د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي ختمېدو لپاره څه باید وسي؟

۲۳ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۴۶ ق.ظ -

ډېوه نيازۍ: ليکواله او د ښځو د حقونو مبارزه

هره هغه ښځه چي ږغ پورته کولای سي قوي ده، د ښځو اړوند ږغ پورته کول په اوسنيو حالاتو کي د يوې ښځي لپاره انتخاب نه دی، بلکي د وخت اړتيا ده. که موږ هغه ټولني مطالعه کړو، چي د ښځو ژوند يې زموږ د وطن له ښځو بدتر وه او اوس له نارېنوو سره د برابرو حقونو څخه برخمني دي، د هغو ټولنو ښځي يو ږغ سوي، هغوی په خپلو کي د دوی سره د سوو ظلمونو او بې انصافيو لپاره ږغ پورته کړی او خپل بايللي حقونه يې ترلاسه کړي. زه په دې باوري يم، چي حق اخيستل کېږي، ورکول کېږي نه. که زما د وطن ښځي د روانو ستونزو لپاره لاس تر زني ناستي وي، د دوی څو نسلونه به هم د دوی په څېر په ورته برخليک باندي اخته سي.

ډېوه نيازۍ: ليکواله او د ښځو د حقونو مبارزه

ډېوه نيازۍ: ليکواله او د ښځو د حقونو مبارزه

نو د وطن پر ښځو ږغ کوم، چي له ښځو سره د روانو تاوتريخوالو څخه ځانونه او راتلونکي نسلونه ژغورل غواړي. پوهېږم اسانه نه ده، هغه هم د افغانستان په څېر ټولنه او شرايطو کي، خو بيا هم بله چاره او لاره نه لرو. هغه وختونه لاړل، که به کومي ښځي په ټولنيز ژوند کي ونډه درلودله ښه وه، که نه نو په آغېزه يې څوک نه پوهېدل. نور د دې وخت رارسېدلی، چي ښځي خپله وړتيا ښکاره کړي، تر څو افغانستان له نوري نړۍ سره سيال سي. ښځي هم بايد د مسؤليت احساس وکړي، ږغ پورته کړي، خپل حق دي وغواړي او په خپله دي یې ترلاسه کړي، د هر ظلم په مقابل کي دي لکه غر ودرېږي او هيچا ته دي وخت نه ورکوي، تر څو يې زيانمني کړي. افغانستان زموږ ګډ کور دی او د دې هوسايني او پرمختګ نيم بار د ښځو پر اوږو دی. همداسي د ښځو په وړاندي تاوتريخوالی او خنډونو له منځه وړلو لپاره د ښځو تر څنګ بايد د افغانستان سړي ودرېږي او د ښځو لاسنيوی دي وکړي. خوشبختانه چي اوس يو شمېر افغان نران زموږ تر څنګ دي او غواړي د ښځو په وړاندي تاوترخوالی پای ته ورسېږي، چي په دې برخه کي لا پراخه عامه پوهاوي ته اړتيا ده، ځکه فيمينزم پال سړي بايد ډېر سي، تر څو چي سړي فيمينيسټ نه سي تر هغې ښځي له روانو تاوتريخوالو دومره په اسانۍ نه سي وتلای. نو په کار ده، په هرو لسو کي ۵ سړي فيمينسټان وي. له دې سره به د ښځو پر وړاندي د هر ډول تاوتريخوالی په اسانۍ او ژر پای ته ورسېږي.

شبانه خوشحال: د خوشحال خیریه بنسټ مشره

د ښځو سره د تاوتریخوالي مشکل د دنیا په اوږده تاریخ کي هر وخت موجود و دا تاوتریخوالی په هره جامعه کي او په هر وخت کي په بېلابېلو ډولونو ترسره سوی او ښځي د فزیکي کمزورۍ په خاطر قرباني شوي دي، چی دې ډول تاوتریخوالی د اسلام د مبارک دین تر رامنځ کېدو مخکي په ډېر وحشي شکل دوام درلود. حتی ژوندۍ نجوني به تر خاورو لاندي ښخېدلې، خو کله چي د اسلام مبارک دین په ځمکه کي خپور سو، نو ښځو ته خپل حقوق معلوم سول، انسانیت ته یې د قدر په سترګه وکتل سول او پخواني اکثره مشکلات یز ختم سول. متاسفانه چي په راوروستو کي د نورو بدبختیو تر څنګ پر ښځو ظلمونه هم ډېر سوي دي.

شبانه خوشحال: د خوشحال خیریه بنسټ مشره

شبانه خوشحال: د خوشحال خیریه بنسټ مشره

وهل، ټکول، د حق نه ورکول، قتل د تعلیم او کار حق نه ورکول او د نجونو او ښځو خرڅول، هغه غټ مشکلات دي چي اوس په افغانستان کي زموږ خوېندي ورسر مخامخ دي. دا چي پر دغه تاوتریخوالي ډېر وخت تېر سوی دی، نو اوس دغه تاوتریخوالی په خلکو کي رواج سوی دی او موږ دا نه سو ویلای چي په یوه ورځ کي به ختم سي، ډېر وخت او کوښښونو ته ضرورت لري، تر هر څه دمخه باید خلک په اسلام باندي ځان پوه کړي، هر وخت چي خلک په اسلام کي د ښځو حق وپېژني، بیا پخپله د ښځو ارزښت او خپل ظلم ورته معلومېږي. زموږ دیني عالمان باید په مسجدونو کي خلکو ته په اسلام کي د ښځي حقونه وروپېژني. حکومت مو باید له قومي مشرانو او عامو خلکو سره د عامه پوهاوي په برخه کي کار وکړی، چي په خپل کور کي د خپلي مور، خور او ښځي عزت وکړي او ظلم ورسره ونه کړي. اوس په افغانستان کي د ښځو د حقو په نامه ډېري موسسې هم کار کوي، ځینو ښځو وزارتونه ګټلي، وکیلاني سوي دي او نور امتیازونه اخلي، خو په حقیقت کي دوی هیڅ کار نه کوي، نو نور باید حکومت دغو ښځو ته دغه ډول مفت امتیاز ورنه کړي، بلکي معلومات ورسره وکړي، چي تاسو د ښځو په خاطر څه کړي دي. زما په نظر، که خلک ځان په اسلام خبر کړي، حکومت خپل قانون پر مجرمو خلکو عملي کړي او ښځي په رښتیا د ځان لپاره کار وکړي، نو د تاوتریخوالي اندازه به ډېره زیاته راکمه سي.

شبنم فضلي: مدني فعاله

په اوسني عصر کښي د ښځو په وړاندي د تاوتریخوالي ستر لاملونه شتون لري، لکه په لوړه اندازه ولور، د کورنۍ نه هماهنګي، د ګډ ژوند په پلانونو کښي د یو طرف د تعلیم نه شتون او داسي نور. سره له دې، چي ننني عصر پرمختګ کړی، خو بیا هم نارېنه طبقه بعضي د آرام ژوند فرصتونه د خپل مېرمنو، خوېندو او لورانو له لاسه باسي، چي هغه لکه ښوونځۍ او لوړي زده کړي. که چېري د تعلیم فرصت نارېنه او ښځي ته برابر ورکړل سي، نو ښکاره خبره ده، چي هغه وخت به د تاوتریخوالي کچه په پوره ډول راټیټېږي.

شبنم فضلي: مدني فعاله

شبنم فضلي: مدني فعاله

که چېري ځوانانو ته کاري فرصتونه او همدارنګه د انتخابي ودونو فرصتونه برابر سي، نو مرسته کوي، چي د ښځو په وړاندي د تاوتریخوالي کچه راټیټه سي. د دولتي ارګانونو مداخله، جوړښتي ورکشافونه او مجلسونه یوه بله لار ده، چي ځوانان د خپل ژوند اصلي مسؤلیتونه وپېژني او د دې برنامو له لاري خپل نظرونه د نورو سره شریک کړي. رسنۍ لکه راډیو، تلوېزيون، فیسبوک اونور… د ښځو سره د تاوتریخوالي په مخنیوي کي ګټور تمامېږي. تر ډېره راډیوګاني، چي په کليو او بانډو کښي هم اورېدل کېږي د ښځو په وړاندي د تاوتریخوالي کچه راکمولای سي. د ښځو په بدو کښي ورکړه، په زوره ورکړه او د پېشنهادي ودونو ردول، د ښځو حقوق ګڼل سوي. دولت مسؤل ګڼل کېږي، چي په دې اړوند جدي ګامونه پورته کړي او د (ودونو د ثبت قانون) په نامه قانون دي په ولس ومني، تر څو د تاوتریخوالي په ضد لوی ګام پورته سوی وي.

نسيمه باري: ليکواله

تاوتریخوالی که فزیکي، جنسي، رواني یا اقتصادي وي، خو ښځو ته زیان رسوي او د دې لپاره چي څنګه تاوتریخوالی راکم کړو نه یوازي موږ، بلکي دولت به هم خپل مسؤلیت پوره کړي او تر شعاره پوري یې خبري باید محدوده ونه اوسي. پلرونه او مېندي باید د ماشومتوبه نجونو او هلکانو ته یو ډول د تعلیم، ناز او خوراک حق ورکړي، تر څو له دې ځایه تاوتریخوالی راکمول پیل سي. پلرونه، وروڼه یا مېړه دي مېرمنو ته د زوی یا لور په ورکړه کي د مشورې حق ورکړي، په ځینو تصمیمونو او پرېکړو کي باید د ښځو سره مشوره وسي.

نسيمه باري: ليکواله

نسيمه باري: ليکواله

پلرونه او وروڼه دي نور خوېندو او لورګانو ته د حیوان په سترګه نه ګوري، ځکه هغه هم د ژوند کولو حق لري او دا حق الله هر انسان ته ورکړی، نو د پیسو په بدل کي یې خرڅول، په زوره ودول، په بدو کي ورکول او یا د هغې د ژوند په پرېکړه کي د هغې سره مشوره نه کول، بېځایه او پر بېځایه خبرو غیرت کول یا د خلکو او تربورونو د خبرو په خاطر هغه د تعلیم د حقه محرومول ټوله د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي ښکاره بېلګي بلل سوي، نو پکار ده، نور د دې ډول کړونو ډډه وسي. دولت باید په رسنیو کي په دې هکله کمپاینونه په لاره واچوي، تر څو په دې هکله د خلکو پوهه زیاته سي او هغوی ته د اسلام او دین په رڼا کي د ښځو سره د تاوتریخوالي نه کولو په باب معلومات ورسېږي. یوه بله لاره چي په دولت پوري اړه لري، هغه د سولي په پروسه کي د ښځو پراخ ګډون دی، که چېري د سولي په پروسه کي ښځي واوسي، نو دوی به په ښه توګه د ښځو سره د تاوتریخوالي د منع په هکله رسالت ادا کړی وي.

جميل وقار: ليکوال او سياسي فعال

له ښځو سره د تاوتريخوالي د ختمولو لپاره بايد دولت لومړی پر واقعيتونو ولاړه يوه تګلاره ولري، دا تګلاره بايد د بلي هري کاميابېدونکي تګلاري په شان په افغاني ټولنه کي د تطبيق وړ وي او د شته واقعيتونو په رڼا کي داسي جوړه سوې وي، چي هم د ستونزو د حل لپاره عاجل، منځ مهاله او اوږدمهاله اقدامات پکي پلان سوي وي او هم دا اقدامات پاروونکي او د نورو ستونزو د ايجاد لامل نه سي .

جميل وقار: ليکوال او سياسي فعال

جميل وقار: ليکوال او سياسي فعال

د عامه پوهاوي برخه هم خورا ضرور ده، دولت بايد له ټولو ممکنه لارو څخه استفاده وکړي، ترڅو د ټولني ټول وګړي خپله د ښځينه وو په ګډون له خپلو حقونو څخه باخبره او د تامين لپاره يې اول خپله لاس په کار او په اول ګام کي حد اقل له ښځو سره، د ښځو د تاوتريخوالي د ختمېدو زمينه سازي وسي. له دې وراخوا په عملي ډګر کي هم بايد واضح تعهد موجود وي، هغه خلک بايد مجازات سي، چي له ښځو سره تاوتريخوالی کوي. پر دې سربېره ښځينه وو ته د ګڼو تعليمي، کاري او نورو فرصتونو زياتول او ترې پراخ ملاتړ هم د دوی د پياوړتيا او د دوی پياوړتيا له دوی سره د تاوتريخوالي د مخنيوي سبب کېږي.

فوزیه یونسي کاکړ: د زابل ولايتي شورا منشي

ټولوته جوته ده، چي مېرمني په افغانستان، سيمه او نړۍ کي د ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. د مېرمنو ستونزي په هر ځای او هره سيمه کي ځانګړي او بېل لاملونه لري. د افغان مېرمنو ستونزي او د هغوی سره په لوړه کچه د تاوتريخوالي لاملونه تر ډېره بريده زموږ د خلکو د عامه بوهاوي د کچي ټيټوالی، په ټولنه کي د ناسمو دودونو برمختګ او همدا راز له ديني ښووني او روزني څخه د ټولني د اکثريت وګړیو، په خاص ډول مېرمنو کم لاس رسی د دې سبب سوی، تر د مېرمنو برمختګ له کواښ سره مخ سي.

فوزیه یونسي کاکړ: د زابل ولايتي شورا منشي

فوزیه یونسي کاکړ: د زابل ولايتي شورا منشي

د هيواد په یو شمېر ولایتونو لکه: پکتيا، اروزګان… د نجونو د لېسو نه شتون او یا هم که شتون لري، پر نشت حساب دی. نو ښکاره خبره ده، چي د ښځو په وړاندي به تاوتریخوالی رامنځ ته کېږي. له بلي خوا په تلیم نصاب کی د دینی پرخی کمرنګي، د ښوونځيو لېريوالی، د معارف کمزوری او نامتوازن پروګرامونه او کلتوري ستونزو د نجونو د تعلیم په مخ کي خنډونه رامنځ ته کړي دي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .