د ټرمپ د پرېکړې په وړاندې غبرګونونه، غبرګونوالو کې افغانستان هم شامل دي

۱۶ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۲:۰۲ ب.ظ -

وروسته له هغه چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه وکړه چې د مسلمانانو پخوانۍ قبله «بيت المقدس» د اسرايلو پلازمېنه اعلان کړي نو د نړۍ په لر او بر کې د مسلمانانو له توندو غبرګونونو سره مخ شو.

په غبرګونوالو کې افغان حکومت هم شامل دی چې څو ساعته وړاندې يې د مسلمانانو د پخوانۍ قبلې په دفاع کې اعلاميه خپره کړه.

د اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې ګڼو مشرانو د ټرمپ پر دغه ګام نیوکه کړې چې په وینا یې دداسې تاوتریخوالي لامل به وګرځي چې ډېرې وینې به پکې وبهېږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا مشر او د جاپان استازي ویلي، دغه شورا اوس د ټرمپ د پرېکړې په اړه بېړنۍ ناسته کوي.

رویټرز خبري اژانس د دیپلوماتانو له خولې ویلي، اتو دولتونو (فرانسې، بولیویا، مصر، ایټالیا، سنیګال، سویډن، بریتانیا او یوروګوای) د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتیریش د امنیت شورا مخکې د خپل دریځ روښانه کولو غوښتنه کړې.

_99099722_hi043428865

په ورته وخت کې فلسطیني ډلو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د پنجشنبې په ورځ لوېدیځه تراډه، غزه او قدس کې د عمومي لاریون غوښتنه کړې چې ودې شي تاوتریخوالی هم پکې رامنځ ته شي.

“ځنډېدلی ګام”

وړاندې ټرمپ ویلي وو قدس یې د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه وپېژانده، چې په وینا یې دا کار په منځني ختیځ کې د سولې د بهیر لپاره “ډېر ځنډول” شوی و .

ټرمپ ټینګار کړی که اسرائیل او فلسطینیان د دولتونو منحل کېدل ومني، نو امریکا به یې ملاتړ وکړي.

نوموړي د امریکا بهرنیو چارو وزیر ته له تل ابیب څخه قدس ته د خپل سفارت د لېږدولو د چمتووالي امر کړی.

فلسطینیان وايي، ختیځ قدس د دوی د راتلونکي حکومت پلازمېنه ده.

غبرګونونه

د افغانستان ارګ ماڼۍ هم په دې اړه غبرګون ښودلی او خپلې خبرپاڼه کې ليکي: « نیول شوی تصمیم د نړۍ د ټولو مسلمانانو د احساساتو د زیانمن کېدو لامل شوی او په منځي ختیځ کې د سولې پروسه له خطر سر مخ کوي، له همدې امله په دې اړه د فلسطین له ګډون او د خپلواک دولت له حل لارې پرته هر یو اړخیز اقدام په مثبته پایله او دایمي حل لاره نه بدلېږي. د ملي یووالي حکومت او زمونږ مسلمان هېوادوال د نړۍ له ټولو مسلمانانو سره د یو خپلواک دولت لرلو په موخه د فلسطین د خلکو د برحقه غوښتنو د تامین غوښتونکي دي. بیت المقدس د نړۍ د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې په توګه چې ټولو ادیانو ته هم ارزښت لري او د هغه موقعیت باید د بین المللي قوانینو، د ملګرو ملتونو سازمان د مصوبو او د نړۍ د میلیونونه مسلمانانو د غوښتنو پر بنسټ تثبیت شي. لکه څنګه چې لیدل کېږي له نېکه مرغه د دغې موضوع په اړه نړیواله اجماع وجود لري چې د بیت المقدس په اړه یواړخیز تصمیم نه شي نیول کېدلی او د سولې په عمومي چوکاټ کې باید دایمي حل ته ورسېږي. ملي یووالي حکومت په فلسطین کې د دایمي او عادلانه سولې د تحقق لپاره له اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې سره په همکارۍ د اسلامي هېوادونو د همکارۍ او ملګرو ملتونو سازمان په چوکاټ کې په دوامداره توګه د دې پروسې ملاتړ کوي.»

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د ټرمپ دا ګام د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ د څو لسیزو د سولې له خبرو د امریکا د وتلو په معنا تعبیر کړی.

دی وايي: “قدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه پېژندل د دواړو دولتونو د منحل کېدو فرصت له منځه وړي”.

“قدس د فلسطین تلپاتې پلازمېنه ده”.

د اسلامي مقاومت د حرکت (حماس) مشر ویلي، فلسطیني ولس په داسې ځای کې دی چې ددغې دسیسې منل ورته ګران دي او یوازې له خپلې خاورې او مقدساتو د دفاع غوراوی ورپاتې دی.

سعودي عربستان ویلي، د ټرمپ ددغه ناقانونه او نامسؤولانه ګام پایلې به خطرناکې وي.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي هم ویلي، دا ګام به په سیمه کې وضعیت لا پسې کړکېچن کړي او په منځني ختیځ کې به د سولې فرصت له منځه یوسي.

عربي ټولنې هم د ټرمپ دا پرېکړه خطرناکه بللې او د سولې خبرو کې یې د امریکا راتلونکی رول مشکوک او ناباوري ګڼلی.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي ویلي، د ټرمپ دا پرېکړه د نوي پاڅون اشارې لري، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، امریکا په دې کار سره نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو میثاق تر پښو لاندې کړ.

په ورته وخت کې د اردن پاچا ملک عبدالله ویلي، دا پرېکړه د نړیوال مشروعیت له منځه وړل او د ملګرو ملتونو د میثاق ماتول دي.

د لبنان پاچا میشل عون هم ویلي، د ټرمپ دا پرېکړه د سولې بهیر ګډوډوي، خو د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د ټرمپ دغه پرېکړه د سولې د هڅو د اعدامولو په معنا ده.

د ملګرو ملتونو یوه ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، موږ تل قدس د یوې وروستۍ مسالې په توګه پېژنو، چې پربنسټ یې د دواړو خواوو ترمنځ د مخامخ خبرو ټکی بولو.

اروپايي ټولنې هم د دواړو دولتونو د منحلېدو پر لور د سولې د خبرو پیلېدل غوښتي، چې وايي د لانجې د هواري لپاره باید قدس د دواړو دولتونو پلازمېنه شي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون د ټرمپ دا پرېکړه اندېښمنوونکې بللې ده.

چین او روسیې هم د ټرمپ د دغې پرېکړې له کبله په سیمه کې د تاوتریخوالي ډېرېدو په اړه وېره ښودلې.

د بریتانیا لومړۍ وزیرې تیریزا مې ویلي، “بریتانیا د ټرمپ له دغې پرېکړې سره موافقه نه ده”، چې په وینا یې “په اسرائیلو کې به د بریتانیا سفارت تل ابیب کې وي او هلته یې د لېږدېدو هېڅ پلان نه شته”.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .