د کاراتې افغان لوبډله د بُرنزو مډال په ګټولو هېواد ته راستنه شوه

۲۲ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۳۴ ب.ظ -

د افغانستان د کاراتې ملي لوبډله د نړۍ د کاراتې د اتلولۍ په درېیم پړوا سیالیو کې د بُرنزو مډال په ګټولو سره پرون ناوخته هېواد ته راستنه شوه. د بدني روزنې او ورزش ریاست د معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې له افغانستان څخه ۵ لوبغاړو ګډون کړی وو چې یوازې فرامرز افغان په ۹۵ کیلوګرام وزن کې د بُرنزو مډال خپل کړ.

626A3779-32EA-4966-84E8-E746997AEF9C_w1023_r1_s

ښاغلي افغان خپل لتوانیايي او نیپالي سیالانو ته ماتې ورکړه خو روسي لوبغاړي ته یې لوبه وبایلله او په دې ډول یې درېيم مقام ترلاسه کړ. د کاراتې د اتلولي سیالۍ د روسیې په کوربه توب د روان میلادي کال د ډیسمبر په ۹ نېته پیل او په لسمه پای ته ورسېدې.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .