د ډیپیکا او رنویر سنګ فلم (پاډموتي) راتلونکي کال ته پاتې شو

۲۲ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۲۹ ق.ظ -

1

د هند په تاریخ جوړیدونکې تاریخي ډارمه (پاډموتي) راتلونکي کال ته وځنډيده.

پاډموتي د هندي سینما د وتلي ډاریکټر سنجي بهانسولي تر لارښوونې لاندې جوړیږي، چې پکې له ډیپیکا پاډوکون او رنویر سنګ سربیره، شاهد کپور هم مخکښ رول لري.

دا فلم چې له اوله له خنډ او ځنډ سره مخامخ دی، یو ځل بیا وځنډیده.

ټاکل شوې وه، چې فلم به د نومبر میاشتې په ۱۷ مه خپور شي؛ خو یوې باورې سرچینې د انډیا ډیلي نیوز ته ویلي، چې د فلم د شوټینګ ډیره برخه لا پاتې ده او په یاده نیټه يې خپریدل ناشوني دي.

د سرچینې په وینا، چې فلم به په اغلب ګومان راتلونکی ۲۰۱۸ کال د فبروري په میاشت کې خپور شي.

د فلم د ځنډ لامل یو لامل دادی، چې ډیپیکا او شاهد کپور په رخصتۍ دي. بل پلو د فلم د شوټینګ چارې هم ډیرې پاتې دي.

که فلم ریښتیا هم په فبروري کې خپور شي؛ د انوشکا شرما د فلم (پري) سره به په ټکر کې راشي.  د انوشکا شرما فلم د فبروري په ۹ مه خپریږي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .