د کرکټ په افغان غوره ليګ کې ننګرهار او بلخ خپلې لوبې وګټلې

۱۵ میزان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۲:۰۱ ب.ظ -

د افغانستان کرکټ غوره ليګ سياليو کې تېره شپه ننګرهار کندهار ته او بلخ کابل ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د پنځو زونونو (کابل، ننګرهار، بلخ، پکتيا او کندهار) لوبډلو په ګډون د افغانستان غوره ليګ سيالۍ د تلې په ١٣مه په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې دي.

پرون د دې سياليو په دويمه ورځ دوه لوبې ترسره شوې، لومړۍ لوبه د ننګرهار او کندهار ترمنځ ترسره شوه.

د کندهار لوبـډلې مشر اصغر ستانکزي پچه وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، د کندهار لوبډلې په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٩ منډې جوړې کړې او ننګرهار ته يې د ١٤٠ منډو هدف ورکړ.

د کندهار له لوري کريم جنت ٣٩، ميک کالم ١٩، سټرلينګ ١٨ او اوبراين ١٧ منډې جوړې کړې،  د ننګرهار له لوري کټينګ پنځه لوبغاړي وسوځول.

د ننګرهار لوبـډلې ياد هدف په نولسم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله. د دوى له لوري شفيق الله شفق ٣٥، نجيب ترکي ٣٢، چارلېس ٣٠ او حشمت الله شهيدي ٢٢ منډې جوړې کړې.

له ماښام وروسته د بلخ او کابل ترمنځ لوبه وشوه چې د بلخ په بريا پاى ته ورسېده، کابل لومړى توپوهنه وکړه او په ټاکل شوو ٣٠ اورونو کې یې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٦ منډې جوړې کړې، ايوانس ٦٤ او راشد خان ٥٦ تېزې منډې جوړې کړې، د بلخ له لوري محمد نبي او افتاب عالم دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د بلخ لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره د څلورو لوبغاړو په سوځېدو په نولسم اوور کې ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله.  د بلخ له لوري ډيسچاټي ٧٨، عثمان غني ٤٠ او بوپارا ٣٨ منډې جوړې کړې.

نن له غرمې وروسته به لومړۍ لوبه د پکتيا او ننګرهار او له ماښام وروسته به د کندهار او بلخ ترمنځ ترسره شي.

Do2Vl89UYAE4ARf

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .