د کندهار له زندانه ١٠١ تنه زندانيان خوشي سول

ليكوال: ټاټوبی ۲۶ ثور , ۱۳۹۴ ,ساعت ۶:۰۵ ب.ظ -

ددې ولايت مرستيال وايي خوشي سوي بنديان ټول په جنايي جرمونو تورن وه چي دولسمشر د٨ ګڼه فرمان له مخي د مجاهدينو د بريا د ورځي په مناسبت خوشي سول او ديوشمير نور بنديانو دبند په موده کي کموالى راغلى دى. هغه وايي دا د بنديانو د خوشي کيدو وروستى ډله نده؛ تردي وروسته به هم د دوسيو د څيړلو لړۍ دوام وکړي تر څو د هغو ټولو زندانيانو برخليک مالوم سي، چي په زندان کي پراته دي. هغه وايي، چې د زندان د ځاى دکموالي په اړه يي مرکز ته پيشنهادونه استولي دي، چي د بوديجې د پيداکيدو وروسته به د نوي ودانۍ د جوړيدو چاري هم پيل کړي ترڅو په زندان کي دځاى د نشتوالي ستونزه هواره کړي. په همدې وخت کي يوشمير هغه زندانيان چي نن شنبه له بنده خوشي سول د ولسمشرد دغه فرمان ستاينه کوي اووايي چي ولسمشر دي دهغو کسانو په اړه هم څيړني وکړي چي له کلونو راهيسي يي دوسيي نه دي څيړل سوي.

د يوشمير نور بنديانو د بند په موده کي هم کموالى راغلى.

د يوشمير نور بنديانو د بند په موده کي هم کموالى راغلى.

داپه داسي حال کي ده؛ چي ويل کيږي په زندانونو کي اوس هم په لسګونه داسي کسان سته چي له تيرو لسو کلونو راهيسي په زندان کي دي خو تر اوسه يې لا هم د محکمې له خوا د بند موده نده ټاکل سوې.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .