د کرکټ ملي لوبغاړي حميد حسن کور ته لاسي بمونه غورځول شوي

۲۴ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۳۰ ق.ظ -

د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د کرکټ ملي لوبغاړي حميد حسن کور ته نامعلومه کسانو لاسي بمونه غورځولي، خو زيان نه لري.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي  وويل چې تېره شپه نامعلومو کسانو د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند روښان مېنې سيمه کې د کرکټ ملي لوبغاړي حميد حسن کور ته لاسي بمونه غورځولي دي.

هغه وايي، ياده پېښه کې کوم ځاني زيان نه دی رامنځته شوی او امنيتي ځواکونو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

خوږياڼي ډاډ ورکړ چې د کرکټ دغه لوبغاړي ته کوم جدي امنيتي ګواښ نشته او دوی يې د امنيت لپاره ځانګړي تدابير هم نيولي دي.

په همدې حال کې د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال وويل چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته په عاجل ډول امنيتي ځواکونه ساحې ته رسېدلي او سيمه يې کنټرول کړې ده.

د کرکټ ملي لوبډلې دغه لوبغاړی حميد حسن که څه هم په دې اړه د ډېرو جزئياتو له ورکولو ډډه کوي، خو پژواک ته يې وويل چې هېڅ زيان نه دی ور رسېدلی.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې په جلال اباد ښار کې د هدفي وژنو، ترور او نورې امنيتي پېښې زياتې شوې دي.

پرون هم په جلال اباد ښار کې يو دوکاندار په رڼا ورځ د وسله والو کسانو له خوا وژل شوى و.

تر اوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

حمید حسن

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .