د پاکستان يو شمېر مذهبي مشرانو امريکا سره د اړيکو د پرېکون غوښتنه وکړه

۲ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۱۴ ق.ظ -

وروسته له هغه چې امريکا د افغانستان لپاره خپله نوې ستراتېژي اعلان کړه، پاکستان کې يې توند غبرګونونه پارولي دي.

په ياده ستراتېژۍ کې پر پاکستان يو شمېر نيوکې هم شوې وې.

د پاکستان يو شمېر ديني عالمانو غوښتنه کړې چې د امريکا سره بايد اړيکې پرې شي.

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې ځینو دیني عالمانو په خورا امن فضا کې امریکا ته ګواښونه وکړل او ویې ویل چې د امریکا د سټراټيژۍ کلک ځواب باید ورکړل شي.

رویټرز خبري اژانس لیکلي چې د سمیع الحق په شمول یو شمېر دیني عالمانو د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې په یوه غونډه کې د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې “تروریست بلل شوېو” کسانو په وړاندې مبارزه دې بنده کړي او د امریکا د وروستي دریځ کلک ځواب دې هم ورکړي.

43946A2E-F702-426B-A090-ACF442B7A00F_w1023_r1_s

له سمیع الحق سره په دې خبري غونډه کې ګڼ نور مخور مشران هم ناست وو چې د پاکستان له حکومت سره یې اړیکې نه شلېدونکې بلل شوي دي.

د حرکت المجاهدین ممنوع اعلان شوې ډلې موسس او د انصار العلما ډلې اوسني مشر فضل الرحمن خلیل هم په خپل وار امریکا ملامته کړه.

هغه وویل، امریکا ۱۶ کاله جګړه وکړه خو اوس چې ماته شوې پاکستان ته د انتقاد ګوته نیسي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .