د ځوان ټولنیز بنسټ او د باچا خان د فکر لارویو مطالعاتي ناسته!

۱۸ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۷:۰۴ ق.ظ -

راپور: نقیب شفق –
شنبه ۴/۱۱/۲۰۱۷
د لومړي ځل لپاره په ننګرهار کې د ځوان ټولنیز بنسټ غړو او د باچا خان فکري لارویانو لومړنۍ مطالعاتي ناسته په (بغدادي پير) ناول ترسره کړه.
په یاده ناسته کې د ځوان ټولنیز بنسټ مشر غازي عابد، د بنسټ غړو:  نقیب شفق، صحت سمسور، عطاالله صافي، حامد سلیم سنګر او د ژورنالېزم پوهنځي فارغ التحصیل شاکرالله رشاد برخه اخیستې وه.
د مطالعې د دغه لړۍ په پیل کې راغلو برخه والو د بغدادي پير کتاب پر ټاکلو موضوعاتو خبرې وکړې او د ناستې په پای کې د ګډونوالو ترمنځ ازاد بحث تر سره شوه.
نقیب شفق د لومړي فصل پر ورسپارل شوو موضوعاتو خبرې وکړې؛ هغه په پيل کې د بغدادي پير کتاب پر ارزښت وغږېد او په اوسنیو شرایطو کې یې ځوانانو ته ددغه کتاب مطالعه شدیده اړتیا یاده کړه. نوموړي وویل، د بغدادي پير کتاب له ناویولو مسايلو د ځوان نسل مطالعه د تېرو ترخو تجربو یو ښه سبک دی او د دا ډول ګټورو کتابونو لوستل د مسایلو د درک ترڅنګ د وګړو په ټولنیز شعور او د راتلونکې لپاره په ښه تصمیم نیونه کې پوره همکاري او مرسته کوي.
shh
نقیب شفق د وخت پاچا ته په اشارې وویل، اعلیحضرت شاه غازي امان الله خان د افغانستان رښتینی خواخوږی او خادم و، امان الله خان ددې هېواد د پرمختګ لپاره په قوي عزم د خپلو پراخو ستراتیژیو د عملي کولو لومړني اساسي کارونه پیل کړي و او غوښتل یې چې دا هېواد د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په کتار کې راشي، خو له بده مرغه د وخت مضرو کړیو د خپلو شومو توطیو په زور دې لوی ارمان ته تر رسېدو پرېنښود او له ګران هېواده یې وتلو ته مجبور کړ، چې بلاخره له وطنه لرې په ایټالیا کې یې د ژوند پور ادا کړ او ومړ.
شفق زیاته کړه، په افغانستان کې د پوهې د کچې ټيټوالي او د زده کړو روان تت بهیر لا هم بهرنیو کړیو ته په دغه هېواد کې د لاسوهنې فرصتونه برابر کړي، چې بهرنیان ددغې زاویې څخه په ګټنې خپلو شومو موخو ته د رسیدو لپاره د بغدادي پيرانو پر مټ کار کوي.
د ناستې بل ګډونوال صحت سمسور هم پر یاد کتاب خپل یادښتونه ولوستل او د غازي امان الله خان د هغه وخت پرمختګونو ته یې کتنه وکړه. نوموړي وویل، غازي امان الله خان د خپلې واکمنۍ په دور کې خلکو ته د وطن دوستۍ احساس ورکړ، تعلیمي برخې ته یې جدي پاملرنه وکړه، له نورو هېوادونو سره یې دوستانه اړیکې پراخې کړې، سوداګرو ته یې له نورې نړۍ سره د نښلولو اسانتیاوې رامنځ ته کړې، پوځي، اقتصادي، کلتوري، مطبوعاتي، کرنیزې او ځینې نورې برخې پرمختللې شوې.
د ناستې ځینو نورو برخوالو هم د کتاب اړوند خپلې تبصرې وړاندې کړې او د ناستې په پای کې د ځوان ټولنیز بنسټ مشر غازي عابد د دغه مطالعاتي راټولېدنې ارزونه وکړه.
نوموړي د مطالعې دا لړۍ یو ابتکار او هیله بخښونکی عمل وباله او دا چاره یې ځوانانو ته د مثبت فکر په انتقال کې یو رغنده ګام یاد کړ.
غازي عابد د دا ډول موثره ناستو د دوام د دوام ډاډ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه، چې د مطالعې د فرهنګ په دودولو کې به خپلې هېڅ راز هڅې ونه سپموي. یاده دې وي، چې زمونږ په ټولنه کې د مطالعې کمرنګه فرهنګ ته په کتو دا لړۍ پیل شوې او موخه یې په ځوانانو کې د مطالعې سره لېوالتیا پیدا کول او د مطالعې فرهنګ ته وده ورکول دي. په پای کې د ټولو ګډونوالو په اتفاق د راروانې مطالعاتي ناستې لپاره د شفیع الله تاند ( تا وګټله ) ناول وټاکل شو.
 

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .