د کندهار د پوهني رياست ستونزي ولي حل نه مومي؟

۹ حمل , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۰۵ ق.ظ -

فضل محمد پنهان استاد او ليکوال

 که چېري وکتل سي، نو نظر نورو ولايتونو او تېرو وختونو ته د کندهار معارف پرشاتګ کړى دى. کله چي موږ د مکتب څخه فارغه سوو او پوهنتون ته مو امتحان ورکاوه، نو تر ټولو لومړى د کابل ولايت محصلين ډېر وو او په دوهمه درجه کي د کندهار محصلين وو، خو نن د خداى په لحاظ د داکنډي ولايت چي هغه يوه علاقه داري وه او يا هم پنج شېر ولايت چي هغه يوه علاقه داري وه هغه د لسو او دوولسو زرو کسانو په شمېر کي په کانکور کي برخه اخلي. حال دا چي د کندهار څخه څه دپاسه دوه ويشت سوو کسانو برخه اخيستې، چي دلته سړى ويلاى سي چي د کندهار معارف پر ځاى د دې چي پرمختګ وکړي پر شاتګ کړى.

فضل محمد پنهان

فضل محمد پنهان

د کندهار ولايت د پوهني رياست يو شمېر ستونزي لري، ځکه چي په دې چاره کي تر ډېره ځايه زورړاکي مداخله کوي او هغه کسان کوم چي وطن پرستي لري او هغه استادان چي د دې ملک سره خواخوږي لري او د دې حالت په ليدلو سره او د هيواد د پرمختګ په ارمان دي او د خپل زړه ويني خوري، چي هغه هم د پورته يادو زورواکو له خوا د مختلفو تهديدونو سره مخ دي.

نو تر څو چي د کندهار په معارف رياست او ياد بهير کي تغيرات رانه سي، نو دا ستونزي به تر ډېره موجودي وي.

سيداحمد قانع، د پوهنتون استاد

زما په نظر، د کندهار د معارف عمده ستونزي دا دي چي يو په ې ولايت کي  خيالي ښوونځيو شتون چي ياده ستونزه تر ډېره حده په ولسواليو کي ليدل کېږي. دوهمه ستونزه په ښار او ولسواليو کي د ښوونکو نه شتون دى، ځکه په يوه لېسه کي څومره چي معاش اخيستل کېږي په هغه شمېر استادان په لېسه کي شتون نه لري، چي په دې ډول فساد کي ښوونځۍ او د پوهني اداره دواړه ښکېل دي.

سيداحمد قانع

سيداحمد قانع

درېيمه عمده مشکل په معارف کي ځيني چارواکي په دې ستونزه کي لاس لري. بله ستونزه په معارف کي قبيلوي ده، هغه دا چي يوه ورځ يو يوې دندي ته ورپېژندل کېږي او بله ورځ بيا بل کس د يادي دندي لپاره انتخابېږي. نو دا هغه ستونزي دي چي نن ورځ  کندهار معارف رياست ورسره لاس او ګرېوان دى. تر څو چي يو منظم مديريت رامنځ ته نه سي، نو دا ستونزي به تر ډېره پوري فعاله وي. تر څو چي ولس خپله راپورته نه سي او د دې ستونزي اړوند حساب کتاب د دې چارواکو سره ونه کړي تر هغو به دا ډول ستونزي ايجادېږي او تر هغو به زموږ اولادونه د پرمختګ څخه بې برخي وي. خو که چېري په رښتيا سره ولس وغواړي تر څو دغه ډول ستونزو ته د پاى ټکى کښېږدي، نو بيا ښکاره خبره ده چي موږ به د پوهني په برخه کي هيڅ راز ستونزي ونه لرو.

عبدالنافع افغانزی ليکوال او ژورنالسټ

په هره برخه کي ستونزي او مشکلات لرو خو د معارف ستونزي او بيا اوسنۍ ناندرۍ په هيڅ صورت د زغم وړ نه دي. په معارف کي مو مخکي هم مشکلات درلودل، د حل او سمون په تمه يې و، خو دا چي اوس پکي بېخي انډوخره جوړه سوې ده، نه يوازي د زغم وړ نه دي بلکي د شرم او سختۍ بدمرغۍ لويې نښي يې ګڼلای سو. تر ټولو د ځوروني خبره خو لا داده چي په وړاندي يې ولايتي او مرکزي اداره مطلق بې تفاوتي ښيي. له يوې خوا مرکزي او ولايتي اداره نارې سورې وهي چي تر هر څه د معارف وده، پرمختګ او شفافيت ته پاملرنه کوي، خو له بلي خوا د کندهار په معارف کي دومره ګډوډي او ناسم حالت روان دی چي په هيڅ ډول د توجيه وړ نه دی.

عبدالنافع افغانزی

عبدالنافع افغانزی

پر يوه وخت پکي درې څلور رئيسان ټاکل کېږي، د ځينو له خوا  يوه ټاکل منل کېږي د ځينو له خوا د بل. په داسې يو ګډوډ حالت کي د معارف د ودي او پرمختګ تمه لرل خوب او خيال دی. د کندهار په معارف کي د اوسنيو ګډوډيو لاملونه چي هر څه وي خو اوس بايد د خلکو، د مدني ټولنو د غړو او نورو اړوندو کسانو له خوا په ډېر جديت مرکزي او ولايتي اداره متوجه او اړايستل سي چي اوسنۍ ناندرۍ په هر ډول چي کېږي ژر تر ژره له منځه يوسي. خو که يې په اړه بيا هم د تېر په څېر بې تفاوته پاته سي، د ډېرو ناوړه پايلو تر څنګ به تلپاتي شرم ته نوره وده هم ورکړل سي.

شفيق فيض د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ محصل

چي ستونزه پېژندل سوي نه وي، نو حل د څه لپاره پيدا سي! په عام ډول د ټول افغانستان او په خاص ډول د کندهار د ټولو سکتورونو عمده ستونزي د امنيت شديده خلا، د اداري فساد په پراخه پېمانه موجوديت، د دندو د تخصص عدم موجوديت، کار و اهل ته نه سپارل، د کاري وړتيا نه موجوديت، د عصري ټکنالوجۍ محروميت او بلا ډېري ستونزي نوري، چي يادوري يې د موضوع ګونګوالی رامنځ ته کوي. زموږ سيسټم د ټولني سره د توافق او توازن په مقابل کي واقع دی دواړه سيسټم د افرادو او افراد د سيسټم سره ځان نه سيده کوي. دا چي د کندهار د پوهني بهير د لويه سره ټکنى دى هم ګڼ علتونه، عللونه، سببونه او پېچلي نامتوازني خلاوي لري، چي لويه تشه يې د پياوړي مديريت نه شتون زه په ګوته کوم. لومړی د ستونزي پېژنده په ډېر ګونګ حالت کي وجود لري، د ستونزي پېژندنه خپل علمي پروسيجر لري او د پروپوزل غوندي اوږده مرحله ده، په تقريبي ډول او تخميني شکل يې ارزيابي کول نور مشکلات زېږوي.

شفيق فيض

شفيق فيض

ما په ډېرو مواردو کي په راپورو کي لوستي دي چي د پوهني د سکتور مسؤلين وايي، چي موږ د زورواکو د بالقوه اختارونو لاندي يو، موږ ته مسؤليت راجع دی، خو صلاحيت نه لرو او په ډېرو سيمو کي مو ښوونځي ځکه بندي دي چي امنيت نسته او داسي نوري بابولالي وايي. دا تشي خبري دي، تر اوسه داسي يو پلاوی موږ و نه ليدی چي ستونزه د مديريت د قوانينو په رڼا کي څرګنده کړي، هغه تحليل کړي او بيا د متبادلو حل لارو څخه داسي يو لاره غوره کړي چي هغه نوري ستونزي راونه پنځوي. دلته خو د يوې ستونزي سره سل نوري ستونزي پنځول کېږي، سل نور مشکلات ايجادېږي. مشکل په رهبري کي دى، مشکل په ټيټ ظرفيت کي دی، مشکل په وطن دوستي کي دی، ولي چي هغوی تر اوسه د هغه موجوده ستونزو يوه جامع تګ لاره د حل په موخه نه ده وړاندي کړې، هر څوک د پوهني د رياست په رهبري کي خپل سابقې ته کار کوي او شخصي اړيکي جوړوي، قاطع او غوڅ دريځ تر اوسه چا نه دی نيولی. د لاسوهنو په اړه يې ملت نه دی پوهولی، دوی چي هر څوک وو او دي، د خپل شخصي ګټو پر بنياد يې ځای اشغال کړی دی. دا چي د ستونزي د حل په موخه کار نه کېږي ستونزه خو خپله نه حلېږي. ملک الطوافي خو پای خپله نه مومي، دا يو کليدي او سرنوشت سازه سکتور دی، هيله ده چي داسي يو څوک يې مخ ته بوزي چي مستقيمه متفاوته او غوڅه ستراتيژي ولري، تر څو د لاسوهنو بهير ته پکښي د پای ټکی کښېښوول سي.

احسان الله عابد، د کندهار ښار اوسېدونکى

په مجموع کي ستونزي ډېري دي، خو د کندهار د پوهني د رياست ستونزه د اړتيا پر بيناد يوه له ډېرو مهمو ستونزو څخه ده، چي په دې وروستيو کي پر ټولنيزو رسنيو يې زيات پام ځان ته اړولی دى. کله چي د رياست د ستونزو خبري کوو، دې نتيجې ته رسېږو چي په خپله په رياست کي د يوه ښه رهبريت کمي ده، تاسو به په دې وروستيو کي پر رسنيو ليدلي وي چي د رياست لپاره يو وار يو څوک ځي کابل ته د رياست امر راوړي، بيا بل ځي پر هغه آمر راوړي. ما ته يوه پوښتنه پيداکېږي چي ايا په کابل کي د پوهني په وزارت کي دغه د رياستونو د آمرو پاڼي خر څېږي؟ زه يو څو مهمو نقاطو ته په لاندي ډول اشاره کوم:  د يوه ښه رهبر د کمي په نتيجه کي د ولايت او ولسواليو مکاتبو د ځينو مامورينو د فساد شتوالی رامنځه کېږي، چي کارونه به پاته وي او دوی به يو کار د څو مادياتو په مقابل کي ترسره کوي. دوهم د منظم کاري پلان او د ستونزو لپاره د طرحو نه موجوديت دئ چي دا د دې لامل کېداسي چي د پوهني په رياست کي د پرلپسې لاسوهنو او بدلونونو په مقابل کي ستونزي راوزېږوي.

احسان الله عابد

احسان الله عابد

۳: د ښه او پرمختللي ظرفيتونو کمښت: د دې پر ځای چي په يوه دغسي ماحول کي چي هغه د پوهني بهير دى، که چېري په دغسي يوه بهير کي د ښو، باستعداده، پرمختللو، بااحساس او پوه ځوانانو کارمندانو له ظرفيت څخه ګټه واخیستل سي طبعآ چي ستونزي به تر پښو لاندي کيږي. ۴: د ټيټ کميت او کيفيت کموالی دئ. دا چي کندهار د زيات نفوس لرونکی ولایت دئ نو په همدې اساس دلته زده کړي ته تر هر څه حق اوليت ورکول کيږي او د ژوند له لومړنيو اړتياوو څخه ګڼل کيږي. ځکه چي په خپله په رياست او ولسواليو کي مامورين په کار ګمار کيږي او بيا ئې امتيازات پر خپل سر ګرځول کيږي؛ چون چي هغوی مجبوره کيږي تر څو اداري فساد ته ملا وتړي او خپلي اړتياوي په همدې ډول پوره کړي. لنډه دا چي تر هر څه مخکي د پوهني د رياست لپاره د يوه ښه، پوه، باستعداده، او نوښتګر رهبر ټاکل په خپله د پوهني په وزارت کي دا ستونزه ده چي د پيسو په مقابل کي هر شخص ته که يې وړ وي او که یې نه وي وړ د رياست امريت ورکوي. د يوه ښه رهبر تر ټاکل کېدو ورسته، د فساد څخه ډک مامورين او په خپله فساد، د کښته کميت او کيفيت په اړه جدي پلټيني کول، د مديريت په پيل کي د ښو طرحو او منظم کاري پلان وړاندي کول. همدا رنګه د ښار د مرکز او ولسواليو په ښوونځيو کي د بااحساسه ښوونکو او يوه ښه ظرفيت په رامنځته کولو سره د رياست ستونزي له منځه ځي.

عبدالولي ودان، د ځوانانو کاروان مدني ټولني مشر

هغه دا چی یو تر تولو لوی مشکل چی تر اوسه لا د ریاست معارف چوکۍ د زورواکۍ پر اساس ټاکل کېږی او دا چي نااهله کسان لا تر اوسه د ریاست معارف پر چوکیو ناست دي، د معلمه رانیولې بيا تر مدیره، ځکه موږ په وار وار لیدلي چي یو شاگرد ټول کال مکتب ته ځي، خو په حاضري کي یې نوم نه وي او بل دا چي د مکتب مدیر ته د یوه زورواکي له خوا استعلام راوړل کېږي.

عبدالولي ودان

عبدالولي ودان

حال دا چي هیڅ تړاو نه ور باندي لري او بل دا چي په ولسوالیو کي خیالي استادان سته او هغه هم د هغه اړونده سیمي د خاصو کسانو زامن دي او بله دا چي د معارف ریاست زیاتره مامورین تر خپل وظيفې پروژې ته ډېر اهمیت ورکوي او بل دا چي ولس هم بیده دی، چي دا هم یو تر ټولو لوی مشکل دی، دا ځکه چي هر پلار باید خپل د اولاد د ښووني او روزني د بهیر څخه لیدنه وکړي، ښه او بد په گوته کړي او د حل په موخه یې ږغ پورته کړي او یو بل مشکل د کندهار ولایتي ادارې له خوا د معارف د مشکلاتو د حل په موخه یو مشورتي بورډ جوړ سو، چي تر گټي یې تاوان زیات دی او د معارف د مامورینو په ښه اداره نه پوهېدل هم لوی مشکل دی، ځکه دوی باید مخکي له مخکي زده کوونکو او د دوی والیدینو ته عامه پوهاوی ورکړي، تر څو د معارف یا د ښووني او روزني په چوکاټ کي گډوډي رامنځ ته نه سي.

 

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .