د ځیګر د روغتیا لپاره له ځینو خوړو ګټه واخلئ!

۹ عقرب , ۱۳۹۷ ,ساعت ۳:۰۵ ب.ظ -

حمیدالله حميدي

نن سبا ډېر خلک د ځیګر د غوړو پر ناروغۍ اخته دي. د دې ناروغۍ نښې دا دي چې ناروغ د ستړیا احساس کوي، وزن یې ورځ تر بلې کمېږي او جسمي ځواک له لاسه ورکوي. له بده مرغه پر دې ناروغۍ ډېری د لوړ عمر کسان اخته کېږي.

دا چې څه ډول کولی شو له دې ناروغۍ ځان وژغورو، په دې لیکنه کې مو ورته اشاره کړې ده:

۱- له لیمو ګټه واخلئ

 هر سهار په اوبو کې لیمو واچوی او ویې څښی. تروش لیمو د ځیګر د غوړو لپاره ګټور دي او روغتیا مو تضمینوي.

۲- له زنجبیل څخه ګټه واخلئ

 هغه کورنۍ چې په خپل پخلي کې په ورځني ډول له زنجبیل څخه ګټه اخلي، د ځیګر له ناروغۍ په امن کې دي.

۳- شین چای وڅښئ

kabed-salem

 شین چای څښل په ځیګر کې د غوړو د غوټه کېدو مخه نیسي او په ټوله کې د دې ناروغۍ درملنه کوي. د چین خلک په دې اند دي چې شین چای د ځیګر د سرطان مخه هم نیسي.

۴- له سویا څخه ګټه واخلئ

 روغتیا پالان د هغو کسانو لپاره د سویا سپارښتنه کوي چې د ځیګر پر ناروغۍ اخته وي. نباتي پروټین د حیواني پروټینونو په پرتله ګټور دي او د ځیګر د ناروغۍ لپاره ښه نسخه کېدای شي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .