د کندهار د لوي محبس څخه ۲۵ تنه بندیان ازاد سوه

۱۸ اسد , ۱۳۹۷ ,ساعت ۵:۳۶ ب.ظ -

د پنجشنبې په ورځ د کندهار لوی محبس څخه ۲۵ تنه بندیان ازاد سوه چي پرمهال يې کندهاروالي تورن جنرال زلمی ویسا، د استناف څارنوالۍ رئیس عبدالرحمان کوشان او د محبس سرپرست مدیر محمدیوسف هم حاضر وه .

FB_IMG_1533816681296

د کندهار د استناف څارنوالۍ رئیس عبدالرحمان کوشان وویل : د جمهور رئیس محمد اشرف غني د ( ۸ )  ګڼه فرمان په اساس چي د کوچني اختر د ورځي په مناسبت یې د ( ۷۰ )  تنو هغو بندیانو په باره کي چي په مختلفو جرمونو تورن وه صادر کړی و، د دې جملې څخه يې ۲۵ تنه ازاد سوه، چي یوه په کښي کی ښځه ده، هغه زياته کړه چي د پاته ۴۵ بندیانو د بند په موده کي تخیفیف راغلي دي . کندهاروالي تورن جنرال زلمي ویسا آزاد سوو بندیانو ته مبارکي وویل او زیاته یې کړه، آزادي د هر انسان حق دی نو په کار ده چي د دي حق څخه په سالمه توګه استفاده وکړو . ښاغلي ویسا د ازادو سوو بندیانو څخه وغوښتل چي په راتلوونکي کښي دي د داسي جرمونو څخه ډډه وکړي، د نورو انسانانو غوندي دي خپل ژوند مخته یوسي او د خپل هیواد لپاره دي کار وکړي . وروسته کندهاروالي د ښځینه بندیانو د محبس څخه هم ليدنه وکړه او د هغوی ستونزي او غوښتني يي واورېدلې او د حل په برخه کي یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ .

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .