د پکتيکا د استناف څارنوالۍ نوي مشر دنده پيل کړه

۱۶ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱:۲۶ ب.ظ -

عبدالمتین نورزی د چهار شنبې په ورځ د پکتیکا والي له لوري د استناف څارنوالۍ کار کوونکو ته د رسمي رئیس په توګه معرفي شو.

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د پخواني رئیس اسدالله وزیري کړي خدمات وستایل او زیاته یې کړه چې تر ډېره حده یې د قانون په تطبیق کې خپلې هڅې ترسره کړې.

ښاغلي وحدت وویل، په اداره کې تغیر او تبدیل د حکومتوالۍ یو اصل دی او په وینا یې دا چار د کارونو د لا ښه والي په موخه ترسره کیږي.

24774825_430790507353318_1245906861555659807_n

پکتیکا والي د استناف څارنوالۍ نوي رئیس عبدالمتین نورزي ته چې پخوا یې د کندهار د استناف په څارنوالۍ کې دنده لرله د ښه راغلاست ترڅنګ له خپله اړخه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او ترڅنګ یې هغه ته سپارښتنه وکړه چې خپلې ټولې کړنې د ولسونو د رضایت په موخه د قانون په چوکاټ کې ترسره کړي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .