د چین ولسمشر د خپل واک موده غځول غواړي

۶ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۸:۱۲ ب.ظ -

د چین واکمن کمونیست ګوند نن اعلان وکړ، چې د هغه قانون  د بدلولو پلان لري، چې له مخې یې د ولسمشر او د هغه مرستیال ته په ټاکنو کې له دویمې دورې څخه وروسته د کاندیدۍ اجازه نشته .

د شن هوا اژانس د راپور له مخې یاد شوي ګوند په قانون کې د تعدیل غوښتنه کړې .

له دې سره واکمن ولسمشر شی جیپینګ کولای شي چې د خپل واک موده وغځوي او بیا بیا کاندید شي .

اوسنی چینایي ولسمشر ۶۴ کلن دی .

په چین کې واک له کمونیست ګوند سره دی او نورو ته د فعالیت اجازه محدوده ده .

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .