د ژورناليست كار

۱۸ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۴۷ ق.ظ -

16

ژباړه:فضل الرحمن مظهري

څرنګه چې ژورناليزم په مجموع کې د رسنيو بنسټ جوړوي. نو په زياتره مطبوعاتې وظيفو کې يو ډول نه يو ډول ژورناليستيکې مهارت ته اړتيا لري. د يو خبر يا پېښې د ليکلو طرز تر ډېره په موضوع پورې اړه لري. بل شى چې د ژورناليست پر کار او ليکلو باندې اغېز لري هغه مطبوعاتي وسيله ده چي دى ورته کار کوي، لکه کوم تلويزيون، انټرنيټې ويبپاڼه، کومه ورځپاڼه او داسې نور.

هر څوک پوهيږي چې د ژورناليست کار دا دى چې د پېښو او خبرونو په اړه راپور ورکړي. څه معنا؟ په دوديزه توګه خلک ژورناليست د داسې يو چا په توګه پيژني چې د کومي ورځپاڼې لپاره په يوه مشخصه خبري ساحه کې راپورونه او خبرونه را ټولوي. دا بيا يوه بله پوښتنه را پيدا کوي چې خبري ساحه څه شى ده؟

په ځانګړې خبري ساحه کې کار کول

خبري ساحه په رسنيو کې هغه اصطلاح ده چې موخه يې هغه موضوع يا سيمه ده چې ژورناليست يۍ په اړه راپور ورکوي. نو خبرې ساحه هر څه کيداى شي، لکه د ملکي جرمونو ساحه، ملي اخبار او يا هنري ساحه. هغه ورځپاڼې يا ادارې ته په کتو سره چې يو ژورناليست کار ورسره کوي، خبري ساحه کيداى چې ډېره مشخصه او يا پراخه وي. يوه متوسطه ورځپاڼه د بېلګې په ډول کيداى د هرې ساحې لپاره يعني له پوليسو نيولي بيا تر ورځنيو لوبو پورې، خبريال ولري تر څو په دې برخو کې خبرونه برابر کړي.

ولي خبري ساحې ته اړتيا شته

د ژورناليست دنده د خبرونو را ټولول دي. د دې لپاره چې خبر پيدا کړي او د کومې موضوع په اړه چې خبر ليکي ژورناليست د ستونزې او موضوع په اړه پوهيدلو ته اړتيا لري. داسې به وګڼو چې تاسو د ژورناليست په توګه د جرمونو په ساحه کې د يوې ورځپاڼې لپاره کار کوئ.

سهار پوليس خبر ورکوي چې د ښار په ګڼ مېشته سيمه کې د قتل يوه پېښه را منځ ته شوي. اوس د دې لپاره چې په همدې موضوع خبر وليکئ تاسو بايد په دې ځان پوه کړئ چې په ښار کې څه تيريږي. مثلا: آيا دا يوه پېښه ده چې تر اوسه په دې ښار کې نه ده را منځ ته شوي؟ آيا دې ته ورته پېښه دوه هفتې مخکې يا کال مخکې هم رامنځ ته شوي؟ او که دا لومړى ځل دى چې دا ډول پېښه را منځ ته کيږي.

خلک تل د ژورناليزم هغه پنځه ستنې يا په اصطلاح هغه پنځه پوښتنې چې له څوک، څه، چېرته، کله او ولې څخه عبارت دي په نظر کې نيسي، چې د “ولي” برخه به يي هغه کس په ښه توګه ځواب کړي چې د همدې ساحې د شاليد په اړه پوره معلومات او پوهه ولري.

د بيلګې په توګه که ستاسو څخه د مخکيني قتل په اړه خبر يا راپور وغوښتل شي او تاسو د ښار او په ښار کې د ورته پېښو په اړه معلومات ونه لرئ تاسو به ونه توانيږئ چې داسې په زړه پوري خبر چې اړتيا ورته ليدل کيږي وليکئ. دا ځکه چې دا کيداى شي يو له هغه پېښو څخه وي چې هره ورځ په دې ښار کې را منځته کيږي او يا دا پېښه د لومړي ځل لپاره را منځ ته شوي وي.

د سرچينو پراخول

د خبرې ساحې په اړه بل مهم ټکى، له دې سره سره چې ژورناليست په خپله ساحه کې خپله پوهه زياتوي او پرمختګ کوي، د سرچينو پراخول دي. سرچينې هغه خلک دي چې تاسو د خپل خبر لپاره خبرې ورسره کوئ.

نو له هغو څخه يي ځيني روښانه سرچيني دي. که موږ د پورتني قتل په اړه (که زموږ خبري ساحه د جرمونو برخه وي) کار ته ادامه ورکو نو زموږ منظمې سرچينې به د پوليسو په اداره کې وي.  اوس کيداى شي چې ځيني سرچينې څرګندې وي، تاسو کيداى شي اوس د همدې ادارې له وياند سره، چې له رسنيو سره معلومات شريکول يي دنده وي، اړيکه ټينګه کړئ، خو نورې اړيکې کيداى شي ستاسو د هغو اړيکو په واسطه قوي شي چې تاسو د کلونو را هيسي په يوه ساحه کې کار کوئ.

ژورناليستان ځيني وخت له خپلو سرچينو سره اړيکه نيسي، او په دې هر څوک پوهيږي چې ژورناليستان خپلې سرچينې چا ته نه ښيي، ځکه دا هغه خلک دي چې دوى ته داخلي معلومات ورکوي او يا يي د خبر جنبه جوړوي. اوس ليږ د سرچينې د نه روښانولو اړخ ته راځو ځيني وخت داسي پيښيږي چې سرچينه د يوې مهمې پېښې په اړه معلومات ورکوي خو هغه نه غواړي نوم يي واخيستل شي.

مثلا تاسو په پورتني خبر باندي کار کوئ او د پوليسو په اداره کې تاسو له سرچينې څخه معلومات تر لاسه کړل چې هغه سرچينه وايي دا داسي پېښه ده چې هر وخت په دې ښار کې را منځ ته کيږي خو هغه نه غواړي خپل نوم يي واخيستل شي. ځکه دى داسې معلومات درکوي چې هغه سرچينه کيداى شي له ډېرو ستونزو سره لاس او ګريوان کړي.

نو کله چې تاسو د قتل په خبر باندې کار کوئ تاسو به خلکو ته د سرچينې نوم او شهرت په اړه څه نه واياست. (نو که تاسو د سرچينې نوم او شهرت خلکو ته روښانه کړ بيا به هيڅ څوک هيڅ کله ونه غواړي تاسو ته پټ معلومات در کړي، او يا هغه معلومات چې خلک ورته off the record وايي درته درکړي(

کله چې ژورناليست په يوه ساحه کې د ډېر وخت لپاره کار کوي هغوى خپلې سرچينې نورې هم پراخوي او قوي کوي يي. نو کله چې څه پېښه را منځ ته کيږي ژورناليست پوهيږي چې د هغې په اړه له چا سره بايد اړيکه ونيسي او دوى هغه سرچينې چې له دوى سره خبرې کول غواړي پيژني. يو ښه او تکړه ژورناليست له خپلو سرچينو سره ښې او ټينګې اړيکي ساتي ځکه چې دوى په اساني سره کولاى شي د خپلې ساحې اړوند معلومات تر لاسه کړي.

که څه هم همېشه خلک نه غواړي چې له خبريالانو سره خبري وکړي، په ځانګړي توګه کله چې خبر د کومې ناوړې او يا منفې پېښې په اړه وي، خو يو تکړه ژورناليست کولى شي داسې سرچينې ولري چې هغه پوهيږي چې د هغې پېښې تر شا ځينې مثبت اړخونه هم شته چې په دقيقه توګه بايد خپاره شي. په بل عبارت تکړه ژورناليست کيداى شي له خپلو سرچينو سره ډېرې احترامانه او قوي اړيکي وساتي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .