د کندهار امنيه قوماندان د يو خصوصي جمنازيم مسؤل وستايه

۷ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۳۶ ق.ظ -

کندهار (ټاټوبی): د کندهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق اڅکزي د جمال ناصر طرزی خصوصي جمنازيم مسؤل جمال ناصر طرزی له دې کبله وستايه چي ورزش ته د ځوانانو په هڅولو او له نشه يي توکو  څخه راګرځولو کي يې ډېري هڅي کړي دي.د کندهار د امنيه قوماندان سکرتر غورځنګ افريدي دغه ستاينليک په هغو مراسمو کي ښاغلي طرزي ته ورکړ چي په جمال ناصر طرزي خصوصي جمنازيم کي د فوټسال د يوه ټورنمنټ د پايلوبي پر مهال جوړ سوي وو.دغه ټورنمنټ کي چي شاوخوا درې اوونۍ يې دوام وکړ، د کندهار د فوټسال ۳۲ لوبډلو برخه درلوده.د ټورنمنټ پايلوبي ته د استاد او نورزاد ټيمونه وتلي وو. د لوبي په اوږدو کي د استاد لوبډلي لوبغاړي خالد وکولای سول چي د نورزاد پر لوبډله دوه ګولونه ووهي. په جواب کي يې د نورزاد لوبډلي لوبغاړي حضرت شاه مقابلي لوبډلي ته ګول ورکړ، خو د لوبي تر پايه دغه لوبډله د بل ګول په وهلو و نه توانېده او په دې توګه د ټورنمنټ د اتلولۍ کپ استاد لوبډلي وګاټه.هره ورځ د دغه ټورنمنټ دوې لوبي کېدلې او هدف د نشه يي توکو پر ضد مبارزه او ځوانان ورزش کولو ته هڅول وو.دغه ټورنمنټ د کندهار د پوهني رياست د ښاري ښوونځيو د آمر محمدطاهر ايوبي په نامه نومول سوی و.

د کندهار امنيه قوماندان د دغه ډول ګټورو ورزشي سياليو د جوړولو کلک ملاتړ او هرکلی کوي

د کندهار امنيه قوماندان د دغه ډول ګټورو ورزشي سياليو د جوړولو کلک ملاتړ او هرکلی کوي

د کندهار د امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق اڅکزي سکرتر غورځنګ افريدي د پايلوبي پر مهال وويل چي د کندهار امنيه قوماندان د دغه ډول ګټورو ورزشي سياليو د جوړولو کلک ملاتړ او هرکلی کوي.نوموړي دغه ډول سيالۍ له دې کبله هم مهمي وبللې چي ځوانان ورزش ته هڅوي او د نشه يي توکو له کارولو څخه يې راګرځوي.وروسته ښاغلي افريدي د جمال ناصر خصوصي جمنازيم مسؤل جمال ناصر طرزي ته هغه ستاينليک هم ورکړ چي د کندهار د محترم امنيه قوماندان له لوري د ورزش په برخه کي د نوموړي د خدمتونو د ستايلو په پار ورته رالېږلی و.د کندهار د فوټبال فدراسيون فني مرستيال حبيب جان د کندهار د فوټبال فدراسيون په استازولي د جمال ناصر طرزي خصوصي جمنازيم د مسؤل وروستي فعاليتونه چي د ځوانانو له پاره يې د ورزش خورا سالم چاپېريال برابر کړی، وستايه او له هغه څخه يې خپل ملاتړ څرګند کړ.نوموړي هيله څرګنده کړه چي په دغه خصوصي جمنازيم کي د فوټسال د ټورنمنټونو جوړېدل دوام پيدا کړي او له ځوانانو يې وغوښتل چي له دغه بې ساري فرصت څخه اعظمي استفاده وکړي.د جمال ناصر خصوصي جمنازيم مسؤل او ورزشي فعال سردار جمال ناصر طرزي وويل چي ځوانان د ټولني خورا مهم قشر تشکيلوي، که دغه قشر سالم، له نشې لېري او د ګټور مصروفيت په چاپېريال کي وي، نو ټولنه به ضرور له اوسنيو ناخوالو خلاصه سي، ځکه دغو ناخوالو کي ښکېل او د دغو ناخوالو قربانيان ځوانان دي.ښاغلي طرزي د کندهار د امنيه قوماندان له پېرزويني مننه وکړه او د ورزش د ډګر فعالو ځوانانو ته د هغه پاملرنه يې وستايله.ده وويل، د مشرانو دا ډول معنوي لاسنيوی به دوی وهڅوي چي د خپلي ټولني په ځانګړي ډول ځوان قشر له پاره لا نور د خدمت مصدر وګرځي.ښاغلي طرزي وويل چي په نژدې راتلونکي کي به په جمال ناصر طرزی خصوصي جمنازيم کي د معارف د ۱۶ لوبډلو تر منځ سيالۍ پيل کړي او په دې توګه د ورزشي ظرفيتونو روزني ته دوام ورکړي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .