د ټایلنډ پخوانۍ صدارعظمه دوبۍ ته تښتیدلې

۴ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۳:۵۴ ب.ظ -

د ټایلینډ پخوانۍ صدراعظمه یینگلاک شیناواترا چې د فساد په تور یې د محاکمې پلان و، دوبۍ ته تښتیدلې .

د هغې ګوندیانو ویلي، چې نوموړې تېره اونۍ د هوا له لارې لومړی سینګاپور او له هغه ځایه دوبۍ ته تښتیدلې .

ویل شوي، چې هلته نوموړې د خپل ورور په کاله کې مېشته شوې .

د شیناواترا کورنۍ په ټایلنیډ کې د واکمنۍ ۵۰ کلنه سابقه لري، هغه تورنه ده چې د فساد په یوه یو میلیاردي قضیه کې ښکېله ده .

که پرهغې دا تور ثابت شوی وای، په لس کلن بند محکومیده .

d

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .