د ټولنيزو رسنیو څخه باید څنګه ګټه واخلو؟

۱۵ اسد , ۱۳۹۷ ,ساعت ۳:۴۷ ب.ظ -

محمدعارف رسولي لیکوال

رسولي

ټولنیزي رسنۍ لکه فېسبوک، توېټر او نور په ټوله نړۍ او په تېره بیا زموږ په ملک کي یوه نوې ښکارنده (پدیده) ده او ګورو چي زیاتو خلکو ورته مخه کړې او دا کار به نور هم زیاتېږي. ټولنیزي رسنۍ د هري نوي ښکارندي په څېر مثبت او منفي خواوي لري. موږ ته نه ښايي چي هغه یا له سره رد او یا یې له ځینو ستونزو سترګي پټي کړو. موږ باید د هغوی له ګټو او ستونزو ښه خبر سو او ورڅخه سمه ګټه واخلو او له ستونزو یې ځان وساتو. مثبتي خواوي یې دا دي چي تاسو یوه مسئله، خبر، یا کوم غوره پیغام له خپلو ملګرو او نورو انسانانو سره د هغوی د خبرولو او ګټي لپاره شریکولای سی او یا له هغوی څخه د ځان لپاره مالومات ترلاسه کولای سی. د نورو منفي خواوو تر څنګ ستره ستونزه پکي دا ده چي که ځان کنټرول نه سي، زیات وخت مو ورباندي ضایع کيږي. ځیني خلک په فېسبوک، ټويټر او نورو په کارونه روږدي سوي، له ګټور کار، مطالعې، د ګاونډیانو سره مرسته او آن د خپل اولاد له تربیې پاته دي. همدارنګه د تنکیو ځوانانو لپاه پکي یو بل زهر (قاتل) هم سته چي هغه په ټولنیزو رسنیو کي د بد اخلاقه لوڅو فلمونو او ویډیوګانو شتون دی. د ټولنیزو رسنیو له نامه څخه هم څرګندېږي چي د کاروونکو انسانانو په ټولنیزو او اجتماعي اړیکو، یو تربله او په ټولنه کي د هغوی په پېژندګلوۍ او شناخت کي خورا ستر منفي او یا مثبتي آغېزې لرلای سي. که یې څوک سم وکاروي، په کارونو کي ورته اساني او له خلکو سره یې اړیکي ښې کېږي. خو که یې په بې غورۍ سره وکاروي، د سړي شخصیت او ټولنیزو اړیکو ته ستر ستر داغونه پیدا کوي. په ټولنیزو رسنیو کي هر څوک چي وغواړي په اسانۍ سره بې له پیسو خپل نظر د خلکو، سیاست، ټولنیزو مسئلو، مدني خوځښتونو او نورو په هکله څرګندوي. نو ځیني خلک د عادت له مخي، پرته له کوم سوچ او فکر په هغو مسئلو کي نظر ورکوي چي نه پکي کارپوه وي، نه پکي کوم سم مالومات لري او نه یې چا نظر غوښتی وي. په ټولنیزو رسنیو کي بې ځایه، بېمورده، په بېخبرۍ په خلکو او مسئلو باندي په سخاوت سره د بحث کولو یو مثال دا دی چي په کوم مجلس کي یو کس د هر چا په خبره، شخصیت، ارزښتونو او کړو وړو نیوکه او تبصره وکړي، ځان پوه او تر نورو یې لوړ وبولي، چا ته د خبرو وار ورنه کړي، نو ځان سپکوي. دا فېسبوکي سخیان هم کټ مټ هماغه ستونزه ځان ته جوړوي، خو ژر په ځان نه پوهېږي او په مدار مدار د خپلو تېروتنو مزه ګوري. په ټولنیزو رسنیو کي که بېله کره شواهدو او اړینو بېلګو په کوم چا، د هغو په حیثیت، شخصیت، ګټو او وقار باندي د کوم چا له خوا د ځان غوښتني او اختلاف له کبله حمله وسي، یوازي او یوازي خپله ګوته نیوونکي ته تاوان اړوي. ځیني خلک داسي فکر کوي چي څه وخت دوی په کوم حریف په رسنیو کي حمله وکړي او عیبونه یې وشمېري، نو خلک به هغه ورټي او ده ته به افرین ورکړي. دا یوه ستره تېروتنه ده. کېدای سي ځیني بې خبره خلکو ته د هغه کس په هکله یو څه سوالونه پیدا سي خو وروسته حقایق روښانه کېږي.

محمداکبر لودین لیکوال او ژورنالیست

لودینګ

منفي نظر لرل او هغه په هر وخت کارول په وروسته پاته او شخړو وهلو ټولنو کي چېري چي زیات خلک روحي، رواني، محرومیت، عقده او نور کمښتونه زیات ولري یوه ستره ستونزه وي، ځکه خلک د ګټور کار او تلاش پر ځای په بې ځایه ناندریو وخت تېروي او سم فکر له کمو خلکو سره وي. دا یو ستر ټولنیز کمبود دی او چي زیات خلک نه ورباندي پوهېږي. د فېسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو کارونه د منفي فکر لرونکو خلکو لپاره د زړه بړاس ایستلو یوه اسانه، بې پیسو او ښه ځای دی، چي نن سبا په اسانۍ سره خلک ورته لاسرسی لري. په ظاهره داسي ښکاري چي تر مخامخ اړیکو نیولو په ټولنیزو رسنیو کي د محدودیت ستونزه کمه ده او اخلاقي او ټولنیز معیارونه د کمزوري وجدان لرونکو خلکو کړه وړه نه سي کنټرولولای. هغوی په اوږدمهال کي د خپل وقار او درنښت په لاملونو نه پوهېږي. هر څه یې چي زړه وغواړي اظهاروي یې. ځیني خو په نورو خلکو پسي په غلط ادرس بد رد وايي او له مقابلې ځان خوندي ورته ښکاري. هغوی نه پوهېږي چي دا عادت د دوی په شخصیت بد اثر کوي او هغوی په یوه غلط کار او عادت روږدي کېږي او وروسته خامخا ورڅخه دا بد عادت ښکاره کېږي او ټوله څېره یې رسوا کېږي. ځوانانو، کورنیو او والدینو ته اړینه ده چي مخکي له دې چي د هغوی د اولادونو لپاره ناوخته سوی نه وي، په دې هکله فکر وکړی، له تجربه لرونکو خلکو او پوهانو سره مشوره وکړي، تر څو خپل ځان، اولاد او خپلي کورنۍ په ټولنیزو رسنیو کي له شته بدو او ناوړو فلمونو او ویډیوګانو څخه وساتي. باید ووایو چي تل دا ممکنه نه ده چي خپل اولاد له انټرنټ، فېسبوک او نورو څخه منع کړو، ځکه هغوی کېدای سي له بل ملګري هغه ومومي، د انټرنټ کلب ته ولاړ سي او یا کومه ویډیو په لاس راوړي. نو ځکه اړینه ده چي د دې شومي ښکارندي، د هغوی د ستونزو او تاوانونو په هکله له خپلو ماشومانو او تنکیو ځوانانو سره خبري وکړو او پوهاوی یې لوړ کړو. ښه دا ده چي مدني ټولني، ملا امامان او نور د خیر خلک لومړی ستونزه او ورسره د مبارزې موثري لاري په ګده وارزوي، د مبارزې سمي لاري ورته رامنځ ته او ورڅخه سم کار واخلي. زموږ د دیني عالمانو او ملا امامانو څخه هیله کېږي چي د پخوا په څېر یوازي د فېسبوک او انټرنټ په غندلو بسنه ونه کړي، هغه د ژوند یوه نه بېلېدونکې ښکارنده سوې. هغوی باید پوه سي چي هغه ګټي هم لري او موږ یې له نظره نه سو غورځولای. خو اړینه ده چي له ستونزو یې په ګډه ځان وساتو.

عبدالقیوم عاجزخبریال

عبدالقیوم عاجز

متاسفانه په افغانستان کي ټولنيزي رسنۍ د ملي او محلي مسايلو د شاربلو لپاره يو زهر ګرځېدلی، افغانستان کي ټولنيزي رسنۍ بايد د مېشتو ګډو قومونو د یووالي، اقتصادي پياوړتيا، نژدې اړيکو، دوامداره پرمختګ، کلتوري او عنعنوي جوړښتونو شريکولو، د سيمي او ولايت پېژندلو او ښې څېړني لپاره وکارول سي او د ژوند د يوې غوره ټاکني په توګه ترې ګټه واخيستل سي، چي له امله به يې په ټوليزه توګه پرمختګ رامنځ ته  سي. خو افغانستان کي اصلاً خواله رسنيو علمي او کدري ارزښت له لاسه ورکړی او خلک پرې باور نه لري، ځيني خلک ټولنيزي رسنۍ بې ګټي او بدي بولي او وايي، چي ټولنيزي رسنۍ يې شخصيت کاروبار او ټولني ته زيان رسوي، چي په رښتيا سره داسي نه ده، ځکه دا رسنۍ يوازي د يوې نژدې او پرمختللي نړۍ د رامنځ ته کولو لپاره په يو بې ساري لګښت جوړي سوي، چي نوره نړۍ کي يې کاروونکي يوازي د هيواد ساتني او شخصيتونو د پنځوني لپاره کاروي، نو افغانستان کي دا موضوع برعکس، ټولنيزي رسنۍ د لته خلک په مستعارو نومونو د نفاق، توهينولو او شخصيت وژلو لپاره کاروي، چي دې زهرو ته ورته فعلونه دي. د حيرانۍ خبره دا چي په دې برخه کي يوه اندازه پيسې هم مصرفوي، د لته محمود لګيادی چي د احمد کوم عيب او کمزوري په څومره بدو الفاظو تر خلکو ورسوي او خلک په دې لټه کي دي بې له دې چي د احمد ستونزه او نيمګړتياوي په ګوته کړي، بد قضاوت وکړي، داسې کړني د وکړو تر منځ نفاق، کرکه او لېري والی رامنځ کوي، چي عواقب يې بد او زهر پاشونکي دي او بايد مخ نيوی يې وسي. ولي منفي افکارو ته لومړيتوب ورکول سوی؟ دا ځکه چي يو خو انټرنټ او عصري ټکنالوژي په افغانستان کي خپل لومړی قدم ايښی او له بل پلوه يې ټول کاروونکي په ملي او علمي روحيه سمبال نه دي، د ښه او بد درک له يوې اوږدې تجربې وروسته کوي، چي بيا ډېر ناوخته سوی وي. د دې زهرجنو پدیدو مخنيوی د ټولنيزو رسنيو په بندېدو نه سي کېدلای، خلک بايد شعور واخلي، تر څو د ‌خواله رسنيو بد نوم ښه سي. ځوانان او لوستي کسان دي د خپلي انرژۍ يوه کوچنۍ برخه د عامه ذهنیت په روزلو کي تېره کړي، د يووالي شخصيت او ټولنيزو رسنيو په برخه کي دي مالومات وړاندي سي، د خلکو د منفي عملونه او زهرجنو کړنو د زيان په هکله دي خبرتيا او وړان وينه وسي، د يوه هيواد ښې راتلونکي کي دي د رسنيو رول و څېړل سي، چي د وخت په تېرېدو سره دا ستونزي له منځه ځي.

عبدالولي ذهین د حقوقو پوهنځۍ محصل

ذهین

ټولنیزي رسنۍ اوس مهال د ژوند لپاره یوه اړتیا ګڼل کېږي، ټولنیزي رسنۍ په انساني سره په ژوند کي د ډېر ارزښت درلونکي دي. پرته له دې ژوند ناپوه، تیاره او بې خونده پاتي کېږي. د ټولنیزو رسنیو څخه باید مثبته، مشروع او قانوني ګټه واخیستل سي. د بېلګي په ټوګه کله چي یو خبریال غواړي چي یو خبر جوړ او په نشر یې ورسوي، یا یو نطاق یوه خپرونه چلوي تر هر څه وړاندي باید په ژورنالیستیکي اصولو او اخلاقو پوه واوسي. د خلکو حریم ته درناوی، بې پرې پاتي کېدل، د ټولني استازیتوب او د خپلي ادارې اصولو ته درناوی خپل مسؤلیت وګڼي. کله چي د ټولنیزو رسنیو څخه د ګټي اخیستلو موضوع مطرح کېږي، باید په داسي یوه مثبته طریقه ګټه ترې واخیستل سي، چي نه مو خپل وخت ضایع کړی وي او نه مو هم اورېدونکو، لیدونکو او لوستونکو ته داسي څه وړاندي کړي وي، چي د دین، عقیدې، عرف او عاداتو، ازادۍ، ابرو او عزت پر ضد واقع سوي وي. د ټولنیزو رسنیو له لاري باید هغه خبرونه، معلومات او نظریات نشر سي، چي پر څلورو ارکانو استوار وي لکه عینیت، صحت، حقیقت او واقعيت. بله مهمه موضوع دا ده چي ټولنیزي رسنۍ باید په داسي خپلواکۍ سره وکاروو چي د افغاني ټولني له رسم او رواج، عقیدې، مذهب او ازادۍ سره په ټکر کي ونه اوسي. نن سبا لوېدیځوال د فکري جګړې په موخه ټولنیزي رسنۍ د مسلمانانو په مقابل کي د يوې وسلې په توګه کاروي، چي په یو نه يو ډول ټولنیزي رسنۍ د پروپاګند، تبلیغ او افواوو په نشرولو سره د مسلمانانو د دین او عقیدې پر ضد په اسلامي ټولنه کي د فحشاء او بې حیایي په خورولو سره هڅه کوي، تر څو د مسلماني طبقې ځوانان تر خپل فکري انحصار لاندي راولي چي دا ډېره خطرناکه جګړه ده او ځوانان باید ورسره محتاط واوسي. په ډېر تاسف سره باید ووایم چي نن سبا مو ډېرۍ رسنۍ د افغاني فرهنګ په خلاف نشرات کوي لکه د بربنډو انځورونو نشرول، د ښځینه نطاقانو د حجاب نه مرعاتول، د غربي سریالونو ډېرښت او غیرمعیاري خپروني هغه څه دي چي د ټولنیزو رسنیو مثبت کارول یې نه شو ګڼلای. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او بل هر هغه ارګان چي د رسنیو په برخه کښي فعالیت کوي مسؤلیت لري چي هغه نشرات چي د دین فرهنګ او ټولني په ضرر تمامېږي، پر ټولنه منفې اغېزې لري باید مخه یې ونیسي. همدارنګه د بیان له آزادۍ څخه هم د اسلامي شریعت او قانون په رڼا کي استفاده وسې.

محمدانيس خان قومي مشر

انیس خان

تر هر څه وړاندي درنو هيوادوالو او په تېره د ټاټوبي اخبار لوستونکو ته سلام او درنښت وړاندي کوم. زه په دې باور يم، چي ټولنيزي رسنۍ تر ډېره د يوې عقيدوي او پر رواجه ټولني د ملا د تير حيثيت لري او تر ډېره منطقوي انقلابونه په لوړه سطحه د همدې ټولنيزو او ملي رسنيو ثمره ده، چي په سمه کارونه يې هيواد ته د پاچاخان غوندي وياړلی انقلاب وربښي او په ناسمه کارونه يې امان الله خان غوندي ککرۍ راپرزوي، چي لسيزي وروسته يې ارمان کوو. زه د ټولنيزو رسنيو د کاريدني پر محور يوه يادونه غواړم وکړم، هغه دا چي موږ د يوې سنتي جامعې اوسېدونکي يو او تر ډېره تر ځان او مال راته هر څه اسلام او ملي ارزښتونه اوليت لري، ولي متاسفانه د يو لړ خارجي افکاره طبقې افغان الاصله کارکوونکي د دې رسنيو کارونه د ځينو ارزښتونو په خلاف کوي، چي دا به د ستر خنډ سبب سي، موږ يو داسي وياړلی الهي قانون لرو، کوم چي د نړۍ هيڅ قانون ترې بهتري نه لري او که د دې د پلي کېدا لپاره کار وسي، دا به مو لاسته راوړنه نه، بلکي دنيوي او اخروي ګټه وي. زما ټولو ټولنيز فعالو ته دا توصيه ده، چي څو قدمه تر ديموکراسۍ لا وړاندي مه ځئ او د خپلو ارزښتونو قدر وکړئ، په تېره بيا په بې سره فېسبوک کي.

نورولي سعید شینواری لیکوال او ژورنالیست

شنواری

ټولنیزو رسنیو د تفریح تر څنګه د بازارموندني، سیاست او مدني فعالیتونو په برخه کي اهمیت پیدا کړی. د پاکستان انتخاباتو نتایج د ټولنیزو رسنیو نتیجه ده، د امریکایي استخباراتو په وینا، روسیې د ټرمپ د بریا لپاره شپیته زره اکاونټونه وکارول. او موږ ګورو چي د عربو پسرلی هم ټولنیزو رسنیو چېري بریالی او چېري ناکام کړ. افغانستان کي آن تروریستي او مذهبي مسایلو ته دا رسنۍ وکارول سوې. هند کي ټولنیزي رسنۍ د کاروبار او پیسو ګټلو وسیله ګرزېدلې. افغانستان کي د ټولنیز شعور په پورته بېولو کي فېسبوک بنیادي رول لوبولی دی. خو حکومت خپلي څوکۍ د فېسبوکي ذهنیت مطابق ساتي، وېشي یې او استخدام، انفکاک هم د فېسبوک په زور کېږي. زموږ د فکري کړزو زور باید اوس دا وي چي پر فېسبوک ټولنیز شعور ته وده ورکړي. او د نظام د اصلاح لپاره دغه راز د ترهګرۍ ضد فېسبوک تر ټولو مثبته لار وګرځوي. فېسبوک افغانان له کتابه لېري کړي دي، خو د کتاب هومره څه یې لا نه دي ورکړي. فېسبوک باید د خلکو د جهانبینۍ او د حکومت د عملنامې کتاب وګرځوو .

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .