د چاه بهار بندر فعالېدل افغانستان ته څومره گټور دي؟

۳۰ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۲۷ ق.ظ -

میاګل وثیق – ليکوال

چاه بهار بندر د ایران په سويل ختیځ ايالت (سيستان – بلوچستان) کي پروت دی. د ستراتيژيک موقعیت له مخي، دغه بندر د عمان خلیج پر غاړه، د هرمز ستراتيژيک تنګي ته نږدې او د هند سمندر یوه برخه ده، چي کابو ۱۴زره هکتاره مساحت او په لویه کچه پکي د لویو بېړیو چلېدني او لنګر اچوني وړتیا لري. په ۲۰۰۳ کال کي چي کله په هند کي د “بي جي پي” ګوند حکومت و، د هند د لومړي وزیر اټل بهاري واجپايي په دوره کي د ایران له حکومت سره د دغه بندر جوړوني په اړه هوکړه‌لیک لاسلیک شو. افغان حکومت هم د دغه هوکړه‌لیک برخه و، مګر پر ايران د نړيوالو بنديزونو له کبله، د دغه بندر د پراختيا هوکړه وځنډېده. د دغه بندر د هوکړي له ځنډېدو سره سره، هند د زرنج-دلارام سړک پر جوړوني کابو ۱۳۵ ميليونه ډالره لګولي، چي د نيمروز ولايت مرکز له چاه بهار بندر سره نښلوي او کار يې په ۲۰۰۹ کال کي بشپړ شو. له بله پلوه ايران هم له ۲۰۰۳ کال راهیسي د چاه بهار په سوداګریز زون کي ۳۴۰ میلیونه ډالره پانګونه کړې ده.

میاګل وثیق - ليکوال

میاګل وثیق – ليکوال

دغه بندر اوس مهال په اوسط ډول په کال کي د ۲.۵ میلیونه ټنه بار پورته کولو او خالي کولو وړتيا لري او د ایران حکومت هڅه کوي، چي د دغه بندر ظرفیت په کلني ډول ۱۲.۵ میلیونه ټنو ته لوړ کړي. د دې تر څنګ ایران له دغه ښار څخه د افغانستان تر پولي پوري د سړکونو او رېل کرښو جوړوني په ډګر کي هم ډېر کار کړی او همدا راز د سیمي نور هيوادونه هم هڅوي، څو په دغه بندر کي پانګونه وکړي. د دغه بندر وروستی درې‌اړخيز تړون په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کي د ايران-هند او افغانستان د تخنيکي-اقتصادي ډلو او حقوقي متخصصينو له‌خوا چمتو شو او د ۲۰۱۶ کال د مې په ۲۳مه په تهران کي د درې واړو هيوادونو د مشرانو له‌خوا لاسليک شو. د چاه بهار بندر اړتیا په چاه بهار بندر کي درې داسي هيوادونه راټول دي، چي له پاکستان سره په یو نه یو ډول ستونزي او رقابت لري. په دغو هيوادونو کي مهم هغه يې افغانستان دی، چي له تېرو څو لسیزو راهیسي له نړۍ سره د خپلي سوداګرۍ لپاره پر پاکستان متکي و. خو پاکستان بیا د افغانستان له دغي مجبورۍ څخه د سیاسي فشار د آلې په توګه کار اخيست او هر کله چي د کابل او اسلام‌آباد سیاسي اړیکي خرابي شوې، پر افغان ترانزيټ یې آغېزې ډېري لیدل شوي دي. په بل اړخ کي، د هند او پاکستان دودیز رقابت او دښمني ده، چي له امله یې پاکستان تل هڅه کړې، د هند او افغانستان تر منځ خنډ واقع شي، ځکه اسلام‌آباد نه غواړي له افغانستان سره د ډیورنډ د لاینحل قضیې له کبله، د کابل او ډهلي ايتلاف رامنځ ته کړي. که څه هم ایران له پاکستان سره د افغانستان او هند په پرتله رقابت نه لري، خو د اقتصادي ګټو له کبله غواړي د هند او افغانستان تر منځ او له نړۍ سره د افغانستان سوداګریزه راکړه ‌ورکړه د ایران د چاه بهار له لاري وشي.

تاج محمد وردګ – لیکوال

د چاه بهار له لاري به د هند، افغانستان او ایران سوداګري پر سیمه ‌ییز سیاست په لاندي برخو کي ژور تاثیرات پرېږدي:

لومړی د ایران چاه بهار بندر به د افغانستان د سوداګرۍ لپاره د پاکستان د کراچۍ، قاسم او ګوادر بندرونو ځای ونيسي. دویم د چاه بهار بندر به افغانستان ته داسي څه ورکړي، چي له کبله به یې وکړای شي، پر پاکستان فشار وارد کړي. که اسلام‌آباد له منځنۍ آسیا سره سوداګري غواړي، نو باید افغانستان ته هم د پاکستان له لاري له هند سره د سوداګرۍ کولو لاره پرانیزي. د چاه بهار له تړون څخه وړاندي داسي څه کول سخت و، ځکه کابل لا د پاکستان د لاري متبادل نه درلود. درېیم د لاجوردو د لاري نه پيلېدو له کبله، اروپا ته د افغان سوداګرۍ لپاره تر ټولو لنډه لاره هم د چاه بهار لار ده. څلورم د چاه بهار له لاري هند کولای شي، په منځنۍ آسیا کي خپل رول ولوبوي.

تاج محمد وردګ - لیکوال

تاج محمد وردګ – لیکوال

همدا یې یوازينۍ لاره ده، ځکه د پاکستان له لاري دا ډول رول لوبول ناممکن دي. پنځم د چاه بهار تړون به سیمه ‌ییز اقتصادي الحاق او سوداګري زیاته کړي، هغه چي د ترانزيټ او سوداګرۍ په تړاو د پاکستان د منفي سیاستونو (منفي امنیتي تګلاري) له کبله زیانمن شوی دی. شپږم د چاه بهار له لاري د غنمو د مرستي لېږدونه به هغه نیوکي هم سړي کړي، چي د چاه بهار له لاري پر سوداګرۍ یې کولې. دا به د چاه بهار بندر له لاري د سوداګرۍ پر وړاندي خنډونه هم یو تر بله پورته کړي او د سوداګرۍ او ترانزيټ عملي چاري به پيل شي.

فيصل محبت – مدني فعال

افغانستان په وچه کي پروت غرنى هیواد دی، لوی بخت یې دا دى چي د سیمي هیوادونه سره نښلوي او د افغانستان له لاري د درېیو بېلابېلو سیمو تر منځ نښلېدا رامنځ ته کېدای شي، سویلي اسیا له منځنۍ اسیا سره او منځنی ختیځ بیا له سویلي او منځنۍ اسیا سره نښلوي.

فيصل محبت - مدني فعال

فيصل محبت – مدني فعال

په لویه کي دغه پیوستون د صنعت، تېلو، ګازو، کاري ماشین تاوېدا او د ټکنالوجۍ پر تبادلې او راکړي ورکړي تمامېږي. د اقتصادي خپلواکۍ تار مو دلته یو څه ځکه قوي کېږي، دا چي پر پاکستان کراچۍ بندر د افغانستان اتکا کمېږي، دا چاره پر اقتصادي او سیاسي اړخ ژور آغېز شیندي او موږ له اقتصادي تړلتیا خلاصېږو. افغانستان د چاه بهار بندر له لاري منځنۍ اسیا ته د هند له صادراتو او وارداتو دپام وړ عواید ترلاسه کولای شي، ځکه چاه بهار بندر د پاکستاني بندرونو په پرتله ۷۰۰ کیلو مټره موږ ته نږدې بندر دى، د سوداګریزو مالونو د لېږد لګښت د کم واټن پر اساس ۷۰٪ کمېږي. د چاه بهار بندر له لاري به تر ډېره بریده د افغانستان تولیدات او کرنیز محصولات عربي نړۍ او ټول منځني ختیځ ته رسېږي. د چاه بهار بندر فعالتیا به په وچه کي ایسار هیواد افغانستان له ترانزیټي پلوه له نړۍ سره ونښلوي او دغه راز به د کراچۍ پر ناندرییز بندر د افغانانو اتکاء کمه شي. د سیاست له زاویې خوشبیني دا ده چي د چاه بهار پر بشپړه فعالېدو تدریجاً پاکستان د انزوا پر لور روان ښکاري.

احمد فیضان – مدني فعال

 افغانستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او د منځنۍ اسیا هيوادونه چي په وچه کي راګير دي او د سوداګرۍ او تجارت په برخه کي له زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. افغانستان چي په وچه کي راګير هيواد دى او کمزورى اقتصاد لري او افغانستان اړ دى چي د خپل ضعیف اقتصاد د رغولو لپاره د هغو هيوادونه سره ښه اقتصادي اړيکي ولري، چي بهر ته لار لري، تر څو افغانستان خپل توليدات او محصولات د اوبو له لاري هند او اروپا او نوري نړۍ ته ورسوي، خو متاسفانه له يو طرفه جنګ او د ګاونډيو هيوادونو نه همکاري او هم په لوى لاس په افغانستان کي د جنګېدونکو ډلو سره مرستي او همکاري یوه ستونزه ده او د بلي خوا نه هم افغان سوداګرو ته وخت پر وخت ستونزي پيدا کوي، مخ کي افغانستان اړ و چي خپل توکي د پاکستان دواګي بندر له لاري نړۍ ته واستوي، خو د پاکستان سره د زیاتو تړونونو په لاسليک کولو سره بیا هم پاکستان افغان سوداګرو ته ستونزي جوړولې او افغان سوداګر به یې په ميليونونو ډالر زیانمنول. افغانستان اړ شو چي خپل توکي د ايران له لاري هند او نوري نړۍ ته واستوي. کله چي ایران د نړيوالو بنديزونو څخه خلاص شو او د خپل هيواد د اقتصاد د لا بهبود لپاره لاس په کار شو، هند چي په سيمه کي د پاکستان او چين رقیب دى د منځنۍ اسيا مارکېټ ته یې د لار موندني په موخه پر چاه بهار بندر باندي تمرکز زیات کړ او ايران، افغانستان او هندوستان د يو قرارداد له مخي د دغه بندر څخه د ګټي اخیستلو چانس افغانستان ته په لاس ورغلى.

احمد فیضان - مدني فعال

احمد فیضان – مدني فعال

د دغي لاري افغانستان کولاى شي، چي خپل سوداګریز مالونه په ډېره اساني سره هند ته ورسوي. چاه بهار تر ټولو نږدې لاره ده، د افغانستان لپاره او تر واګي بندره ۷۰۰کیلو متره د افغانستان مرکزي سيمو ته نږدې ده او هم افغان سوداګرو ته په هر کانټینر کي د ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ډالرو پوري ارزانه تمامېږي او ده دې سره سره پر پاکستان هم ډېر منفي تاثيرات کوي، چي د پاکستان اقتصاد د رکود سره مخ کوي. د چاه بهار په فعالېدولو سره پاکستان په ميليونونو ډالره تاواني شوى او هم يې زیاتي کار خانې له سقوط سره مخ شوي او د پاکستان مارکېټ په افغانستان کي خپل ځاى له لاس ورکړی. هند چي په سيمه کي د افغانستان همکاري لري او له افغانستان سره يې د سوداګرۍ په برخه کی ډېري مرستي کړي دي او د چاه بهار له لاري د مرستو شوو غنم لومړني موټرونه هم افغانستان ته راورسېدل چي دا د افغانستان د سوداګرۍ لپاره تر ټولو ښه زېرى دی.

زلمی حليمي – شاعر او ليکوال

د چاه بهار بندر له اقتصادي بعده د افغانستان له پاره خورا مهم ارزښت لري، له مهدې لاري د افغانستان سوداګر کولای سي خپل صادرات او واردات په اساني نقل کړي. د چاه بهار بندر له هند سره د افغانستان د سوداګرۍ پر نږدېوالي ستر رول لري، له همدې لاري زموږ سوداګریزي اړیکي پراخېږي او په اقتصادي برخه کي د زیاتو لاسته راوړنو څخه برخمن کېږو. له ډېره ښه مرغه څه موده وړاندي د هند د مرستي شاوخوا ١٥زره متريک ټنه غنم د ايران د چاه بهار بندر له لاري افغانستان ته راورسېدل، افغانستان، هند او ايران يونيم کال وړاندي د چاه بهار درې اړخيزه موافقه لاسليک کړه چي له مخي يې افغانستان او هند خپلي سوداګريزي راکړي ورکړي د ايران د چاه بهار بندر له لاري ترسره کولاى شي.

زلمی حليمي - شاعر او ليکوال

زلمی حليمي – شاعر او ليکوال

چاه بهار له اقتصادي پلوه ډېر ارزښت لري، چي نن يې افغانستان د منځنۍ اسيا په وچه کي ايسار هيوادونو په خپلو کي د سوداګريزو مالونو پر يوه بندر بدل کړى او افغانستان، هند او ايران له دې لاري ميلياردونه ډالر عايد ترلاسه کولاى شي.

غفوراحمد جاويد _ د سياسي چارو کارپوه

چاه بهار کولاى شي د سیمي هيوادونو تر منځ د باور فضاء لوړه او تر څنګ یې د هيوادونو تر منځ د راکړي ورکړي کچه لوړه شي. بل لور ته چاه بهار بندر کولاى شي د جنوبي اسیا او مرکزي اسیا تر منځ د پله حیثيت هم ولري. په ورته وخت کي موږ د دې لاري په مټ کولاى شو افغانستان د یوې لاري د ترانزیټي تکیې څخه خلاص کړو او په دې توګه باندي به وکولاى شو، چي د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره مختلفي لاري چاري ولرو. چاه بهار سیمي ته دا پيغام ورکړ چي موږ او تاسو کولای شو، چي د اقتصادي پروژو له لاري ګډي ګټي رامنځ ته کړو او په دې برخه کي ګډه همکاري وکړو، تر څو دا همکاري د نظامي او سیاسي رقابتونو ځای واوسي.

غفوراحمد جاويد _ د سياسي چارو کارپوه

غفوراحمد جاويد _ د سياسي چارو کارپوه

چاه بهار به په افغانستان کي د پانګوني لپاره زمینه برابره کړي، ځکه افغانستان د څو لارو په درلودلو سره د نړۍ او سیمي سوداګرو ته دا فرصت او خبر ورکوي، چي ستاسو پانګونه به دلته له ستونزو سره نه مخ کېږي، بلکي کېدلى شي، چي ستاسي تولید او پانګونه نړیوالو او سیمه يیزو مارکېټونو ته په اساني سره ورسېږي. چاه بهار یو بل ښه فرصت د افغان بزګرو او سوداګرو تولید ته د مارکېټ د پيداکولو او پر خپل وخت مارکېټ ته د رسېدلو په برخه کي یو مهم قدم دی، ځکه چي افغان بزګر او سوداګر به ډېرى وخت د مارکېت له ستونزي سره مخ وو او کله به چي دلته زموږ مېوې او نور محصولات ورسېدل، نو پاکستان به په یوه بهانه او بله بهانه باندي لاري تړلې، چي اوس به افغان بزګر په اسانۍ سره وکولاى شي د هند 1،4 ميلیارده انساني مارکېټ ته په اسانۍ سره لاړ شي او د افغان بزګرو او سوداګرو لپاره به یو ښه مارکېټ واوسي. بل چاه بهار د هغو پروژو د عملي کېدلو زمینه برابروي کومي چي په وروستیو کي د مرکزي اسیا سره افغانستان شروع کړي دي، چي په دې سره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا تر منځ د پله د حيثیت په غوره کولو سره دا هيوادونه وهڅوي، تر څو د لا ډېرو زیاتو پروژو د پلي کېدلو لپاره کار واخلي، اوس نو افغان سوداګرو او بزګرو ته په کار ده، چي چاه بهار یوازي د وارداتو لپاره ونه کاروي، بلکي چاه بهار باید د صادراتو لپاره هم وکارول شي، تر څو د صادراتو له لاري وکولاى شو چي د افغانستان داخلي اقتصاد پر پښو ودروو او دلته د داخلي پانګوني لپاره لا ډېره زمینه برابره کړو .

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .