د کتاب ليک

۱ میزان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۴:۰۷ ب.ظ -
يکنه: سيداصغر هاشمي قدرمن ولسمشره! زه د پوهې هغه خزانه یم، چې د نړۍ انسانانو ته لارښوونه کوم او چې انسان فکرمند وي او زما پر ویناوو عمل وکړي، نو د خورا ښه سلوک څښتن او د روزنې خوا به یې پیاړوې وي. د لارښوونې لپاره مو له اسمانه خلکو ته ښې خبرې راوړې او د ژوند د لارو چارو ټول پوهاوی په موږ کې شته. زموږ په تور رنګ کې د ژوند د ښکلاګانو رنګارنګي ډېره ده او پوهاوی پرې لوړ خیالونه او ژور فکرونه غواړي. د نړۍ پوهانو ته شهرت او منزلت موږ ورکړی او د هغو نومونه تلپاتې دي، چې زموږ سره یې ملګرتیا وه. ملګرتیا کول اسانه کار نه دی، اخلاص او مینه غواړم، چې زموږ په پاڼو کې د حقیقي او مجازي مینې ډېر څپرکي پراته دي. ملګری باید بل ملګري ته ښه لاره وښيي، چې موږ هم ټوله ورځ په دې فکر کې یو، چې څنګه خلکو ته لارښوونه وکړو. دوست باید دوه مخی نه وي او موږ هم په مینه خلکو ته رښتینې خبرې ښیو. کله چې دوه مینان سره یو ځای وي، تر سهاره یو د بل ننداره کوي، چې موږ هم په کلونو کلونو له لوستوالو سره د شپې تر ناوخته ویښ اوسو او دوی ته د خوښۍ او خپګانونو احساس ورکوو. هر لوستونکی خپل ناخوداګاه لري او چې کله موږ لولي، له داسې خبرو سره مخامخېږي، چې د ده په تحت الشعور کې وي او د وخت په تیریدلو د ده په اروا کې ځای پر ځای شوې وي، نو ځکه زما په خوښیو ده ته د خوښۍ پخواني احساسات پیدا کېږي او په خپګان مې خپه کېږي. هېڅکله مې داسې نه دي کړې، چې دوی ويښ وي او زه دې ویده شم. زه د ویښو انسانانو ملګری یم او هغه چې ویده وي او ما نه لولي او یا زما سره خپلوي نه کوي، زه هم ورسره د ملګرتیا تار شلوم. ولسمشره! په ځینو ځایونو کې موږ خلک ډېر لولي، نو ځکه پرمختګ کوي، خو په ځینو ځایونو کې زموږ په قدر څوک نه پوهېږي، نو ځکه ورځ تر بلې په شا تګ کې دي. د ټولنو د لوړتیا پړاونه زموږ سره په مینه کې دي او ځوړتیا یې زموږ سره په دښمنۍ کې. د یوناني ادبیاتو د پرمختګ لامل زموږ پر اهمیت پوهاوی و، نو ځکه یې د پوهانو یادونه اوس هم کېږي، د هغوی نومونه زموږ په وسيله ځلېږي. د جسمي کړنو ټولې لارښوونې د پوهې سره اړیکه لري او پوهه په موږ کې ده. جسمي ټولو غړو ته لارښوونه موږ کوو. د ټولو دنني او بهرنيو حسونو ښې او بدې کړنې په نېغ «مستقیم» او نانېغ«غیر مستقیم» ډول زموږ سره اړیکې لري. که لاسونه د خیر کارونه کوي. سترګې ناسم لیدل نه کوي. فکري ځواکمنتیا پیاوړې وي او خیالونه هدفمند وي، سرچینه یې له زموږ ده او برعکس د ټولو حسونو د ناسمو کارونو اساسي پایله زموږ نه لوستل دي. ولسمشره! په نورې نړۍ کې زموږ سره د ولس مینه وي. په ډېره مینه مو لولي، خو دلته په هر شي پيسې ورکوي، خو موږ خپلو کورونو ته نه اخلي. موږ خو د دوی د کورونو رڼاګانې یو، خو دوی نه پوهېږي. د ټولو نویو وسایلو برسیره کول او جوړولو ته زمینه سازي موږ کړې ده. هلته یو کتاب په میلونونو ټوکه پلورل کېږي او دلته زموږ یوه ډېره ښه بېلګه په کلونو کلونو نه پلورل کېږي، چې عام ولس زموږ پر قدر پوه نه شي او ستاسو هغه ادارې چې په دې برخه کې مسولیت لري، کار ونه کړي، راتلونکی مو ناسم دی. چیرې چې زموږ سره مینه ډېره وي، هلته د هغه چا قدر هم ډېر وي، چې موږ یې لیکلي یو، خو دلته د لیکوال قدر نه شته، نو ځکه زموږ په فکر کې هم څوک نه دي. شکسپیر، کالیداس، ټاګور او اقبال که د دې ځای وی، نو نن به یې دومره قدر نه درلود، چې خپلو ملکونو کې یې لري. هلته د کتاب سره مینه ډېره ده، نو ځکه لیکوال یې هم د خلکو په زړونو کې تلپاتې دي، خو دلته چې د کتاب سره مینه نه شته، لیکوال یې هم مړ دی. د پرمختللیو او وروسته پاتې ټولنو د لیکوالو یو توپير په پوهنیز شعور کې دی، د نړۍ ملکونه حساب په پوهانو کوي، نه په نورو خلکو، نو د داسې خلکو د ډېروالي لپاره زموږ قدر کول اړین دي. ولسمشره! که غواړئ چې ژوندی ملت و اوسئ، نو د بېلابېلو لارو چارو ګټه واخلئ، چې عام ولس زموږ لوستنې سره مینه پیدا کړي او موږ هم له تاسو سره پرمختګ کې مرسته وکړو. نن چې د پوهانو پر ځای غله مخکې دي او د ولس ډیره برخه یې شا ته روانه ده، لامل یې ناپوهي ده او د ناپوهۍ لامل زموږ سره دښمني ده. 1507824708952-shutterstock_577176796-1050x525

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .