د چارواکو اختلافات / یو بدیل حکومت ته زمینه!

۱۴ قوس , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۲:۵۲ ب.ظ -
لیکنه: احمدولي صـــیاد
د ملي وحدت حکومت د لوړ پوړو چارواکو پرله‌ پسې استعفاوو او له دندو ګوښه کېدو ، ملت ته اندېښنې را ولاړې کړي دي او له بله خوا  سیاسیونونو ته یې هم یو لړ پوښتنې پیدا کړي .
له بله پلوه  د راتلونکي پارلماني ټاکنو بریالي، ناکامه او نتیجو ته په انتظار د نوماندانو ځينو غړو هم د لوړپوړو چارواکو په پر‌له‌ پسې استعفاوو خپله اندېښنه ښودلې ده او دغه چاره یې د یو ښه مدیریت د خلا د رامنځته کېدو لامل بللی.
په دغه هیواد کې د ملي وحدت حکومت د یو لړ لانجو او ګروېږنو په پایله کې منځته راغلو چې دغه دولت بیا د یو ډول ډلو او څو ډوله ايډیالیزمه خلکو ته په لاس کې ورکړ.
دا چې دوی پخواني اختلافات لرل، نو د حکومت د یو شمېر دریځونو مقابل کې یې په را برسیره کولو لاس پورې کړ ، او د چارواکو تر منځ  پرتې ستونزې  راوولاړې او بر بنډې شولې.
د ملي وحدت په حکومت کې د روان حالت د ټینګښت او کابو کولو لپاره کومه هیله نه تر سترګو کيږي. او نه نړیوال  په دې فکر کي دي چې دغه حکومت دې د نوم په شان(ملي وحدت) باثباته و اوسي .
اوس نو د ملي وحدت حکومت ته خپل منځي اختلافات د بې چاره ولس بمباري کیدل،  اختطاف او د ملي اردو تر قربانیو  مهم دي.
نو همدغه علت دی چې د هیواد اکثره برخي د طالبانو تر ولکې لاندې دي .
که د دولت دغه اخلافات دوام ومومي ، کیدای شي چې د طالبانو ساحې نورې هم پراخه شي او حکومت په یوه محدوده نقطه کې قرار ولري.
له بله خوا ولس هم د ملي وحدت د حکومت څخه نور تر پوزې راغلی.
  که چیرته د ملي وحدت حکومت خپلو نیمګړتیاوو ته د پای ټکی کې نه ږدي، نو ملت به یې د بدیل حکومت لپاره غور او لاره پیدا کړي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .