د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان د کرکټ بشپړ غړیتوب دایمي کړ

۱۹ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۴۴ ق.ظ -

د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس عاطف مشعل وايي، له دې وروسته به د موقتي یا د لوبډلې په خرابه لوبې وړاندې کولو دا ویره نه وي چې بشپړ غړیتوب مو تر سوال لاندې راشي.

دا خبر په داسې وخت کې راغلی چې د ۲۰۱۹م کال نړیوالو اتلولیو ته د افغانستان رسېدل په ناشوني حالت کې دي.

افغانستان د غوراوي سیالیو کې چې په زمبابوې کې روانې دي، په حیرانونکي ډول درې پرلپسې ماتو سره مخ شو، داسې لوبډلې چې تمه ترې نه کېده افغانستان ته به ماتې ورکړي، ځکه چې افغانستان دغو لوبډلو ته پخوا په اسانۍ ماتې ورکړې دي.

افغان لوبډله اوسمهال نړیوال جام ته د لارې موندلو په سخت حالت کې ده، ددوی مخکې تګ تر نورو لوبډلو پورې مشروط دی

7

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .