د پښتنو روان پاڅونونه به څومره د جګړې پر درېدو او له دغه تپل سوي جګړې څخه په خلاصون کي مرسته وکړي؟

۲۶ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۲:۵۶ ب.ظ -

غفوراحمد جاوید – د سیاسي چارو کارپوه

ghpor javid

له تېرو څو لسیزو راهیسي پښتانه په مختلفو نومونو وژل کېږي او د نړۍ د پرمختګ څخه پاتي دي، خو په وروستیو کي چي کومه څپه د پښتون وژني لپاره د اسلام تر نامه لاندي جوړه سوه، په حقیقت کي ډېره زیانمنه او ویجاوړونکې ده، ځکه پښتانه نه یوازي دا چي خپل ژوند له لاسه ورکوي، په مقابل کي یې خپل فرهنګ، جایداد هم او بله زیانمنوونکې برخه یې دا ده، چي د اسلام په نامه یې هره ورځ د کفر په فتواوو هم وژني او دا د کفر فتواګاني د هغه چا لخوا صادرېږي، چي د اسلام هیڅ اصولو ته ژمن نه دي او دا پروژه یوازي د پښتنو د مهارولو او د پاکستاني فوځ د پروژو د پلي کولو لپاره ده او له دې لاري غواړي، چي په پاکستان کي هر څه یوازي د پنجاب واوسي، نه د بل کوم یو قوم او ولس لپاره او بدبختانه پنجاب په تېرو څو لسیزو کي پښتانه یوازي نړۍ ته ترهګر وروپېژندل او داسي یې معرفي کړل، چي دوی د نړۍ د پرمختګ د روان بهیر سره د یو ځای کېدلو جوګه نه دي او د دوی عقیده یوازي په جګړې او انسان وژني باندي ده، نه په پرمختګ او مدنیت باندي. حال دا چي پښتانه د مدنیت زرګونه کلونونه تاریخ لري. نو دا چي اوس پښتانه راجګ سوي دي او په دې برخه کي خپل حقوق غواړي او هغه هم په سوله يیز ډول، دا له ځانه سره دوه پيغامونه لري: لومړی پيغام یې دا دی، چي د پاکستان فوځ دومره پښتانه وټکول، چي پښتانه مجبور سول، له اوږد ځنډ وروسته راویښ سول او د دې ناروا جګړې پر ضد یې قدم پورته کړ، چي دا مسئله کولای سي د پاکستان فوځ خپلو کړنو ته متوجه کړي او خپله پالیسي تغیر کړي، ځکه دوی پوهېږي چي د اسلام په نوم پښتون وژني پروژې ته نور ادامه نه سي ورکولای او نوی نسل د دې څه چي دوی یې د اسلام په نوم باندي جهاد بولي، پر ضد دي او نوی نسل نور غواړي چي د هره ورځ وژلو، کورونو ورانولو څخه خلاص سي. دوهم دا چي پښتنو په دې حرکت سره نړۍ ته دا پيغام ورکړ، چي پاکستان فوځ نه یوازي دا چي په سیمه کي ترهګري پالي، بلکي ټول غیرپنجاب قومونه او ولسونه د دې لوبي قرباني کوي او هغه ادعا چي دوی وايي، پښتانه ترهګر دي بې ځایه ده او دا ادعا یوازي دوی د دې لپاره کوي، چي د پښتنو د وژني لپاره نړیواله توجیه پیدا کړي، خو په حقیقت کي دا نه ده او د پښتنو روان بې تشدده لاریونونه هغه څه روښانه کوي، چي پښتانه په مدنیت باور لري او پښتانه په دې باور دي چي د روا حقوقي لارو څخه خپل حقوق غواړي او ترلاسه یې کړي. نو نړۍ باید اوس د پښتنو دې غوښتني ته لبیک ووایي او د ملګرو ملتونو په چوکاټ کي باید د پښتنو او بلوچو دواړو داعیې واورېدل سي او دوی ته باید نور خپل حق ورکړل سي .

 

محمداکبر لودین – لیکوال او ژورنالیست

lodin

د هلمند پرلت درې خبري واضح کړې: یو دا چي د مدني حرکت په اهمیت او ارزښت باندي پوهه یوازي تر کابل او یو نیم بل ولایت پوري محدوده پاتي سوې نه ده او اوس د هلمند غوندي لېري او جنګ ځپلي ولایت اوسېدونکي هم موثر مدني فعالیت ته اقدام کولای سي. بله دا چي له جګړې نفرت دومره زیات سوی دی، چي خلک د انتحار او انفجار خطر مني، خو میدان ته راوځي او پر جګړې لعنت وایي. له جنګ څخه کرکه دومره زیاته سوې ده، چي د هلمند په تاریخ کي په اول ځل ښځو هم د احتجاج خېمه ودروله. درېیم حقیقت دا دی، چي د طالبانو په دریځ کي یو څه بدلون راغلی دی او د افغانستان د خلکو په مقابل کي یو څه نرم سوي دي. په تېرو کلونو کي داسي راپورونه ډېر خپاره سوي دي، چي طالبان د خلکو سرونه غوڅوي، ژوندی کس په موټر پوري تړي او په کشولو-کشولو یې وژني، د رایه ورکولو په ګناه د یو چا د لاس ګوتي پرې کوي او د خلکو د ګڼي-ګوڼي په ځایونو کي انتحاري حملې کوي. نن سبا طالبان ډېر لږ د داسي حملو مسؤلیت په غاړه اخلي، چي عام خلک پکي وژل کېږي. که څه هم د طالبانو شدید مخالفان وایي، چي طالبان اوس هم عام خلک وژني، خو تر پخوا هوښیار سوي دي او تاریخ ته د خپلو ظلمونو دوسیه نه غټوي، مګر که بې طرفانه قضاوت وکړو، نو باید ووایو چي د یوې ډلي خلک که په دې پوه سي، چي په ظلم باندي شرم پکار دی، دا یو مثبت پرمختګ دی. په تېرو څو کلونو کي په سیاسي لحاظ هم د طالبانو په نظرونو کي فرق راغلی دی. که څه هم تر اوسه پوري د طالبانو په سیمو کي د نجونو له مکتبونو سره مخالفت کېږي، خو حد اقل په خوله باندي اوس د نجونو د تعلیم مخالفت نه کوي او دا د دې مانا لري، چي طالبان اوس په دې پوهېږي چي د نجونو له تعلیم سره مخالفت بده خبره ده. دغه راز یو وخت به طالبانو نوري ډلي نه منلې او هر څه یې د ځان لپاره غوښتل. د امریکایي عسکرو تر راتلو دمخه چي په افغانستان کي د طالبانو د اقتدار په وخت کي بیا هم جګړه وه او د افغانانو ویني تويدلې، لوی علت یې دا و چي طالبانو نوري ډلي نه منلې او د میم زر ما واړه زما فارمول یې خوښ کړی و، مګر د ملا منصور له زمانې راهیسي په طالبانو کي له دې جهته هم یو توپیر راغلی دی او حد اقل په تیوریک لحاظ دې ته چمتو سوي دي، چي له نورو افغان ډلو سره شریک ژوند ولري. حقیقت دا دی، چي که له عامو خلکو سره د طالبانو په چلند کي یو څه نرمښت نه وای راغلی، نو خلکو به دا جراات نه و کړی، چي راټول سي او د حق اواز اوچت کړي.

 

عصمت الله بلال احمدزی – ژورنالیست

ahmadzi

طالبانو ویلي دي، چي د پرلت کسان دي موسی کلا ته نه، بلکي ښوراب ته لاړ سي او له امریکایانو دي وغواړي، چي له افغانستان څخه ووځي، چي جګړه ختمه سي. د طالبانو د استدلال کمزوري دا ده، چي که واقعاً د امریکا حضور جنګ ته مجبور کړي وي، نو جنګ یې باید له امریکایانو سره وي، نه د افغانستان له اردو او پولیسو او خلکو سره. د طالبانو په روانه جګړه کي که چېري یو نیم امریکایي د تصادف له مخي وژل سوی وي، نور خو ټول افغانان وژل کېږي. په افغانستان کي د سړک ړنګول، د مکتب سوځول، د برېښنا د لاین غوڅول او دغسي نور اعمال په افغانانو باندي فشار دی که په امریکایانو باندې؟ بله خبره دا ده، چي که طالبان واقعا هم د امریکا د حضور په خلاف جګړه کوي، نو دا حضور خو له هند سمندر څخه هم ادامه پیدا کولای سي. کله چي په افغانستان کي د طالبانو حکومت ړنګېده، په افغانستان کي امریکایي عسکر نه وو. امریکایانو د طالبانو د حکومت او پوځونو د تباه کولو لپاره له بحر هند څخه د هوا له لاري حملې کولې. دا خو هغه حقایق دي چي د افغانستان خلکو او ټولي دنیا په سترګو لیدلي دي. نو که طالبان د امریکا د عسکرو د ایستلو په پلمه هم په افغانستان کي خونریزي ته ادامه ورکوي، پلمه یې سمه نه ده، ځکه په افغانستان کي خو امریکا کولای سي چي د هند سمندر له لاري هم حضور ولري. مقصد دا چي که طالبان واقعا غواړي چي د امریکا نظامي حضور په افغانستان کي ختم کړي، نو لاره یې جنګ نه دی، بلکي سیاست دی. او په سیاسي لحاظ دې مقصد ته د رسېدو لپاره پکار ده، چي طالبان حداقل د افغانستان له خلکو او حکومت سره اوربند وکړي او داسي منطق وړاندي کړي، چي امریکایانو ته د حضور پلمه پاتي نه سي. د هلمند د پرلت له اواز سره مخالفت او له اوربند سره مخالفت به د هغه چا په ګټه وي، چي په اسلام اباد کي ناست دي او د افغانستان د ختمولو پلانونه لري، د هغه چا به هم په ګټه وي چي د خاش رود او کمال خان او کجکي بندونه د ځان په تاوان ګڼي او البته د هغه چا به هم په ګټه وي، چي د جنګ د ادامې له برکته د پوډرو کاروبار کوي، یا ځمکي غصبوي او حرامي پیسې ټولوي، خو له اوربند سره او سولي سره مخالفت یقیناً د افغانستان، د افغانانو او بالاخره د اسلام په تاوان دی.

 

معین سحر ستانکزی – مدني فعال

stanikzai

 زموږ وژل له ۵۰ کلونو راهیسي د جنت ګټلو په نوم د اجرتي قاتلانو لخوا روان دي. موږ ته له اجرتي قاتل څخه د دوی پالیسي جوړوونکي او تمویلوونکي ډېر مضر دي. په دې مانا چي پاکستان نه، امریکا موږ ته لوی سرخوږی دی. ولس ته باید وویل سي، چي پروژه امریکا پاکستان ته ورکوي، پاکستان زموږ له بې وقوفه ملایانو او طالبانو څخه د پروژې په تطبیق کي ګټه اخلي. زموږ پاڅونوال او د روان ناورین د ختمولو مبارزین باید دا ټکی له پامه ونه غورځوي. طالب، ملا او نور غلط کارول کېږي، موږ ته لازمه ده، چي د پروژې د سون موادو په حیث طالب ته قناعت ورکړو، چي نور د ځان د استعمالېدو لړۍ پای ته ورسوي، ځکه چي د دغه کار دوام د افغانستان بربادي ده.

 

عبدالهادي عمري – د حقوقو پوهنځي محصل

umary

په سیمه يیزه کچه به شاهد تر یوحده دا کار د پښتني دود او کلتور له مخي، چي د تاریخ په اوږدو کي تر ډېره پرېکړي په جرګو او مرکو سره سوي دي تاثیر وکړي، خو اوسنی جنګ داسي نه دی چي پیل او پای دي يې د افغان ولس په واک وي. دا تر لمر سپینه ده، چي د جنګ لوري څوک دي او د جنګ په لمبو کي سوزي څوک. دا جنګ داسي ساده جنګ نه دی، چي زموږ د کلیوالو تر منځ به پېښېدی، چي د حل او فصل لپاره به یې کلیوال سپین ږیري راټول سوه او د دوی تر منځ به يې فیصله وکړه. دا جنګ زموږ لپاره اور، مرګ او دربدري ده، ولي نړیوالو ښکرورو ته په دې کي حلوا وېشل کېږي او هر یو خپله برخه ترلاسه کوي. د دې حللاره دا ده، چي یواځي نه د پښتون، نه د تاجک او نه د بل قوم په نوم څوک حرکت پیل کړي، باید د یو مسلمان په نوم اتفاق وکړي او د دې ستونزو د حل لپاره یو سوله يیزه او معقوله طرحه جوړه کړي.

داؤد سليمي – د ځوانانو فعال

salimi

د هیواد روان حالت ته که ژوره کتنه وکړو، په پرتلیزه توګه موږ په اقتصادي جګړه کي ښکېل یو، ځکه د نړۍ په سطحه سياستونه دي، چي موږ یې قرباني کېږو، آخر، تر څو او ولي؟

ولس ولي منځګړیتوب نه کوي؟ د دې سوالونو ځوابونه د هیواد هر لوی او ماشوم ته څرګند دي، ولسونه ځکه منځګریتوب نه سي کولای چي د جګړې لومړۍ ستره قرباني ولس ورکړه او هم د ولس پر ډار او وېره کار وسو، چي دا لړۍ تر اوسه هم دوام لري، ځکه ولس د منځګړیتوب جرآت نه سي کولای. اوسني ولسي پاڅونونه تر ډېره آزاد او سپېڅلي نه دي، ځکه پیل به یې د نیک احساس له مخي سوی وي، مګر ځیني کړۍ د خپل کریډیټ د ډېرېدو په موخه، په ولسي پاڅونونو کي ګډون کوي. لومړی دي دا پاڅونونه پاک او سپېڅلي کړل سي، په هیواد کي دي عنعنوي جرګې پیل کړل سي، د زده کړي پر بنیادي رغښت دي د ښارونو نيولې بیا تر سیمو اساسي کار وکړل سي، تر څو په ولسونو کي د هیوادپالني حس ژوند سي. څنګه چي وینه په ویني نه مینځل کېږي، همداسي کورنۍ جګړه په جګړې نه ګټل کېږي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .