د ټرمپ ودانۍ اور اخیستی دی

۱۹ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۳۵ ب.ظ -

په نیویارک کې تیر سهار وختي د ټرمپ د اسمانڅوکې ودانۍ په پاسنۍ برخه کې اور ولګېد.

د نیویارک پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، اور د سهار په اووه بجې د ودانۍ په وروستي منزل کې بل شو.

د دې پېښې په نتیجه کې د چا د ژوبلېدو راپور نه دی ورکړای شوی.

screen shot 2018-01-08 at 72956 am

په خپره شوې ویدیو کې د ودانۍ په ۶۸ پوړ کې د اور لمبې او لوګی ښکاري.

په دې ودانۍ کې، چې د نیویارک ښار په ۷۲۱ واټ کې دی، د ګڼو شرکتونو دفترونه او هستوګنځي شته.

تراوسه د اور لګېدو علت نه دی څرګند.

 ش

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .