د پاکستان څخه د راستانه سويو کډوالو لپاره بايد څه وسي؟

۱۳ حمل , ۱۳۹۶ ,ساعت ۲:۴۶ ب.ظ -
انجنير محمدعظم، د کډوالو چارو رئيس زه بايد ووايم چي موږ هيواد ته د بيرته راستنېدونکو کډوالو له پاره منظم اقدامات په نظر کي نيولي دي، چي د هغه اقداماتو له جملې څخه موږ د دغو راستنېدونکو له پاره د اوسېدو کورونه په نظر کي لرو، چي په نږدې راتلونکي کي به دوى ته په منظمه توګه ووېشل سي. چون کومه ځمکه چي موږ د دوى له پاره په پام کي نيولې ده، هغه کمه ده او د دوى له پاره بسنه نه کوي او موږ په دې مورد د ولايت مقام څخه د شپږ زره جريبه نوري ځمکي تقاضا کړې ده او همدا راز موږ د دوى له پاره د ټول ولايت په کچه او همدا راز د زدخله ارګانونو په مرسته او همکاري کومېټې جوړي کړي دي، چي هغه دولتي او غيرولتي موسسات چي په افغانستان کي د بېځايه سويو له پاره کار کوي، هغه هم زموږ سره په ې برخه کي همکار دي.
انجنير محمدعظم

انجنير محمدعظم

د راستنېدونکو د ستونزو په اړه بايد ووايم، کله چي ياد کسان خپل هيواد ته راستنېږي، نو دوى په لومړي قدم کي د سرپناه د نه شتون څخه کړېږي او په دوهم قدم کي د دوى د کار ستونزه ده، چي دا کسان بايد پر کار شي او د دوى له پاره صحي، خوراکي… خدمات برابر سي. بسم الله پښتونمل; ليکوال او ژباړونکى دا چي ميليونونه افغانان د جګړو او ناامنيو له امله په پاکستان او نورو ګاونډيو هيوادونو کي مهاجر وو، ځکه يې نو اوس بيرته راستنېدل د هيواد لپاره ښه زېری دی. دا هغه افغانان وو چي د يرغلګرو پر وړاندي د جګړې لپاره يې ځان او مال دواړه قربانۍ ته ورکړل، په حقيقت کي د دوى دا بې ساري ځان تېرېدنه د ستايني وړ ده او دا چي اوس بيرته خپل هيواد ته راستنېږي له خپل ټاټوبي سره د دوى مينه ښيي.
بسم الله پښتونمل

بسم الله پښتونمل

افغان دولت او ټولو افغانانو ته پکار ده چي د دوى ښه راغلاست په ښه ډول وکړي، تر څو له خپلي خاوري سره د دوى مينه لا نوره هم زياته شي او هغه هيلي چي دوى يې د راتګ پر مهال لري خاوري نه شي. د تګ راتګ پر مهال اسانتياوي، د کار روزګار موندل، د استوګني ځای، په ښوونځيو کي د دوى د ماشومانو شاملول، د دوى له ترلاسه کړو استعدادونو او مهارتونو په سيمه ييزه او ملي کچه استفاده کول، په کليوالي او سيمه ييزه کچه د پرمختيايي کارونو په اړه ورسره مشورې کول او دوى د خپل وجود او خپل ملت برخه ګڼل هغه لازم کارونه دي چي راستنېدونکي يې هيله من کړي او حق يې دي، ځکه نو ولس او حکومت يې بايد سرته ورسوي. په بېلابېلو هيوادونو کي د کډوالو اوږدمهالي مېشتېدنه د دې سبب شوې چي هغوى د افغانستان د سياسي او نظامي مخالفينو او حتی دښمنو هيوادونو د ناوړه تبليغاتو تر تاثير لاندي راشي او په ذهن کي يې ځيني نا سم فکرونه ځای ونيسي، ځکه نو د دغو تبليغاتو د خنثی کولو او درواغ ثابتولو لپاره پکار ده چي د راستانه شويو افغانانو سره د اسلامي لارښوونو، انساني خصلت او درنو افغان رواجونو مطابق رويه وشي، راغلو افغانانو ته د ژوند په بېلابېلو برخو کي د ممکنو اسانتياو برابرول له يوې خوا ټولنيز يووالی ته لاره هواروي او له بلي خوا هغه زموږ وروڼه چي لا هم په نژدې يا لېري هيوادونو کي مهاجر دي دې ته لېواله کوي چي بيرته خپل هيواد ته راستانه شي. د افغانستان په ستونزو هر څوک پوهېږي، ځکه نو راغلي مهاجر هم بايد له دولت څخه په هغه اندازه توقع ولري، څومره چي په اوسنيو شرايطو کي ممکن وي، تر څو د دوى د مايوسۍ او پر دولت د فشار سبب نه شي. احمدشاه قادري مدني فعال د پاکستان څخه د راستانه سويو کډوالو لپاره بايد څه وسي؟ زموږ په هيواد کي د تېرو څو کلونو جنګ او جګړو ډېر هيوادوال راڅخه شهيدان ټپيان او معيوب کړل او ځيني هيوادوال مو بيا اروپايي او همسايه هيوادونو ته مهاجر سول، چي د نوي حکومت په راتلو سره د ځينو همسايه هيوادو څخه چي په هغه کي پاکستان هيواد دى ډېر کډوال راځي او راستانه سول او اوس يې هم لړۍ روانه ده، چي زموږ زيات هيوادوال خپلو سيمو ته راځي. د افغانستان دولت د اساسي قانون د څوارلسمي مادې د د دوهمي فقرې د حکم په تطبيقولو مکلف دى (دولت مستحقو اتباعو ته د استوګنځای د برابرلو په منظور او د عامه ملکيتونو د وېش له پاره د قانون د حکمونو سره سم او د مالي امکاناتو په حدودو کي لازم تدبيرونه ونيسي ) دې مادې ته په کتو سره دولت د نافذه قوانينو مطابق ولس ته د سرپناه، تعليم او د ژوند د نورو اسانتياوو په برابرولو کي مکلف ګڼل کېږي، اوس سوال دلته دی هغه هيوادوال چي د پاکستان هيواد څخه خپلو مېنو ته راځي او غواړي په خپل هيواد کي د پخوا په شان ژوند ته ادامه ورکړي، ولي زيات راستنېدونکي هيوادوال د ياد سوو سهولتونو څخه بې برخي دي او تر دا مهاله هيڅ داسي اسانتيا وي نه دي ورته برابري سوي، چي موږ يې د دوی د ژوند په سمولو کي مفيد وګڼو. دلته سوال دا دى آيا؟
احمدشاه قادري

احمدشاه قادري

د افغانستان دولت تر دا مهاله يوه منظمه پالېسي د راستنېدونکو له پاره نه لري؟ که يې لري، نو ولي يې تر دا مهاله نه ده پلې کړې؟ د افغانستان دولت بايد د راستنېدونکو له پاره هر اړخيزه او منظمه پالېسي ولري او د دې پا لېسۍ په تطبيق کولو کي د هغو اسانتيا وي ورته برابري کړي، چي د راستنېدونکو ژوند کول ورته آسانه او د هيواد په پرمختګ کي برخه واخلي، چي دا به نه يوازي د دوی له پاره ګټور تمام سي، بلکي د هيواد په امنيت، سوله او آرامي کي هم يو ګټور ګام وي، چي زموږ هيوادوال سوکاله او آرام ژوند ولري. معلومه خبره ده، چي دا به د هيواد او سيمي په برمختګ کي يو مثبت ګام وي. که چېري پالېسۍ جوړوي، خو تطبيق کېږي نه، دا به د راستنېدونکو پر راتګ منفي تاثير وکړي او هغه منفي تاثيرات به دوام کوي، چي پر امنيت او سوله يې تر دا مهاله سورى غوړولى دى. زموږ د اوسني دولت څخه هيله ده، چي د راستنېدونکو هيوادوالو له پاره داسي اسانتياوي برابري کړي چي راستنېدونکي هيوادوال بېله دې چي مجبور سي په خپله خوښه خپل هيواد ته راستانه سي. د يو آباد او سوکاله افغانستان په هيله! جمعه خان خوشحال، د کندهار ښار اوسېدونکى لومړى خپل سلامونه او نېکي هيلي وړاندي کوم! د پاکستان او ايران څخه چي کوم مهاجرين راځي او يا هم راروان دي، د دوى لپاره بايد د کندهار د مهاجرينو رياست پوره امادګي ونيسي، چي دوى ته په کندهار او يا نورو سيمو کي مځکي يا کورونه ورکړي، يا د کندهار تجاران يا سرمايه داران بايد د دوى غم وخوري. په اول سر کي بايد دوى خېمې او د کور د ضرورت سامان ورګړي، ځکه دوى ډېر زحمتونه تېر کړي دي. زموږ په خپل ملک کي بايد دوى زهير نه شي، نو د کندهار والي صاحب، د کندهار د مهاجرينو د رياست څخه مو دا غوښتنه ده چي د راستنېدونکو افغانانو غم په ټينګه وخوري، دا ځکه چي دوى ډېر تکليفونه او زحمتونه تېر کړي دي. نو راسئ چي د راستنېدونکو افغانانو څخه پخپله پوښتني وکړو چي پر دوى څه زحمتونه تېر شوي دي او نور نه غواړو چي پر دوى نور تکليفونه تېر شي.
جمعه خان خوشحال

جمعه خان خوشحال

د کندهار د ولس او همدا راز د کندهار د علماوو، د کندهار د وکيلانو، د کندهار دامنيه قومندان صاحب، د کندهار د ټولو تجارانو، د کندهار د سرمايه دارانو څخه مو دا غوښتنه ده، چي د دې غم ځپلو هيوادوالو لاسنيوى وکړي. دا زموږ وروڼه دي، زموږ خوېندي دي زموږ پلرونه دي، نو موږ او تاسو ته په کار ده چي ورسره مرسته وکړو، په کورونو کي ځاى ورکړو. پاکستان زموږ د هيوادوالو کورونه ويجاړ ګړل، افغانان يې ډېر ووژل، ډېر يې بې کوره ګړل او رابه سو بلى خبري ته او هغه دا چي ايران زموږ ډېر افغانان په دار ګړل، ايران بيا افغانان په ډېرو تورونو په دار کړل. اى افغانانو ولي نه پوهېږو؟ ولي مو خپل ښايسته وطن پرېږدى او نورو هيوادونه ته ځى. د ټولو افغانانو څخه مو دا غوښتنه ده چي خپل وطن مه پرېږدى، دا ګل وطن افغانستان ستاسي خپل کور دى، نو راسئ خپل کور ته، نور مي د لوړپورو چارواکو څخه دا غوښتنه ده چي د دې کسانو غم وخوري او دوى ته ځمکي ورکړي، تر څو دوى ته ځمکي ورکول کېږى تر هغوى پوري بايد دوى خًېمې ورکړي. د کندهار د مهاجرينو د رياست څخه مو داغوښتنه ده چي د مهاجرينو غوښتني پر ځاى کړي. اسدالله کاکړ، د زابل د ولایتي شورا مرستیال لکه څرنګه چي تاسي خبر یاست چي په دې دوو کلونو کي د ګاونډي هيواد پاکستان څخه په زرګونه افغاني کډوالي کورنۍ بیرته هيواد ته راستانه شوي دي او دا لړۍ اوس هم په ښه جوش سره روانه ده، نو د دوی لپاره باید افغان دولت په لومړي سر کي د سرپناه ځایونه جوړ کړي، تر څو دوی استوګن سي، په دوهم قدم کي باید دولت د دوی لپاره د کار او زده کړو زمینې برابري کړي، تر څو دوی د خپل کور په څنګ کي په کار هم بوخت سي، لکه څرنګه چي تاسي پوهېږى تر اوسه پوري چي افغانستان ته د ګاونډیو او د سیمي د هيوادونو څخه افغان کډوال بیرته افغانستان ته راستانه سوي دي، دولت یې په اړه تر اوسه پوري هیڅ اقدام نه دی کړی،
اسدالله کاکړ

اسدالله کاکړ

تر څو دوی ته د سرپناه د ځایونو تر څنګ د زده کړي او کار کولو فرصتونه برابر سي، نو دا ډېره لويه ستونزه ده چي اوس راستانه سوي کډوال ورسره مخامخ دي، موږ له افغان دولت څخه غوښتنه کوو چي د کډوالو د وزارت له لاري دي راستانه سوو کډوالو ته د سرپناه ځایونه او د کار او ټولنیزو چارو د وزارت له لاري دي ورته د کار د پیدا کولو د پوهني د وزات له لاري دي ورته د زده کړو په برخه کي فرصتونه برابر کړي. عبدالستار هوتک، مدني فعال د مهاجرت ژوند پاى ته رسول او خپل وطن ته را ستنېدل مو د نېکمرغۍ، سرلوړۍ او پرمختګ سبب ګرځي. دا چي خوشبختانه زموږ هغه افغانان وروڼه چي د کورنيو جګړو له کبله له خپل خوږ هيواد څخه محرومه سول او د کړاوونو ډک د مهاجرت ژوند يې په برخه و، نن ورځ خپل کور، خپل هيواد او خپل ټاټوبي ښايسته افغانستان ته د ډېرو اميدونو، هيلو او خوښيو سره مل راستنېږي. موږ ته لازمه ده چي درناوى او عزت يې وکړو،
عبدالستار هوتک

عبدالستار هوتک

د هغوى سره د خپل وس او توان په مطابق په هره برخه کښي پوره پوره همکاري وکړو، خصوصاً د کورونو او استوګنځايونو د مياشتني کرايې پر برابر، د هغوى مظلوميت په پام کي نيولو سره هغوى ته کمه کرايه يوه ستره همکاري ده. تجارانو وروڼو تاسو ته لازمه ده چي د هغوى لاسنيوى وکړى او ورته د خوراکي، سونګ او استوګني ځاى په برابرولو کښي ځانونه ونه سپموى!  دولت ته لازمه ده چي د هغوى سره هر راز همکاري او مرسته وکړي، په خاص ډول هغوى د کار د پيدا کولو په برخه کښي، تر څو هغوى د راتګ څخه وروسته لاله هانده او سرګردانه نه وي، پر هغوى باندي يو ځل سرګرداني د تازه مهاجرت له کبله تېره سول، خو دا ځل راځئ چي په ګډه سره لاسونه سره يو کړو او د خپلو وروڼو د راتګ لپاره هر اړخيزه مرستي ته چمتو واوسو. د يو آباد، سوکاله، سولي ډک او سرلوړي افغانستان په هيله!  

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .