د پارلماني نوماندانو د چاڼولو هڅي څنګه ارزوئ؟

۱۰ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۵۷ ق.ظ -

 حشمت الله ننګ د پوهنتون استاد

ننګ

پارلماني ټاکني او د خلکو اندېښنې! هغه نوماندان چي خلک يې د جنايت، فساد، بشري حقوقو او د قانون په نقض تورونه او پورونه د ټاکنيزو شکايتونو تر کمېسيون پوري د مستندو شکايتونو په ډول رسولي وي، ياد کمېسيون به د خپل طرزالعمل له مخي څېړي او تر جرمي تثبيت او تحقيق وروسته به يې د نوماندانو له نوملړه لېري کوي. اوس د اکثريت عامو افغانانو اندېښنه دا ده چي تر ډېره بايد دا تريخ حقيقت ورسره ومنو. د هيواد په ځينو ولايتونو او لېرو پرتو ولسواليو کي داسي نوماندان وجود لري، چي په مافيا او په سرسخته جنايتونو کي ښکېل او ککړ دي چي په وړاندي يې عام خلک څه چي محلي حکومتداري يې هم د جنايتونو په اړه د ږغ اوچتولو توان او جرئت نه سي لرلای. او که ټاکنيزه فضاء هم د ټاکنو په معينه ورځ لږ خړه پړه سي، دا بايد هېر نه کړو، د تېر په څېر به په خلاص تقلب ولس ته د محبوبو او واقعي استازو پر ځاى همدا … . ککړي څېرې د ملت کور (پارلمان) ته لاره پيدا کړي. د ولس چوپتيا د د يموکراسۍ اصل نسي کېدای او نه يې هم چوپتيا پر فاسدو نوماندانو د رضايت او خوښۍ په مانا څوک د تعبير حق ځان ته ورکولاى سي، په اصل کي مو خلک د محلي زورواکو، جنايتکارو، مفسدو او غاصبو اشخاصو د انحصار په کړۍ کي راګير دي. د ټاکنو خپلواک کمېسيون او حکومت بايد ژر تر ژره په مشترک ډول د د غو سرخته جنايتکارانو په بربـنډولو کي پر يوې بلي اساسي او بنسټيزي حلاري کار وکړي، تر څو حداقل د ولس اندېښنو ته ځواب ويونکي واوسي. د سوکاله او يو متمدن افغانستان په هيله!

هلال عاجز لیکوال

عاجز

د هيواد پر داسي حاکميت چي د مخالفينو په ځپلو کي پاتي راغلى، نو زما له نظره که چېري ځانته نور جنجالونه جوړ نه کړي، دا به ښه کار وسي. زه وايم که چېري دولت له ځانه خپل هغه اتباع چي پر نفوسه هم دي، په داسي حساسو شرايطو کي خپه او د ځان رقيبان جوړ کړي، نو دا به يې د ځان لپاره غټ سر دردى جوړ کړى وي، که غواړي چي حاکميت هم ولري او لانجې هم پرې کمي سي، نو بايد داسي طرحه ورته جوړه کړي چي دوى که چېري کوم معيار يا شرط نه وي پوره کړى، نو پر هماغه اساس دي له ليسته په موقت ډول وايستل سي او هغه نيمګړتيا يې چي درلوده ورته په نښه، څو دوى يې په لنډ وخت کي پوره او بيرته په ليست کي اضافه سي، د ځينو کانديدانو نومونه له ليسته داسي هم اېستل سوي چي مخالف رقيب کانديد يې هغه څوک راپيدا کوي چي لانجه ورسره لري، هغه حمايه کوي او وايي خپل حق دي ورڅخه وغواړه، عريضه پرې وکړه، کله چي پرې عريضه وکړي، هغه په قانوني ډول تر عدلي تعقيب لاندي نيول کيږي او له ليسته يې نوم وځي، که دغه د خداى د رضا لپاره و، موږ به منلې وای، چي سم کار دى، حق دي حقدار ته وسپاري، خو نه دلته رقابت مهم دى او خلک نه غواړي خپل رقيب ترې مخکي سي. په عمومي توګه وايم چي دولت دي يوه نېغه خو نرمه لار ورته وټاکي، که ممکنه وي چي کانديدانو ته له اوله ووايي، خپله هغه نيمګړتيا چي لری يې پوره کړي. په آخر کي مي له هيوادولو هيله دا ده چي دولت او حکومت ته ژمن پاتي سي، څو هيواد مو ښېراز او آباد سي.

الحاج بوراغا کاروان راتلونکو پارلماني ټاکنو ته نوماند

کاروان

پارلمان د ولس کور بلل کېږي. هر څوک چي پوه او په مسائلو اګاه سړی وي ولسي جرګې ته د تللو حق لري، چي جواز ئې ولس ورته ورکوي. زما په نظر، کاندیدان څلور ډلي دي: یوه ډله نوماندان د ګوندونو او احذابو څخه معرفي کېږي؛ دوهمه ډله ئې هغه دي چي خپلي غلاوي پکښي پټوي؛ درېیمه ډله ئې خپلي توري پيسې (قاچاق) خوندي کوي او څلرمه ډله ئې خپلواک نوماندان دي چي د ولس په غوښتنه او پخپله سپېڅلې اراده راولاړ سوي دي. دغه څلرمه ډله اصلاً د ولس سره د همدردۍ او د وطن سره د ملي احساس له مخي غواړي چي د ولسي جرګې له ادرسه ځان ولس ته ثابت کړي. زه به تر دې دمخه چي اصلي موضوع ته ولاړ سم د ټاکنو په باب د بي بي سي راډیو سره د یوې مرکې لنډه یادونه وکړم: د بي بي سي خبریال د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له مشر څخه پوښتنه وکړل چي تاسي ولي د ولسي جرګې و نوماندانو ته هیڅ شرایط نه لری؟ رئیس: موږ لیسانس او یا یوه دوره د وکالت شرط ورته ایښی و، چي بیرته خلکو غاو وکړ چي یا موږ ډېر خلک لرو چي نه لیسانس دي او نه ئې هم وکالت کړی، خو په مسائلو اګاه او پوه خلک دي؛ دوی هم حق لري چي د ولسي جرګې دالان ته ننوځي. مرکه اوږده وه زموږ ئې له داغه ځای سره کار دی. دلته د شرایطو نه درلودل خلکو ته د نوماندۍ یوه لو دروازه پرانیزي چي خپله یو ډول ګډوډۍ ده. اوس نو هر څوک د دغه جواز له مخي زر جعلي یا نیمه اصلي تذکرې پیدا کوي او له هغه چا سره دغي مبارزې ته راوځي چي هغه هم اهل دی، هم اګاه دی، هم تحصیل لري، هم په نړيوالو مناسباتو پوهېږي، هم د ولس قوي ملاتړ لري، په دغه ګډوډۍ کي یو لوی تاوان دا دی چي د ولس استازی به رښتینی نه وي؛ بلکي ډېر غله او مفسد کسان به د دوی استازولي وکړي. نو د دغه ګډوډۍ د مخنیوي له پاره تر ټولو مؤثره لار چاڼ دی چي د دوی له منځه هغه کسان چي د وکالت او یا بلي وظیفې په وخت کي ثابت نه دي پاته سوي لېري کړي؛ مثلاً یو کس په ډېر کوچني موقف کي تر (۵۰) زره ډالر د فساد قضیه لري، نو تاسي فکر وکړئ چي که دغه کس په لوړ موقف کي وي؛ نو به څونه فساد وکړي؟ د دوی د ایسته کولو تر ټولو غوره لار د دوی د فساد د دوسیو څېړل او د ټاکنو له لیست څخه د دوی د نوم پاکول دي. زما نظر او ټینګار دا دی چي له لیست څخه د نوماندانو د نومونو د لېري کولو په برخه کي سیاسي برخورد ونه سي. د دوی نومونه باید د قوي اسنادو پر اساس وایستل سي. زه په دې برخه کي له سلقوي برخورد سره هم سخت مخالف یم چي (سمېع) دي نه يې او (شفېع) دي يې. او ټول هغه شکایتونه دي په سم ډول وڅېړل سي چي د نوماندانو په اړه د شکایاتو له کمېسيون سره پراته دي. که د چاڼ پروسه چي نوماندان له ټاکنو لېري کوي هم په درواغو وسي، نو بیا خو ولس پر مځکه هیڅ دوست نه لري. نو دغه پروسه باید له هري بدنامۍ څخه وساتل سي.

 

نصيب الله ذاهد ځوان ليکوال

ذاهد

په ﺩې وروستيو کلوﻧﻮ کي په ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ کي ﺑﻌﺪ ﻟﻪ ډېره ﻭﺧﺘﻪ يوه ﻧﻮې مفکوره ﺯېږېدلې ﺍﻭ ﺍﻗﺘﺪﺍﺭ ﺗﻪ رسېدلې ﺩﻩ. ﻟﻪ ﻫﺮ څونه جنګونو، ﻧﺎﺧﻮﺍﻟﻮ، ﺩﺭﺑﺪﺭيو ﺍﻭ ﻗﺎﻧﻮﻥ شکنيو ﺳﺮﻩ ﺳﺮﻩ يوه بېله هيله ﺍﻭ ډېره ﻗﻮﻱ ﺍﺭﺍﺩﻩ ژﻭﻧﺪ کوي، چي ﻭﺭﺳﺮﻩ ئي په ﺯﺭﻫﺎﻭو ﻧﻮﺭﻭ هيلو ﺗﻪ ﺳﺎﻩ ورکړې. ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ چي ﺩ ﺧﺎﺭﺟﻲ ﺩښمنانو، څنګي ميراث ﺧﻮﺭﺍﻧﻮ ﺍﻭ ﻣﺮﺯﻱ دښمنانو ﺳﺮﻩ ﺳﺮﻩ په ﺩﺍﺧﻞ کي ﺩ پنډ لنډه ﻏﺮﯾﺯﻡ، ښکروري مافيا، جنګي جنايت کارانو ﺍﻭ ﺑﺪ ﻣﺎﺷﺎﻧﻮ څخه ﺳﺨﺖ ﺯﻭﺭېږﻱ او ﻭﺭﺳﺮﻩ ﺩﻟﺘﻪ ﺩ ﻭﻟﺲ وينه ﻫﻤﺪې ﺗﻮﺭو ډﻟﻮ ﻭچه کړې.

ﺩ څو لسيزو راهيسي ﺩ بېچاﺭﻩ ﻭﻟﺲ وينه زبېښي ﺍﻭ خپل حيواني ﻋﻤﻞ ﺗﻪ لومړيتوب ورکوي، چي ﻫﻤﺪﺍ حيواني ﺧﺼﻠﺘﻪ، ﻓﻮﭺ ﻣﻐﺰﻱ ﺍﻭ ځان غوښتونکي ﺩ ﺑﻠﻲ سيارې ﻣﻮﺟﻮﺩﺍﺕ ﻧﻪ ﺩﻱ، ﺩ ﻫﻤﺪې ﻭﻟﺲ په ﻭينه ﺍﻭ ﻣﺎﻝ چاﻍ ﺳﻮﻱ ﻣﺸﺮﺍﻥ ﺩﻱ، چي ځيني ئي په پارلمان، ﯾﻭ څو ئي ﺳﻨﺎﺗﻮﺭﺍﻥ، ﯾﻭ ﻭنيم ﭘﺭ ښاﺭﻭنو وېشل ﺳﻮﻱ واليان ﺩﻱ؛ ځيني ئي بيا په کلونو خېټور ﺧﺎﻧﺎﻥ ﺍﻭ يو څو  ﻧﻮﺭ بيا ﺩ کوڅو لنډه ﻏﺮﺍﻥ، پوډريان ﺍﻭ ټرن ﺑﺪﻣﺎﺷﺎﻥ ﺩﻱ، ﺩﺍ ﻣﺨﻠﻮﻗﺎﺕ ﭘﺭ ﻫﻤﺪې مځکه غټ ﺳﻮﻱ، چاﻍ ﺳﻮﻱ ﺍﻭ ﺍﻗﺘﺪﺍﺭ ﺗﻪ ﺭسېدلي، ﻟﻪ څه ﻧﺎڅه ﻣﺮﺩﺍﺭ ﺍﻭ خيرن ژﻭﻧﺪ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ئي ﺍﻭﺱ ﺩ ژﻭﻧﺪ آخري سلګۍ ﺩﻱ. ﺧﻮ يو سپينږيرﻱ ﻭﻟﺴﻤﺸﺮ ﺗﺮ ﻏﺎړﻩ نيولي؛ ﺩﻭﻫﻢ ﻣﺤﺸﺮ ئي ﺑﺎﻧﺪﻱ ﺟﻮړ ﮐړﯼ، ﺩ ﻭﻟﺲ ﺩ ويني ﺍﻭ ﻣﺎﻝ ﺣﺴﺎﺏ ﺍﻭ کتاب ځيني ﻏﻮﺍړﻱ ﺍﻭ په ﻧﻮﻣﺎﻧﺪﺍﻧﻮ کي ﺩ چاڼ سيستم ﺩ روښانه ﺭﺍﺗﻠﻮنکي ﺍﻭ ښه حکومتولۍ ښه ﭘﯿﻝ کېداى سي.

ﺩ حکومت ﺩﺍ کار ﺑﻪ په ﻭﻟﺲ کي حتماً څه ﻧﺎڅه ﻏﺒرګوﻧﻮﻧﻪ ﻭﻟﺮﻱ ﺍﻭ حکوﻣﺖ ﺑﻪ ﻫﻢ ﺣﺘﻤﺄ ﻭﺍﺭ ﻟﻪ ﻣﺨﻲ ﻫﺮ عکس ﺍﻟﻌﻤﻞ ﺗﻪ ﺗﺎبيا نيولې ﻭﻱ، ځکه ﺗﺮ ﺍﻭﺳﻪ ﻻ ﺩ ﻭﻟﺲ ﻋﺎﻡ ﺷﻌﻮﺭ ﻫﻮﻣﺮﻩ ﻧﻪ ﺩی، چي ﻟﻪ خپل منځه ﻏﺎﺻﺐ، ﻏﻞ ﺍﻭ ﻗﺎﺗﻞ ﺭﺍﻭﺑﺎﺳﻲ ﺍﻭ ﻗﺎﻧﻮﻥ ﺗﻪ ئي وسپاري ﺍﻭ يا ﻫﻢ ﺩﻟﺘﻪ ﻗﺎﻧﻮﻥ ﺩﻭﻣﺮﻩ غښتلى ﻧﻪ ﺩی، چي ﺩ کمزوري په ﺧﻮﻟﻪ ﺯﻭﺭﻭﺭ ﻭنيسي ﺍﻭ خپل ﻋﻤﻞ ﺑﺎﻧﺪﻱ ﺟﺎﺭﻱ ﮐړﻱ. ﺩ ﺩې ﺗﺮ څنګ ﻭﻟﺲ ﻫﻢ ﺍﻭﺱ په کمه ﺍﻧﺪﺍﺯﻩ ﺩ ﻭﺭﺑﺸﻮ ﺍﻭ ﻏﻨﻤﻮ ﺩ بېلوﻟﻮ فکر کړﯼ؛ په ﻭﮐﯿﻻﻧﻮ کي ﺩ چاڼ سيستم ﻫﻢ ﻫﻤﺪﺍ فارﻣﻮﻝ ﻋﻤﻠﻲ کوي؛ ﺍﺻﻠﻲ خدمتګاران، ﺭښتيني بچيان، ﺩ ﻭﻟﺲ ﺧﻮﺍﺧﻮږﻱ ﺍﻭ پاک ﻭکيلان ﯾﻭې ﺧﻮﺍ ﺗﻪ ﺍﻭ ﻏﻠﻪ، ﻗﺎﺗﻼﻥ، ﺟﺎﺳﻮﺳﺎﻥ ﺍﻭ ﻏﺎصيباﻥ بيا ﺑﻠﻲ ﺧﻮﺍﺗﻪ کوﻱ ﺍﻭ ﺩ ښې ﺭﺍﺗﻠﻮنکي لپارﻩ ﻧﻮﺭ ګاﻣﻮﻧﻪ ﺍﺧﻠﻲ.

ﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﻭﻟﺲ چي ﺣﺪﺍﻗﻞ ټولنيز ﺍﻭ يا ﻫﻢ سياﺳﻲ ﺷﻌﻮﺭ ﻟﺮﻱ ﻟﻪ ﺩې چاڼه ﺧﻮښ ﺍﻭ ﺳﺨﺖ ﻣﻼﺗړ يې ﮐﻭﻱ.

رفېع الله سیال مدني فعال

سیال

 د پارلمان د راروانو ټولټاکنو لپاره د نوماندانو په نوم لړ کي چاڼ کول او له دې لیست څخه د مافیایي وکیلانو، غاصبینو، غلو، په فساد کي ښکېلو او د شخصي ملېشو لرونکو نومونه لېري کول هغه څه دي چي زموږ د ځوانانو هیلي یې ژوندۍ کړي دي او پر دولت يې د عامو خلکو باور زیات کړی دی. په دې لیست کي چاڼ کول زموږ د هیواد په راتلونکي پارلمان ډېره ښه آغېزه کوي، ځکه: چي د پارلمان دنده د قانون جوړول او د دولت له کارونو څخه په درست ډول نظارت کول دي نو؛ چي په داسي مهمو څوکیو هغه اشخاص چي د تېر پارلمان د ډېری وکیلانو په څېر د مافیا، قاچاقبرۍ، د انتحاریانو د انتقال او په ځانګړي ډول په فساد کي ښکېل نه وي یوه ښه پایله به ولري. زه د یو عادي افغان په حیث د انتخاباتو د کمېسيون د دغه اقدام هرکلی، ملاتړ او ستاینه کوم او په دې هیله یم چي دغه چاڼیز بهیر ته دي لا دوام ورکړل سي. د دې لپاره چي د همدې پارلمان له ادرسه زموږ هیواد د پرمختګ او خدای ج مه کړه د بهران پر لور تلای سي چي تېري ناخوالي یې ښکاره بېلګي دي. د یو پاک او سپېڅلي پارلمان لپاره دا ډول اقدامات لازمي دي او لا هم وخت لرو چي د نماندانو د چاڼ کولو لپاره پرې کار وسي، له بلي خوا دغه چاڼیزي عملیې چي زما هیلي څومره ژوندۍ کړی دي، نو په دې یواځي زه پوهېږم او همدا ډول د هیواد نور لوستي او ځوان قشر هم احساسوم چي په ډېرو مجالسو کي ما د یاد کار له امله د دوی احساسات اورېدلي، نو ښه په زغرده وایم چي دغه اقدام د ځوان توکم هیلي راژوندۍ کړي دي.

محمدابراهيم عبرت مدني فعال

غبرت

زما باور دا دی چي حکومت د ولس هماغه ځای موندلی چي ترې دردېږي. د ولس تمه هم له حکومت څخه دا ده چي د هغو زورواکانو مخه دي په دې وروستي پلټر کي ونیسي چا چي د ولس په رایو خېتي وکړې، ځمکي یې غصب کړې او اوس هم د ولس لپاره سري درد دي او هم د حکومت لپاره ناعلاجه سرطان. حکومت هم منتظر دی چي په انتخاب کي دي دیقت وکړي. له قوم، ژبي، سمت او نورو خپلویو پرته دي غوره استازي وټاکي. خو! دااندېښنې هم سته چي ګویا حکومت به له جوړجاړي کار واخلي . او یا ممکن ځینو فشارونو ته غاړه کښېږدي. په دې کي هم شک نسته چي ممکن په وروستي لیست کي بهرنیان لاسوهنه وکړي. موږ هیله مند یو چي حکومت به له توپیر پرته د ټولو هغو مخه ونیسي چي قانوني موانع لري. او په دې برخه کي به د ولس د ارمانو تابعت وکړي. نو! هیله سته چي دا ځل به سرخوږی نه، بلکي یوه قانوني مقنینه قوه ولرو، خو د جوړجاړي خبري هم نه سي ردېدلای.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .