د پرینکا چوپړا یواځې لاسي ساعت ۴۰ لکه روپۍ قیمت لري

۱۰ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۳۹ ق.ظ -

1

د هندوستان د ماليې وزارت له پرینکا چوپړا غوښتې، چې د خپلې شتمنۍ مالیه ژر تر ژره تسلیم کړي. په پرینکا پسې د مالیې ټولولو ادارې له لورې زیات بیل راغلی. د مالیې وزارت وايي، چې د پرینکا چوپړا یواځې لاسي ساعت ۴۰ لکه هندي روپۍ قیمت لري؛ موټر يې ۲۷ لکه هندي روپۍ شوی. پرینکا چوپړا د بالیووډ سربیره په هالیووډ کې هم لوبیږي، چې زیات عاید يې له هغه ځایه هم دی. بل پلو پرینکا وايي، چې موټر او لاسي ساعت يې ورته ځینو کمپینو ډالې کړي او ددې په پیسو نه دې شوي. خو د هند حکومت وايي، چې مهمه نه ده، چا ورته ډالې کړی او یا يې هم پیرلی؛ مهمه داده، چې پرینکا باید ددې اجناسو مالیه ژر تر ژره ورکړي. که پرینکا چوپړا د خپل عاید دا مالیه ورکړي، زیاته به تاواني شي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .