د کرېکټ په شپږيزه ليګ کې لومړی بری سپين غر پړانګانو خپل کړ

۲۱ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۱۹ ق.ظ -

د افغان د کرېکټ د شپږيزې ليګ سيالۍ چې پرون کابل کې پيل شوې لومړی بری پکې د سپين غر پړانګانو خپل کړ.

د لوبې پچه امونهګانو وګټله او مقابلې لوبډلې ته يې په ۲۰ اورونو کې ۱۶۰ منډو هدف وټاکه.

د سیالۍ په دوهمه پاڼۍ کې، که څه هم د سپین غر لوبډلې د پیل منډه جوړونکو تېزه لوبه پیل کړه، خو وروستیو لوبغاړو يې په ۲۰ اورونو کې سیالي مساوي پای ته ورسوله.

د کرکټ د قوانینو له مخې، کومه سیالي چې مساوي پای ته رسېږي، نو د یوه اور بله لوبه ورکول کېږي.

_97750028_mediaitem97750027

دغو دواړو لوبډلو ته هم د یوه اور سیالي ورکړل شوه، لومړی د سپین غر لوبډلې منډې وکړې او په ټاکلو شپږو بالونو کې يې مقابلې لوبډلې ته، د ۱۸ منډو هدف وټاکه، خو د امو نهګانو لوبډلې دواړه لوبغاړي په صفر ورسوزدېدل او په دې سره دا سیالي د سپین غر لوبډلې په بریا، پای ته ورسېده.

سبا به د بند امیر ښاماران د امو نهګانو پر وړاندې او سپین غر پړانګان به د بسټ ساتونکو پر وړاندې سیالي ترسره کوي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .