغانستان د ملي او جهادي ګوندونو عالي شورا د دارالانشا مشر او د ولسمشر ارشد سلاکار عباس بصير په ياده ناسته کې د راتلونکو ټاکنو په اړه د ګوندونو عالي شورا دريځ په ډاګه کړ.

هغه وويل، د ټاکنو له بېلابېلو لړيو د څارنې کمېټې رامنځته کول، د ټاکنيز سيسټم بدلون، د کمېشنرانو د ګومارنې او ګوښه کولو په قانون کې رعايت، د خلکو د لاسرسي وړ په ټولګټو تاسيساتو کې د رايې ورکولو مرکزونو رامنځته کول، د رايه ورکوونکو د نوملړ برابرول، ټاکنيزو درغليو کې د تورنو کارکوونکو ګوښه کول، د ګومارنې په لړۍ کې د بې پلوۍ رعايت او پر خپل وخت د ټاکنو ترسره کول؛ د ګوندونو عالي شورا له اساسي غوښتنو ګڼل کېږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر عبدالبديع صياد په دغه ناسته کې وويل، د افغانانو، سياسي څېرو او ګوندونو له همکارۍ او ملاتړ پرته د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کول ناممکن دي.

نوموړي د ټاکنو په اړه د بېلابېلو ګوندونو د مشرانو له نظرونو مننه وکړه او دغه راز يې د ورته ناستو پر ترسره کولو ټينګار وکړ.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون غړو په دغه ناسته کې د ټاکنو په کمېسيون کې د اصلاحي پروګرامونو او د ټاکنو ترسره کولو لپاره د چمتووالي او پرمختګونو په اړه د يادې شورا غړو ته معلومات ورکړل او ويې ويل، د ټاکنو کمېسيون خپلواک دى او د ګوندونو په ملاتړ به د کمېسيون د مشرتابه پرېکړو کې له لاسوهنې مخنيوى کوي.

دوى وويل، کمېسيون له قانون سره سم د اصلاحاتو پروګرام په پام کې نيولى او د خلکو د باور راجلبولو لپاره به دغه کمېسيون د هغو کسانو له وجود څخه پاک شي چې د تېرو ټاکنو  په درغليو کې يې لاس درلود.

د کمېسيون غړو څرګنده کړه، د کمېسيون اصلي دنده د ټاکنو مديريت دى او په ټاکنو کې اصلي لوري؛ ګوندونه او د افغانستان خلک دي.

بلخوا د افغانستان ملي او جهادي ګوندونو عالي شورا مشر صبغت الله مجددي، د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

ټاکنو کمیسیون ډله

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .