د ژمي په راتګ سره د خوراکي او سون توکو‎ د بيو لوړوالى څومره د اندېښنې وړ دى؟

۲ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۴۴ ق.ظ -

حاجي مرتضی ناصري – د زابل ولايتي شورا غړی

افغانستان کي د هر موسم په راتګ سره خلک بېلابېلي اندېښنې لري او وېره لري چي له زياتو ستونزو سره به مخ سي. کله چي د ژمي موسم رارسېږي، نو هر څوک کوښښ کوي، چي د خوراک او سون له بابه د ژمي لپاره پوره آمادګي ونيسي، تر څو په يخو شپو او ورځو کي هوسا ژوند وکړي، خو بايد په تاسف سره ووايم چي له بده مرغه هر کال د ژمي په راتګ سره د سون او خوراکي توکو بيي په پوره ډول لوړېږي او آن ځيني غريب وګړي د دې موادو د پېر او پلور وس هم نه لري او همدا راز له يو لړ زياتو ستونزو سره مخ کېږي. د دولت مسؤلين په دې برخه کي پاتي راغلي او پر خپلو بازارونو هيڅ راز کنټرول نه لري. له بل پلوه، زموږ سوداګر چي هدف يې يوازي پيسې پيداکول دي، هم د بډايه کېدو لپاره دې موقع ته ګوري چي تر ټولو خواشينوونکې خبره ده.

حاجي مرتضی ناصري - د زابل ولايتي شورا غړی

حاجي مرتضی ناصري – د زابل ولايتي شورا غړی

زموږ داسي هيوادوال هم سته، چي د يوې ډوډۍ د پيداکېدو لپاره ټوله ورځ کار کوي، چي هيڅ کله يې په يخ ژمي کي کوټه نه ده ګرمه سوې او کوچني اولادونه يې د يخ له امله ناروغه کېږي او آن خپل ژوند له لاسه ورکوي. موږ ويلاى سو چي د دې موادو په قيمتي کېدو سره زياتي اندېښنې موجودي دي او دا دومره لويه ستونزه بللاى سم، چي شايد راتلونکي يخ ژمي کي زموږ د هيوادوالو ژوند وګواښي. اوس اندېښنه دلته ده چي په ځينو سيمو کي د درنو اورښتونو له امله لاري بندېږي او وګړي يې له سختو ستونزو سره مخ کېږي، هلته نه د ښاروالۍ کنټرول سته، نه کوم معياري روغتيايي مرکز شتون لري او نه هم کومه بله د ژوند اسانتيا سته، چي دلته نو حتمي خبره ده چي ژوند کول د اندېښنې وړ دي. دولت مکلف دى چي د دې موادو د بيي په کنټرول کي مسؤليت ادا کړي او له سوداګرو مو هيله دا ده، چي خپلو سوداګريزو خوراکي او سون توکو په نرخ ټاکلو کي انصاف وکړي.

سيدالله کاکړ – د زابل ولايت اوسېدونکی

لکه څرنګه چي هر کال په هیواد کي د هوا د سړېدو سره هم مهاله د سون او خوراکي توکو بیي لوړېږي، چي د دغه حالت سره سم د یو شمېر غریبو او بېوزلو خلکو اقتصادي وضعیت هم په پوره توګه پیکه کېږي.

سيدالله کاکړ – د زابل ولايت اوسېدونکی

سيدالله کاکړ – د زابل ولايت اوسېدونکی

یو شمېر غریب او ناتوانه خلک د ژمي په رارسېدو ځکه اندېښمن وي، چي پر دوی له یوې خوا د کار کولو فرصتونه کمېږي او له بل طرفه په بازارونو کي د خوراکي او سون توکو قیمتونه لوړېږي. د دغه حالت دله منځه تللو له پاره اړینه ده، که څه هم په افغانستان کي آزاد بازار دى، خو حکومت باید د ښاروالیو په زریعه خوراک فروشانو او سوداګرو ته مناسب قیمتونه وټاکي. د دغه کار یوه ګټه به دا وي، چي خلکو ته به په هغه بیه، چي ناشونې وي دوکانداران سودا نه ورکوي او له بله طرفه به د خلکو باور پر حکومت زیات سي او تر یوه حده به سیسټم هم د حکومت تر واک لاندي وي. زموږ ټولنه، چي له قدیمه غربت ځپلې ټولنه ده، ځکه نو باید شتمن او سوداګر له بېوزلو او نادارو سره مرستي وکړي او هغوی ته نه یوازي د کار کولو زمینه برابره کړي، بلکي په مناسب قیمت د موادو په ورکولو کي هم ښه ورسره وکړي.

بغداد ارماني – ارواپوه

د نړۍ ټول مذاهب او په خاص ډول د اسلام مبارک دین په رحم، همدردۍ او مرسته باندي زیات ټینګار کړی او همدغه یې د مسلمان خصلتونه یاد کړي دي.

بغداد ارماني - ارواپوه

بغداد ارماني – ارواپوه

که موږ د حضرت عمر رض خلافت او شخصیت مطالعه کړو، قدم په قدم به د مرستي او همدردۍ پر تورو زموږ نظر کېږي، نو همدغه علت دی، چي اسلامي او غیراسلامي نړۍ او مؤرخین د هغه له شخصیته متاثر دي. دا چي ژمى روان دی او زموږ د هیواد په اکثره ولایتونو او ولسوالیو کي له جنګ او یخنۍ متاثرین او کډوال لیدل کېږي، نو موږ باندي لازمه ده، چي د یو مسلمان او انسان په صفت د دوی سره د خپل وس مطابق مرسته او همکاري وکړو، خو بدبختانه چي زموږ تجاران، دوکانداران او د کاروبار څښتنان پر ځای د دې چي مرسته او همکاري وکړي، خپل اجناس په لوړو بیو پلوري او یا یې د قیمته کېدلو په غرض خوراکي او د سون توکي په ګودامونو کي ساتي، چي دغه عمل د اسلام او ټولو بشري قوانینو په ضد عمل دی. د حکومتي مسؤلینو څخه مو هیله دا ده، چي د داسي خلکو پر ضد له رحم نه کار وانخلي. همدارنګه هغه د احساس او قلم خاوندان چي د ټولني د بریا لپاره هڅه او هاند کوي دغه موضوع جدي ونیسي او په اړه یې نه ستړي کېدونکې مبارزه وکړي او کنه په ورځ د آخرت به د دغه غریبو او بې وسه خلکو لاسونه او زموږ ګرېوانونه وي. همدا اوس په لویو ښارونو او ولسوالیو کي د خوراکي موادو او سون توکو قیمتونه مخ په لوړه روان دي او که مخه یې ونه نیول شي، شايد موږ به د ډېرو بدو پېښو شاهدان واوسو. په ټوله دنیا کي حکومتونه او سرمایداره خلک د ژمي په موسم او د روژې په مبارکه میاشت کي د خوراکي توکو نرخونه راټیټوي، تر څو خلک وکولای شي چي په اسانه او ارزانه ډول یې ترلاسه کړي، خو بدبختانه چي دلته دا قانون او رواج سرچپه دی او موږ په دې امید یو، چي کله به په خلکو سخته ورځ راځي او کله به موږ خوراکي توکي په خلکو یو په دوه پلورو. دا زموږ د اسلامیت او انسانیت معیار دی او بیا نړۍ ته وایو چي موږ مسلمانان یو.

بلال احمد ساحل – مدني فعال

زما په اند، د ژمي په راتګ سره د خوراکي او سون توکو د بيو لوړېدل کومه نوې خبره نه ده، بلکي هر کال د همدغه ستونزو له کبله زموږ وطنوال او خصوصاً هغه کورنۍ چي د فقر او غربت له لاسه دغه يخي شپې او ورځي بې سرپناه ځايونو کي تېروي، چي د هغوى له حاله مو ځانونه ناخبره کړي. تاسو په ښه وخت کي ښه موضوع ته اشاره کړې او د دي ستونزي په راکمولو کي بايد دولت او د تجارانو اتحاديه په کلکه متوجه او جدي پاملرنه ورته وکړي.

بلال احمد ساحل - مدني فعال

بلال احمد ساحل – مدني فعال

زموږ ځيني تجاران او د خواراکي او سون توکو خرڅوونکي ياد توکي د ګرمۍ په موسم کي رانيسي او د ژمي په موسم کي، چي يادو ژمنيو توکو ته اشد ضروت سته، تجار او دوکاندار مو ګټه يو په دوه کوي، چي د دې چاري د مخنيوي په موخه دولت بايد ټول امکانات په کار واچوي او د ښاروالۍ رياست پر نرخنامې تعقيب وکړي او عملي يې کړي او تجارانو ته هم په کار ده، چي خپل اسلامي او بشري وجبه پر ځاى کړي، نه د خپلو غريبو او بے وسو ويني وزبېښي. په اوس وخت کي موږ وينو چي د اطرافو اکثريت خلک د ناامنيو له کبله ښارونو ته راکډه سوي دي او زياتره يې غريب او بې چاره خلک دي، دومره توان نه لري چي د لوړي بيي د خوراک او سون توکي رانيسي، چي اکثره يې په ناروغيو هم اخته وي، د دې چاري د مخنيوي په خاطر بايد ولايت مقام يو کمېسيون جوړ کړي لکه ښاروالي، ګمرک رياست او د تجارانو اتحاديه چي له همدغه مواردو صحي برسي او څار درسره سوى وي شايد تر يو حده د خوراک او سون توکو بيه لوړه نه سي. د نشراتو ادارې بايد دا ستونزي جدي ونيسي، د خلکو ږغ بايد تر مسؤلينو پوري ورسوي. په پاى کي بايد ووايم، چي هغه خلک چي مالي توان ولري خپل نژدې غريب او بې چاره خلکو ژمنۍ ستونزو کي ورسره مله پاته سي.

انور حيدري – ليکوال او ژورناليست

د ژمي په رارسېدو سره نه يوازي کورونو کي، بلکي په ښوونځي او نورو ښوونيزو مرکزونو کي د سون توکي ډېر کارېږي. له يوه لوري ټولنه غربت ځپلې او له بلي خوا د توکو لوړي بيي د خلکو ستونزي ډېري کړي، د دې يو ستر لامل ناامني ده، ځکه هغه د سون مواد چي له نورو ځايونو راځي په لار کي ورته ستونزي موجودي وي او بل دا چي په دې موسم کي ډېر زيات کارول هم د سون توکو بيي لوړي او اندېښنې زياتي کړي. په دې برخه کي بايد ټولو ستونزو ته په کتو سره هر هغه څوک چي په دې برخه کي مسؤليت لري بايد ترسره يې کړي. د بېلګي په ډول، حکومت مکلف دی، چي د خپلو اصولو سره سم د سون توکو او خوراکي توکو بيي کنټرول کړي، وخت پر وخت يې څارنه وکړي او هغه پلورونکي چي پر خپل سر يې بيي لوړي کړي وي، بايد جريمه سي.

انور حيدري – ليکوال او ژورناليست

انور حيدري – ليکوال او ژورناليست

دلته بدبختانه هر څوک د خپل سر دي، که په يو ښار کي وګرځې، يو هټيوال به يو ډول بيه درته ووايي، خو هماغه توکي به په بله هټۍ کي په بل ډول بيه وي، ياني ډېر لوی توپير لري، د دې لامل د دولت لخوا د منظم څار نه شتون دی. په ژمي کي د خوراکي او د سون توکو بيي لوړېږي او دا په دې خاطر چي خلک مجبور دي، چي دا شيان وپېري، نو که په لوړه بيه هم وي، خو پېري يې، په دې سره که له يوې خوا د ټولني مجبور او اړمن خلک نه سي کولای د اړتيا وړ توکي رانيسي، بل پلو هغه کسان چي د پېرلو توان يې هم لري، خو په پېرلو سره يې اقتصادي ضربه هم ويني.

ميراحمد ياد – ليکوال او ژباړن

په ژمي کي د سون توکو د بيو لوړېدل د ډېري اندېښنې وړ دي، ځکه چي موږ هر کال د دغي ستونزي د تکرار شاهدان يو. د دغي ستونزي مکمل حل به يو دم ممکن نه وي، خو حکومت له بده مرغه تر ممکنه حده هم په دې برخه کي لازم اقدامات نه دي ترسره کړي. حکومت ته لازمه ده، چي د داسي ستونزو د حل لپاره د ګڼو اړوندو مسؤلو ادارو لکه: د سوداګرۍ، اقتصاد او کورنيو چارو وزارتونو تر څنګ د سوداګرۍ خوني، ښاروالۍ او نورو تر منځ پياوړي همغږۍ او ګډو اقداماتو ته جدي اړتيا ده. په دې برخه کي د ولسي همغږۍ انسجام هم اړين دی، ځکه که ولس پر ګران پلورونکو اعتراض وکړي، حکومت او پلورونکي ټول خپلو مسؤليتونو ته ځير کېږي.

ميراحمد ياد - ليکوال او ژباړن

ميراحمد ياد – ليکوال او ژباړن

د دغه حالت د مخنيوي لپاره ديني عالمان هم مسؤل دي، تر څو د منابرو له لاري د اسلام له نظره د بيو د لوړولو حراموالی تبليغ کړي. مدني ټولني او نور قشرونه هم موثر رول لوبولی شي، لازمه ده چي ټول په يوه خوله ګډ ږغ پورته کړي.

صفت الله زاهدي – خبريال

لکه څرنګه چي موږ او تاسو وينو چي هر کال د ژمي په راتګ سره پر سون توکو سربېره د خوراکي توکو بیي هم لوړېږي، یو تر ټولو لوى علت یې دا دی چي دلته اقتصادي روڼتیا د توکو پر بیو نشته. هغه داسي چي دلته هر څه په آزاده توګه په بازار کي پېرل کېږي، چېري چي د ژمي په راتګ سره د خلکو تقاضا د سون توکو زیاته سي، نو عرضه هم کمه وي. د ژمي په راتګ سره له یوې خوا بېوزلي او له بله پلوه د کار نه شتون، چي دا د غربیو خلکو لپاره لویه ستونزه ده او دولت باید د سون توکو پر بیو سربېره د خوراکي توکو بیي هم په کنټرول کي ولري، تر څو د اړمنو او غریبو خلکو وس پرې ورسېږي او هغوى وکولاى سي چي د سون او خوراکي توکي خپلو بچیو لپاره واخلي.

صفت الله زاهدي – خبريال

صفت الله زاهدي – خبريال

که چېري دولت په دې برخه کي کنټرول رامنځ ته نه کړي، نو هیواد کي به ډېرى کسان د خوراکي او سون توکو د نه لاس رسي له امله له یوه ناورین سره مخ سي او خپل ژوند به له لاسه ورکړي. بل پلو زموږ هټيوال هم موقع ته ګوري او اکثره وخت د موسم په راتلو هم دوی نرخونه لوړوي، که په دې برخه کي منظم څار وجود ولري او نرخونه پر ټولو هټيوالو يو شان پلي شي، نو دا ستونزي به تر يوه بريده راکمي شي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .