د ډیزاین غلا: ایپل کمپنۍ نوکیا ته دوه میلیارده ډالر تاوان ورکړ

۲۲ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۴۷ ق.ظ -

8

د ځیرکو اشیاو جوړونکې مشهوره کمپنۍ ایپل (Apple) د نوکیا کمپنۍ څخه د ډیزاینونو د غلا کولو له کبله دوه میلیارده ډالر تاواني شوه.

پر ایپل کمپنۍ تور و چې د نوکیا څخه یې سافټ ویرونه، ویډيو زنګ وهل، چپ سيټ، ډسپلی سکرین او انټینا په شمول د یو شمېر اشیاو ډیزاینونه کاپي کړي وو.

نوکیا په وینا د یاد شوي شیانو د ډیزاینونو د اختراع حق د دوی و او ايپل کمپنۍ ترې غلا کړی و چې له همدې کبله دوی د اختراع اړوند نړیوالې محکمې ته مراجعه وکړله.

د اختراع اړوند په نړیواله محکمه کې د تېرو څو میاشتو راهیسې قضیه روانه وه، خو وروسته دواړو لورو پر دې موافقه وکړه چې ایپل به نوکیا ته د ډیزاینونو د غلا کولو له کبله دوه میلیارده ډالر تاوان ورکوي.

نوکیا اوس تایید کړې چې د جولايي په ۲۹مه ايپل کمپنۍ یاد تاوان نوکیا ته ورکړی دي.

عمر شاهین

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .