افغان او ترکي پانګوالو د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا ناسته وکړه .
خصوصي سکتور وایي پخوا د دواړو هېوادونو راکړه ورکړه ۳ سوه میلیونه ډالر وه خو، د امنیتي ننګونو له امله دا کچه ۱۱۰ میلیونه ډالرو ته راښکته شوې ده.
د ترکیې د اقتصاد وزارت د دواړو هېوادونو سوداګرۍ کچه د اندییښنې وړ ګڼي او پر پیاوړتیا یې ټینګار کوي.
خصوصي سکتور وایي ترکیه او افغانستان د انرژۍ تولید، روغتیا ، کرنې، ساختمان او صنایعو برخه کې ښه فرصتونه شته او ترکي سوداګر لیواله دي چې دې برخه کې پانګونه وکړي.
د ترکیې اقتصاد وزیر د کابل او استانبول سیاسي اړیکې پياوړې ګڼي خو، وایي وروستیو ۲ کلونو کې د دواړو هیوادونو سوداګري کمه شوې ده.
د ترکیې د اقتصاد وزارت مرستیال فاتح مبین : د ترکیې او افغانستان دوه اړخیزه سوداګري پراخ فرصتونه او ظرفیت لري خو، اوسنۍ کچه د انديښنې وړ ده. باید یو له بل سره اقتصادي تجربې شریکې او د سوداګرۍ پراختیا ته ګډ کار وکړو.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې له ترکي چارواکو وغوښتل چې افغان سوداګرو ته د لاجورد لارې د ځمکنې ټرانزیټ زمینه مساعده کړي.
د ترکیې او افغانستان د سوداګرۍ پراختیا لپاره د ترکیې د سوداګرۍ شورا ۱۲۸ غړي کابل ته راغلي.
د دواړو هېوادو ۱۱۰میلیونه ډالرو سوداګرۍ کې افغانستان یوازې د ۳۳ میلیونه ډالرو صادرات لري.