د پیرمحمد کاروان نوی شعر

۱۳ ثور , ۱۳۹۷ ,ساعت ۵:۵۸ ب.ظ -

ka

بیا ابلیس راوتی و، د اور د سېلابونو پاڼې یې وې سوې د موسکا د کتابونو

زړونه یې پېیلي په اغزیو د پولادو خټې یې تپلې وې پر مخ د ګلابونو

غوڅ غوڅ وو پراته د سرودونو اندامونه مراندې مراندې پرې وې د ژوندون د ربابونو پېغلې مرغلرې او زلمي زلمي مرجان یې اه دانې دانې وو د ښکلا د دریابونو مات په کې منظر د خوږې مینې د جمال و تیږو کړی برید و د یاقوتو پر قابونو څوک چې بچي وژني د افغان جنت وطن مې وایې ړوې ربه د دوزخ په عذابونو بُورې ورارې اوښکې تکې سپینې یتیمانې امن غواړي ربه په دې سپینو ثوابونو پټ په کې سَتاره د کاروان د وطن ویر دی ویې ساته ستر د غزل د حجابونو ۱۱- ثور- ۱۳۹۷ د ثور د لسمې غمیزې ته

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .