د کانټنري موټرانو پرزه کول به د کندهار پر اقتصادي وضعيت څومره منفي اغېز وکړي؟

۳ ثور , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۲:۲۸ ب.ظ -

عبدالطيف اخندزاده، ملي تجار او د اقتصادي چارو کارپوه

سلامونه او نیکی هیلي، غواړم د کانټنري موټرانو په اړه ووايم، که موږ وګورو غیر له کابل (مرکز) نه په دا باقیمانده ۳۳ ولایاتو کښي په سلو کښي نوي موټران کانټنري یا راسته لاس موټران دي او دولت اوس غواړي دا موټران پرزه کړي کوم چي زموږ د ولس پر اقتصاد ‌ډېر غټ اثر اچوي. یعني ولس به مو ‌ډېره غټه اقتصادي ضربه و ویني. اول خو باید دولت د پخوا په څېر دغه راسته لاس موټرانو ته د ګرځېدلو اسناد ورکړي چي دا کار به هم د دولت بودیجې ته څه ناڅه ګټه ورسوي او هم به زموږ ولس د زیان او له تاوانه خلاص سي.

عبدالطيف اخندزاده، ملي تجار او د اقتصادي چارو کارپوه

عبدالطيف اخندزاده، ملي تجار او د اقتصادي چارو کارپوه

که چېري اسناد نه ورکوي، نو بیا دي د چین، کوریا او یا هم د جاپان هیواد له یوې کمپنۍ سره خبره وکړي چي هغه د افغانستان په ۴ یا ۵ ولایتونو کښي خپلي څانګي خلاصي کړي چي دغه موټران په اساسي ‌ډول چینج کړي یعني شټرینګ یی د راسته لاس څخه وچپه لاس ته واړوي. که چېري دولت دا کار په خپله نه سي کولای بیا دي د خصوصي سکتور له لاري دا کار وکړي. زموږ هیواد ماشاءالله ‌ډېر داسي تجاران لري چي هغه د دې کار وړتیا لري او که یې پخپله تجار نه سي کولای له خارج څخه د یو کمپنۍ څانګه خو حتما راوړلای سي. که چېري دا کار وسي هم به د دولت ګټه وي او هم به د ولس، ولي که دا موټران په اساسي ‌ډول له راسته لاس څخه و چپه لاس ته واوړي، نو به یې خلګ بیر ته ګمرک ته محصول تحویل کړي او خپل قانوني اسناد به ترلاسه کړي، چي دا به د دولت او ولس دواړو په گته وي.

نقيب الله اسحاق، مدني فعال

کندهار د افغانستان په سطحه یو له هغو مهمو او سوداګريزو ولایتونو څخه دئ، چي د بهرنيو هيوادونو سره پولي لري، دلته هره ورځ په سلهاوو کانټېنري موټران د پرزې په نامه راځي، چي زموږ د پانګوالو او سوداګرو زياتي پیسې ورباندي لګيږي، خو دا چي اوس حکومت پرېکړه کړې، چي دا ډول موټران به په ښار او ولسواليو کي نه ګرځي او راګرځي بلکي پرزه کيږي به یوه ناسمه پرېکړه ده، ځکه دا زموږ هغو سوداګرو ته چي یاد کاوربار مخته وړي یو لوی اقتصادي تاوان دئ، ځکه هغوئ ورباندي مصرف او پانګونه کړې ده او د دې سره سره چي سوداګرو ته زيان او تاوان دئ بلکي هغو عامو خلکو ته چي خپل د ورځنيو چارو د اجراء لپاره يې دا ډول موټران رانيولي هم په زياته کچه تاوان دئ.

نقيب الله اسحاق، مدني فعال

نقيب الله اسحاق، مدني فعال

که چيري دا موټران پرزه سي، دا ټولي پرزې چي د دغو موټرانو څخه جوړيږي چيري او څنګه په مصرف رسيږي او د دې سره سره هغه کسان چي دا ډول موټرونه لري هغوئ حتماً کښته اقتصاد لري او نه سي کولای چي افغانستان لاس موټرونه رانيسي، ځکه هغه موټران چي چپه اشترينګ یا افغانستان لاس دي، دومره لوړي بيي لري، چي بې ځينو دولتي چارواکو ماسېوا به يې یو عام کس هم را نه نيسي او په دې سره زموږ د خلکو په ورځينو کاروباري چارو کي هم زياتي ستونزي پیدا کيږي. زما په نظر د اوس لپاره دا ډول موټرانو ته بايد د ګرځېدو او راګرځېدو اجازه ورکړل سي او دولت بايد د اسنادو ورکولو په خاطر د تېر په څېر ځيني عايد لاس ته راوړي، تر څو ټولو هغو خلکو چي پر داسي موټرونو پیسې ورکړي بې ځایه ولاړي نه سي او بل دولت که غواړي، چي د کانټېنري موټرونو مخنيوی وکړی پر موجوده موټرونو دي يې نه کوي بلکي باید هڅه وکړي، هغه موټران چي تر دې وروسته د پرزې په نامه راځي اجازه ور نه کړي او په دې ډول سره کولای سي یو منظم ټرافيکي سيسټم رامنځته کړي، که چيري دولت بيا هم د دې د پرزې پرېکړه کوي، نو دا به ټول ملت ته یوه لويه اقتصادي او کاروباري ستونزه وي، چي بیرته به يې جبران حکومت کوي.

شيراحمد صابر، د کندهار ښار اوسېدونکى

دکانټنری موټرانو او هغه ۵ ساله مو ټران چي وخت یې پوره سوی دی د هغو پرزه کول د هیواد لپاره یوه لویه اقتصادي ضربه ده، ځکه اوس مو هم لا خلګ سم نیمى د فقر او غربت له کبله هیواد پرېږدي او تښتي. که چیري داسي وسي دا به مو نور هم خلګ د فقر سره مخ سي. خلګ به ډول ډول جرمونو ته لاسونه واچوي،

شيراحمد صابر، د کندهار ښار اوسېدونکى

شيراحمد صابر، د کندهار ښار اوسېدونکى

غلاوي به کوي خلګ به شکوي، چی لویه سرچینه یې همدا بېکاري او غربت دی. افغانستان یو غریب هیواد دی خلګ یې هم غریب دي، زموږ خلګ اوس د داغه موټرانو له کبله یوه ګوله ډوډۍ ځان ته برابروي او د کار یوه وسیله یې ده، اوس د دې وخت نه دی چي دولت دا فرمان صادر کړي باید دا موټرانو ته نور وخت ورکړل سي، د دې څخه مو خلګ اوس دومره خلګ په تکلیف نه دي او د دولت يوه بېځایه اقدام بولم. دولت که په رښتیا غواړي د ولس ستونزي حل کړي، نو داسي ډېر مشکلات سته چي خلګ ورسره لاس او ګرېوان دي، اول دې هغه حل کړي چي د هغو څخه یې د لویو لارو جوړول دي، خلګو ته کار پیدا کول دي، د معارف جوړول دي، د اداری فساد ورکول دي، دغه عمده ستونزي دي چي ولس ترې کړېږي هر وخت چي مو دا مشکلات حل سوه بیا دي پر دا خبره غور وسي، اوس یې وخت نه دی، کنه د هیواد حالات به مو تر بدو بدتر سي.

محمداشرف يو تن محصل

موتر د انسانانو د ژوند د هوسايني لپاره يو بهترينه او چټکه وسيله ده، چي د نقل حمل لپاره يې هم بې سارى بللى شو. دا چي د افغانستان په خاوره کي موږ هيڅ د موتر جوړولو فابريکه نه لرو، نو له پېړيو راپدېخوا زموږ د موترونو خريد له بهرنيو هيوادونو څخه دى، چي اکثريت پکي د افغانستان د ترافيکي قانون خلاف لاس موتر راځي، مګر بيا هم خلک استفاده ترې کوي او د خلکو د تقاضا سره برابر همدا تجارت روان او د کندهار له لاري هيواد ته داخلېږي، چي په زرګونو تنه په ياد تجارت کي په پلورلو، رانيولو، جوړولو او ترميم بوخت دي.

محمداشرف يو تن محصل

محمداشرف يو تن محصل

دا چي اوس دا موترونه پرزه کېږي، نو په باور سره ويلاى شو چي نه تنها پر کندهار، بلکي د افغانستان پر اقتصادي وضعيت به منفي اغېز ولري. دولت کوښښ کوي چي د افغانستان لاس موټرونو ته قانوني اسناد جوړ کړي او دا نور موټرونه پرزه کړي، چي زما په نظر دولت که دا کار کوي، مګر لومړى دي بديل ورته پيدا کړي، تر څو د منفي اغېزو مخنيوى مخکي تر مخکي لا وکړي او که بديل نه وي يعني د افغانستان لاس موتر په هغه اندازه چي اړين دي مخکي اماده نه شي، نو موږ به د ورځي په ميليونونو افغانۍ عايد دلاسه ورکړي وي. دولت دى په کار کراره د فغانستان لاس موټرو راوارد کړي او په دې اړه دي تجاران وپوهوي او د يو اوږدې مودې وخت دي ورته وټاکي چي هم د اقتصادي بحران مخه ونيول شي او هم به مو د خپلو ترافيکي قوانيو سره سم قدم اخيستي وي. په اوسني وخت کي زموږ ستونزي زياتي دي، همدا غيرقانوني لاس موټر او موټروانانو ته هم غيرقانوني اسناد (لېسنس) ورکول کېږي. که چېري پر همدې ټوله پروسه منظم او په کراره کار وشي، نو د دولت او خلکو لپاره به ګټور وي، ځکه هم به مو موټر او هم به موټروانان قانوني اسناد ولري او همدا راز به ورسره سم د دولت عايد هم لوړ شي او په عين وخت کي به خلک نه بېکاره کېږي، کوم چي د موټرو د تجارت په مختلفو برخو کي مصروف دي بس همدا کړني دي دولت مدنظر ونيسي انشاءالله چي همدا پروسه به مثبتي اقتصادي اغېزې ولري.

تاج محمد موټر پلورونکى

زه بايد ووايم چي په ټوزل افغانستان او بالخصوص په کندهار ولايت کي د کانټنري موټرونو مسئلې  خلکو پر کاروبار اوس مهال هم ډېر منفي آغېزه کړې ده، ځکه زموږ خلک په اندېښنه کي دي. له يوې خوا دولت د همدې کانټنري موټرونو د پرزه کولو خبري کوي او له بلي خوا يې په نيمروز ولايت کي کانټنري موټرونه بند کړي دي، چي د دې سره زموږ يو شمېر خلک په پوره تشويش کي لوېدلي دي، يو وايي،

تاج محمد موټر پلورونکى

تاج محمد موټر پلورونکى

چي پاکستان لاس موټرونو ته دولت پنځه کلن اسناد ورکوي، بل وايي، چي يا دا کانټنري موټرونه به د دولت له خوا پرزه کېږي، چي د دولت دې ډول چلند د خلکو پر کاروبار په خورا پراخه پېمانه منفي اثرات ښندلي دي. موږ د حکومت څخه په جدي ډول غوښتنه کوو، چي په داسي حالاتو کي د خلک د ښورښت مخه ونيسي، ځکه چي موږ وينو چي د هيواد په ځينو ولايتونو او بېلابېلو ولسواليو کي خلک د جګړو څخه رنځ وړي او که چېري په داسي حالاتو کي حکومت دا پروسه هم تطبيق کړي، نو ګمان کېږي چي دلته به حتما د خلکو او دولت تر منځ واټن رامنځ ته کېږي او زموږ زورېدلي ولسونه به له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان وي، ځکه چي له يوې خوا خلک د بېکارۍ له امله هره ورځ کړېږي او که چېري دولت وغواړي چي پر وى باندي دغه خواري مزدوري هم وروي، نو فکر کوم چي ا به زموږ په خير نه، بلکي په زيان تمامېږي، ځکه په يوه کندهار ولايت کښي څه دپاسه لس زره کسان له همدې لاري يوه ګوله ډوډۍ پيدا کوي.

بنيامين د کندهار اوسېدونکى

په عمومي ډول په کندهار کي د بې اسنادو موټرانو شتون يو لويه ستونزه ده،اوس هم په کندهار په زرګونو کانټينري موټران شتون لري،خود دغو موټرانو شتون په زياته اندازه کندهاريانو ته د کار زمينه برابره کړې ده،په کندهار کي په سلهاو موټر پلورنځۍ شتون لري او په دغو موټر فروشيو کي زموږ په زرګونو هېوادوال کار کوي،کچيري پر کانټينري موټرانو بنديز ولګېږي په زياته اندازه خلک به بېکاره سي،

بنيامين د کندهار اوسېدونکى

بنيامين د کندهار اوسېدونکى

پکار ده چي دولت د دغو موټرانو په وړاندي داسي يوه پرېکړه وکړي چي هم د دولت او هم د ملت ګټي پکښي خوندي وي،پېنځه کاله مخکي دغو موټرانو ته اسناد ورکول سول په زياته اندازه پيسې د دولت خزانې ته ولاړې اوس هم بايد دولت دغو موټرانو ته اسنادونه ورکړي د يوې خوا به د دولت خزانې ته ګټه رسېدلې وي د بلي خوا به زموږ زيات شمېر وکړو ته د کار زمينه برابره سوې وي،خو کچيري دولت پر اوسنې پرېکړي ټينګار وکړي دا به د دولت لپاره لويه ضربه وي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .