د کان نړېدو له امله نهه پاکستانيان وژل شوي

۲۲ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۲۷ ق.ظ -

پاکستاني چارواکي وایي، د دغه هیواد په شمال لویدیځ کې د سکرو د یوه کان د چت د نړیدو له امله نهه معدنچیان وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان دي.

 دا پیښه پرون خیبر ایجنسي ته څیرمه په ادم خیل دره کې وشوه. تر دې دمه د کان د چت د نړیدو اصلي علت نه دی روښانه شوی. د دوو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

download

د پاکستان د کانونو د کارګرانو فدرارسیون وایي چې هرکال په دغه هیواد کې نژدې دوه سوه تنه معدنچیان د داسې پیښو په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .