د پاکستان خارجه وزیر له نوو وړاندیزونو سره کابل ته راځي

۲۰ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۴۱ ب.ظ -

رسنۍ وایي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو نوی وزیر شاه محمود قریشي له یو شمېر نویو وړاندیزونو سره کابل ته راتلونکی دی .

ویل شوي، چې قریشي به په نیږدې ورځو کې کابل ته راشي.

یو شمېر پاکستاني دیپلوماتانو المان غږ رسنۍ ته ویلي، چې قریشي له نوو وړاندیزونو سره کابل ته ځي .

د دغو وړاندیزونو په اړه څه نه دي ویل شوي، چې پرڅه مسئلو را څرخي.

دا د بهرنیو چارو د نوي وزیر په توګه د قریشي لومړنی سفر دی، چې له پاکستانه بهر یې کوي او هغه هم کابل ته راځي.

pp

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .