د ډېرې مالګې خوړل، ډېر زیانونه لري

۱ عقرب , ۱۳۹۷ ,ساعت ۲:۲۰ ب.ظ -

حميدالله حميدي

په عام ډول مالګه د وینې فشار د لوړېدو لامل ګڼل کېږي، خو اوس روغتیا پالانو د مالګې د ډېر استعمال یو بل تاوان هم څرګند کړی دی. د چین جنان پوهنتون یوې څېړنې ښودلې چې د مالګې ډېر استعمال د فشار پر لوړولو سربېره د ډېر عمر لرونکو کسانو ینې ته هم ډېر تاوان رسوي. څېړونکي وايي چې د انسان بدن لږې مالګې ته اړتیا لري او د امریکا حکومت له همدې کبله روغو کسانو ته په ورځ کې د چای د یوې کاشوغې په اندازه د مالګې خوړلو وړاندیز کوي.

Salt--860x570

په مالګه کې موجود «سوډیم» پر نورو چارو سربېره په بدن کې د شته اوبو جریان په برابرولو او عصبي نظام منظمولو کې مرسته کوي، خو د مالګې ډېر استعمال بیا جانبي عوارض هم لري. د روغتیا نړيوالې ادارې په یوه ورځ کې د شپږو ګرامو په اندازه د مالګې خوړلو توصیه کړې ده چې له دې څخه په زیاته پیمانه خوړل یې روغتیا ته زیان رسوي او بېلابېلې ناروغۍ رامنځته کولای شي. امریکا کې د وائیل کارنېل په نوم په یوه طبي انسټيټيوټ کې ترسره شوې څېړنه کې هم مالومه شوې چې د مالګې ډېر استعمال د مغز لپاره خورا خطرناک دی.

(1)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .