د پاکو اوبو د څښلو ۷ حیرانوونکي ګټي!

۱۹ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱:۳۷ ب.ظ -
راټولوونکی: صدیق پیژاند
۱: دسردردی د تسکین لامل کیږي.
کله چي د انسان د بدن اوبه کمي وي،د انسان د سردردی لامل کیږي؛ خو د اوبو په څښلو سره تنده رفع او د سردردی د تسکین لامل کیږي
۲: د انسان د فکرکولو او تمرکز د زیاتوالي لامل کیږي.
د دماغ په ساختمان کي په زیات مقدار اوبه وجود لري؛ نو په د ماغ کي د اوبو کموالی د تمرکز او فکر کولو د کمښت لامل کیږي
۳:د وزن د کمښت لامل کیږي.
اوبه دبدن میتابولیک ضایعات چي شحم هم پکي شامل دي،له بدن څخه محو کوي او همدارنګه انسان ته د مړښت احساس ورکوي ترڅو کم وخوري.
۴:د هضمیت سبب کیږي.
د اوبو د نه څښلو په پایله کي هضمي ناروغی لکه قبضیت رامنځته کېږي
د پاکو اوبو د څښلو ۷ حیرانوونکي ګټي!

د پاکو اوبو د څښلو ۷ حیرانوونکي ګټي!

۵: د پوست د نرمښت لامل کیږي.
ددې لپاره چي پوست ښکلي ښکاره سي، رطوبت مهم دي؛ اوبه د پوست په رطوبت کي مستقیم رول لري.
۶: د عضلاتو د شخی د مخنیوی سبب کیږي
۷: د مسمومیت د مخنیوي لامل کیږي.
اوبه د بدن زهري مواد د حجراتو څخه نورو انساجو او له هغه ځایه د بدن څخه خارج ته انتقالوي چي په دې میکانیزم د مسمومیت د مخنیوي لامل کیږي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .